د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

افغانستان کې د "لاندي" میله او د کولو دود یې!


نن پر یوې داسې میلې غږېږو چې د افغانستان په ټولو سړو سیمو کې له ډېره پخوا راهیسې رواج لري، یاده مېله د لاندي د کولو په مراسمو جوړېږي.

د ژمي په سر کې د ټولو یخو سیمو اوسیدونکې هڅه کوي چې پسه حلال کړي، په لومړۍ ورځ یې میله وکړي او پاتې غوښه وچه کړي چې لاندی ورته وايي.

ایا کله مو د لاندي غوښه خوړلې؟ او که مو نه وي خوړلې حتمي به مو زړه کېږي چې د لاندي غوښه وخورئ.

د ژمي موسم په راتګ سره د دغه موسم په پیل کې د یخو سیمو اوسیدونکې پسونه حلالوي او د همدغه پسه غوښه وچوي، کله چې غوښه وچه شي بیا یې په ژمي کې پخوي چې دغې چارې ته لاندی وايي.

لاندی په افغاني ټولنه کې سلګونه کاله سابقه لري چې د همدغې سابقې له مخې یې موږ د افغاني ټولنې د اصیلونو عنعنو په دایره کې داخلوو.

دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمه جبارخیل یې درته وړاندې کوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:10:55 0:00
مستقیم لېنک

دلته یې اورېدلی شئ:

XS
SM
MD
LG