د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی له والي صیب سره مرکه درته کړې ده.
والي صیب وايي چې لومړی مو د ولایت د مقام ودانۍ رنګ کړه او بیا مو ولایت ته ځانګړی فیسبوکپاڼه جوړه کړه.
هغه زیاتوي چې د ولایت د مشهورولو لپاره مو د ولایت د ودانۍله بامه شاوخوا ښه ډېر عکسونه واخېستل چې ولایت مشهور شي!
هغه وايي چې د یوه پارک د بنسټ ډبره مو څلور کرته کېښوده که کومه مؤسسه یا شرکت مرسته راسره وکړي!
ورپسې مو د ریبارۍ له یوې کیسې خبروو چې پوه شئ، اوس خلک لورګانې څه ډول خلکو ته ورکوي.
جوړوونکی : ننګیارنااشنا