د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۰ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

«شرمیلا» له هوایي ځواک نه تر ګدایي پورې


د دې اوونۍ په خپرونه کې د هوایي قواوو له یوې پخوانۍ افسرې سره غږېدلي یو چې په وینا یې یو وخت یې په هوایي قواوو کې دنده لرله اوس د ژوندله ناخوالو سره مخامخ ده او خیرات ټولوي.

شرمیلا هغه مېرمن ده چې وایي، په روسیه،هند او ترکیه کې یې د طیارې د انجنیرۍ په برخه کې فني زده کړې دي.

شرمیلا اوس د کندهار ښار ختیځ لور ته په زړو بلاکونو کې له خپل معیوب خاوند سره ژوند کوي.

شرمیلا وايي، د بګرام، کابل او کندهار په هوايي ډګرونو کې يې دندې ترسره کړي دي، خو اوس چې دنده نه لري د دولت او خلکو له پامه غورځېدلې او په خورا سختۍ کې ژوند کوي.

د مېرمن شرمیلا په وینا دېرش کاله یې د خپل هېواد لپاره زحمت یستلی او په ډېرو سختو شرایطو کې یې دنده ترسره کړې ده خو اوس د ژوند له سختو ناخوالو سره مخامخ ده او د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره په ښار بازار کې ګدایي کوي او خپل ژوند پرې تېروي.
د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:00:44 0:00
مستقیم لېنک



جوړوونکې:مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG