د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

د "دالان" جوړښت او لرغونتوب


کله چې موږ د دالان نوم اخلو، ورسره سم مو ذهن ته کليواله فضاء، د خټو کورونه، د اوبو شنه منګي او په دالان کې پراته لرګین کټونه راځي.

په تاریخي لحاظ لا هم یو شمېر دالانونه شته چې د یو شمېر شاهانو په نومونو پورې تړلي دي، د بېلګې په توګه د ارګ دالان چې د ظاهرشاه په وخت کې جوړ شو.

ظاهر شاهي دالان چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې موجود دی او هم د هند په ډیلي کې د مغولو د شاهانو دالانونه د یادولو وړ دي.

د علومو اکاډمۍ یو غړی عبدالواجد واجد چې د ننګرهار اوسیدونکی دی وايي چې د دوی په سیمه کې دالان ځانګړی جوړښت لري.

د ده په خبره چې له دالانه یوازې په اوړي کې استفاده کېږي او اکثره وخت په کې ښخې ناستې وي.

د خوست ولایت اوسیدونکی معصوم جان معصومي بیا وآيي چې د دوی په سیمه کې لا هم دالانونه موجود دي، د ده په خبره چې معمولاً په اطرافو کې دوه ډوله دا لانونه جوړېږی چې یو یې په پاخه ډول جوړ شوي وي چې سر یې په خټو لېو کېږي او یو شمېر یې یوازې په واښو او لوښو پوښل کېږي.

د لوګر اوسیدونکی جاوید ستانکزی او د ننګرهار اوسیدونکی احمد سیر بیا وايي چې د دوی په سیمو کې تنورخانه په ژمي کې جوړیږي او دالان په اوړي کې.

د کابل اوسیدونکی اول ګل کوچی وايي چې هغه کوچیان چې کله په یو ځای کې ده نشین شوي وي، هغوی ځانګړي دالانونه جوړوي، د ده په خبره هغه کوچیان چې په اوړي او ژمي کې ځایونه بدلوي، نو هغوی دالانونه نه بلکې څپرې جوړوي.

د لغمان اوسیدونکی حکیم خان بیا وايي چې اوس هم کله د دالان نوم واوري، نو سم له واره یې منګي، کټوې او نغری ذهن ته راشي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:35 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG