په ننګرهار کې به راتلونکى لمريز کال د زيتونو توليد ١٢ سوه ټنو ته ورسېږي.
د دغه ولايت چارواکي وايي، له دې سره به سلګونو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي.
د ننګرهار د کانال رئيس ويلي، څرنګه چې دوى ته روان کال انکشافي بودجه نه وه ورکړل شوې، د زيتونو توليد په ټپه ولاړ و.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي د مرکې په پيل کې صالح محمد صالح ته د زيتونو د توليد پر زياتوالي معلومات ورکړل: