د دې اوونۍ په خپرونه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي نړیوالې ورځې په مناسبت د ځینو ادارو لخوا د کمپاین په کولو خبرې کوو او په تېرو څو کلونو کې به د ښځو پر وړاندې د ځینو غمجنو پیښو یادونه هم وکړو.
د طالبانو د رژیم له ړنګیدو پنځلس کاله تېر شوي دي خو اوس هم له افغان مېرمنو سره د یو شخصي ملکیت په توګه چلند کېږي.
داسې ډېرې کمې اوونۍ به وي چې د افغان مېرمنو د وژنو، سنګسار، په تېلو د سوځونې، د مور او پلار او مېړه د کورنیو له خوا د وهلو او ټکولو، جنسي تېريو، په کم عمر کې ودونو، حبس او تېښتونو رپوټونه په رسنیو کې خپاره نه شي.
په داسې حال کې چې د افغانستان اساسي قانون د ښځو له برابرو حقونو دفاع کوي، خو لا هم په هېواد کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند موجود دی.
د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي څارنوالۍ په یوه راپور کې راغلي چې یوازې د روان کال په ۹ میاشتو کې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي ۳۰۰۰قضیې له دوی سره ثبت شوي دي.
د دغو ناوړه زړ بوږنوونکو او خپل سرو پېښو او کړنو پروړاندې حکومت مدني ټولنې او د ښځو اړوندې ادارې نږدې له یوې لسیزې راهیسې په هېواد کې هر کال د نوامبر په ۲۵مه نېټه د لارینونو،کمپاینونو او سیمینارونو له لارې د عدالت غوښتلو غږ اوچتوي.
جوړوونکې:مسعوده نیازۍ