حکومت ستاسې په څېر پیاوړو ځوانانو ته اړتیا لري، دا پر هغو بېنرونو لیکل شوې جمله ده چې د کابل کې په یو شمېر واټونو کې تر سترګو کېږي.
په دې بېنرونو کې لیکل شوي حکومت هغو ځوانانو ته دندې ورکوي چې وړتیا او لوړې زده کړې لري.
تېره چهارشنبه د لویې جرګې خیمې ته هغه ځوانان ورغوښتل شوي وو چې د جمهوري ریاست د چارو د ادارې دې پروسې ته یې خپل غوښتنلیکونه سپارلي وو.
دغه پروګرام چې مقصد یې په حکومت کې کارکولو ته د ځوانانو تشویق و، د جمهور رئیس محمد اشرف غني ترڅنګ ګڼو ځوانانو په کې برخه اخیستې وه.
په دې پروګرام کې ډېرو ګډون کوونکو ځوانانو له بې کارۍ شکایت کاوه او هیله یې دا وه چې د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې حکومت ورته د کار زمینې برابرې کړي.
تاندې څانګې پر فېسبوک وڅارئ: facebook.com/TandySangy
دا او د ازادي راډيو نورې خپرونې پر دې انټرنټي ادرس هم موندلی شئ: pa.azadiradio.com
او د همایون هېواد پر دې برېښنالیک پته د دې خپرونې په اړه نظرونه راسره شریکولی شئ: hewadm@rferl.org
یادونه: "تاندې څانګې" د ځوانانو لپاره د ازادي راډيو خاصه خپرونه ده چې په کابل کې يې همایون هېواد جوړوي، دا خپرونه هره شنبې د دوه بجو او د سې شنبې په سهار د ۱۰ بجو په خپرونه کې خپريږي.
د تاندې څانګې دغه بشپړ خپرونه د (غږ) تڼۍ په کېکاږلو سره اورېدلی شئ: