د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي چې د دفاع وزارت د هوايي ځواک سره د کافي امکاناتو د نشتون له امله یو شمېر هلیکوپټرې سقوط کوي.
نوموړی وايي چې له موجوده امکاناتو د توقع خلاف کار اخلي او د ژمنیو عملیاتو لپاره یې ځانګړي تدابیر نیولي چې له مخې به یې په ګڼو سیمو کې وسلهوال وځپل شي او د پسرلنیو جګړو لپاره به ملي پوځ تجهیز شي.
له جنرال وزیري سره زموږ همکار محبوب شاه محبوب مرکه کړې.