خبرونه
د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه غونډه کوي

په پام کې ده د ناټو د قاطع ملاتړ مأموريت د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران د ليندۍ يا قوس مياشتې پر ١٧مه په بروکسل کې سره جرګه شي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په اعلاميه کې راغلي چې دغه وزيران به د وارسا تر غونډې وروسته په افغانستان کې پر شوي پرمختګ خبرې وکړي.
دوى به دغهراز د قاطع ملاتړ مأموريت لومړيتوبونو ته په پام سره پر نورو ګامونو او پلانونو بحث وکړي.
د ناټو ملکي استازي اسماعيل اراماز نن د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاحالدين رباني ته چې د ولسي جرګې لهخوا سلب صلاحیت شوی د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو په راتلونکې غونډه کې د ګډون لپاره د ناټو د سرمنشي رسمي بلنليک وسپاره.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
چین او اروپايي ټولنه د اقلیمي بدلون په وړاندې هڅو کې همکارۍ زیاتوي

چین او اروپايي ټولنې په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې دوی به د اقلیم د بدلون پر ضد خپلې هڅې زیاتې کړي.
یاده اعلامیه د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر ۲مه، هممهاله له هغه یو ورځني غونډې سره خپره شوې چې د اروپايي ټولنې مشران یې په بیجینګ کې ترسره کوي.
د ځمکې د تودوخې زیاتوالی اوس د نړۍ له لویو ننګونو څخه ګڼل کېږي.
اروپايي ټولنه غواړي چې تر ۲۰۵۰ کاله پورې د ګلتوني یا مضرو ګازونو خپرېدا تر ممکنه حده راکمه کړي.چین چې د نړۍ د ګلتوني ګازونو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی، ژمنه کړې چې تر ۲۰۶۰ پورې به دغه هدف ته ورسېږي.
دواړو خواوو هوکړه کړې چې په هغو برخو کې به خپلې همکارۍ پراخې کړي چې د انرژۍ پاکو سرچینو ته د لېږد او د اقلیم د بدلون پر ضد مبارزه په کې شامل دي.
خو د اروپايي ټولنې د اقلیم د چارو یوه جګپوړي چارواکي فایننشل ټایمز ته ویلي، بروکسل به تر هغې پورې د اقلیم په اړه ګډه اعلامیه لاسلیک نه کړي، تر څو چې چین د ګلتوني ګازونو د کمولو لپاره پیاوړې هدفونه مشخص نه کړي.
په ځواب کې یې، د چین دولتي ورځپاڼې "چاینا ډېلي" اروپايي ټولنه تورنه کړې چې غواړي د اقلیم موضوع د فشار وسیله وګرځوي څو چین دې ته اړ کړي چې د اوکراین د جګړې په اړه خپل دریځ بدل کړي.
انګلستان به په ۲۰۲۶ کې د نیوزیلنډ، پاکستان، هند او سریلانکا د کرکټ لوبډلو کوربه وي

انګلستان به راتلونکی کال د کرکټ د ټېسټ سیالیو په لړ کې د نیوزیلنډ او پاکستان لوبډلو کوربهتوب وکړي، او د هند او سریلانکا لوبډلې به هم دې هېواد ته د یوورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره سفر وکړي.
د انګلستان کرکټ بورډ (ECB) دا خبره د پنجشنبې په ورځ کړې ده.
د انګلستان د کرکټ بورډ د پلان له مخې، انګلستان به د جون په میاشت کې له نیوزیلنډ سره درې ټېسټ لوبې وکړي، چې لومړۍ به یې د لُورډز په لوبغالي کې ترسره شي.
د پاکستان لوبډله به هم د اګست میاشتې په نیمایي کې انګلستان ته ولاړه شي او هلته به درې ټېسټ لوبې وکړي.
همداراز، د هند او سریلانکا لوبډلې چې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام ګډ کوربهتوب کوي، انګلستان ته به د یوورځنیو او شل اوریزو لوبو لپاره ورشي.
د انګلستان د کرکټ بورډ اجرائیه مشر ریچارډ ګولد په یوه اعلامیه کې ویلي: "خوښ یو چې بېلابېلې لوبډلې د سیالیو لپاره انګلستان ته راځي، او یو بل له نندارچیانو ډک او هیجاني دوبی به ولرو."
د روسیې لرې ختیځ کې په غورځېدلې الوتکه کې هیڅوک ژوندي نه دي پاتې

د یوې لویدلې مسافر وړونکي الوتکې ماتې ګوډې چې ۴۹ کسان په کې سپاره وو د روسیې په لرې ختیځ کې د تیندا ښار ته څېرمه د یوې غونډۍ په لمنه کې موندل شوي دي.
د روسیې د بېړنیو حالاتو وزارت نن دغه خبر تأیید کړی دی.
د پېښې له ځایه د روسیې د د دولتي رسنیو له خوا په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د الوتکې پاتې شوني د یو لوی ځنګل په منځ کې پراته دي او لا هم ترې لوګی خېژي.
اینترفاکس خبري آژانس د بیړنیو خدماتو د سرچینو په حواله ویلي، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د الوتکې له غورځېدو څوک ژوندی نه دی پاتې شوی. سرچینو ویلي چې د پېښې په سیمه کې هوا مناسبه نه وه.
د روسیې د لرې ختیځ ترانسپورتي ادارې ویلي، د کښیناستو پر مهال له کنټرول سیسټم سره د اولوتکې اړیکې پرې شوې وې.
د چارواکو په وینا، دا الوتکه له بلاګووشچېنسک ښاره چې د روسیې او چین پر پوله موقعیت لري، د تیندا ښار پر لور روانه وه.
طالبانو د دوی یو ملاتړی دیني عالم عبدالسمیع غزنوي نیولی

یو شمېر افغان رسنۍ او خبریالان وايي چې طالبانو ددې ډلې یو ملاتړی دیني عالم شیخ عبدالسمیع غزنوي نیولی دی.
افغان خبریال سمیع یوسفزی چې طالبان تر واک لاندې د افغانستان روانې چارې څاري پر خپل ایکس اکاونټ لیکلي چې مولوي غزنوي نژدې یوه اونۍ مخکې له خپلې دینې مدرسې نیول شوی او د طالبانو د حکومت یوې نظامي محکمې په ۴۵ ورځې بند محکوم کړی دی.
یو شمېر نورو رسنیو هم د مولوي غزنوي د نیول کیدو راپورونه ورکړي.
د طالبانو د حکومت چارواکو او یا مولوي غزنوي ته نژدې سرچینو د نوموړي په نیول کیدو تبصره نه ده کړې.
عبدالسمیع غزنوي د طالبانو ملاتړی دیني عالم و چې وخت ناوخت یې په احتیاط د نجونو د تعلیم او عصري زده کړو ملاتړ کوه او په دې برخه کې یې د طالبانو د حکومت پر پالیسو نیوکې کولې. نوموړې همدارنګه د پاکستان د دولت پر ضد هم انتقادي تبصرې کولې.
د کرکټ په شپږیزه لیګ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي

د کرکټ په شپږیزه لیګ کې نن دوه لوبې ترسره کیږي.
لومړی لوبه سهار مهال د امو نهنګانو او سپین غږ بازانو ترمنځ ده او بله لوبه ماسپښین کې د بست ساتونکو او بندامیر ښارمارانو ترمنځ ترسره کیږي.
دغې لوبې له پرونۍ دمې وروسته د نن پنجشنبې لپاره پلان شوي دي.
د شپږیزې لیګ لسم پړاو د همدې اونۍ په سر کې پيل او د اګست تر لومړۍ نیټې پورې دوام به دوام وکړي.
پاکستان ۱۲۲ افغان بندیان راخوشي کړي دي

د پاکستان حکومت ۱۲۲ افغان بندیان راخوشي کړي دي.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لیږد امر بخت جمال ګوهر وايي، "دغه کډوال چې ښځې او ماشومان په کې شامل وو، پرون افغان لورې ته سپارل شوي چې یو شمیر يې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد لري ".
د ګوهر په ټکو، راخوشي شوو کډوالو له دوو ورځو نیولې تر دریو کلونو په پاکستان کې د بند موده تیر کړې ده.
هغه وړاندې ویلي، راخوشي شوي کسان د ننګرهار، لغمان، پروان، کابل، خوست او پکتیا ولایتونو اوسیدونکو وو، چې خپلو اصلي سیمو ته ستانه کړای شوي دي.
د پاکستان حکومت دا بندیان په داسې حال کې راخوشي کوي چې دې هېواد د بې اسناده افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ د بل هر وخت پرتله جدي کړې ده.
طالبانو له افغان سوداګرو څخه راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې په برخه کې له افغان سوادګرو د مرستې غوښتنه کړې ده.
دغه وزارت پرون په کابل کې راستنو شویو کډوالو ته د کارموندنې په غونډه کې پر افغان سوداګرو غږ کړی چې د هېواد دننه پانګونه وکړي، څو خلکو ته د کار زمینه برابره شي.
د دغه وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي ویلي، "افغان سوداګر دې د ترکیې او نورو هېوادونو پر ځای افغانستان کې پانګونه وکړي، څو له خپلو تولیداتو او صنعت مو ملاتړ وشي".
د طالبانو حکومت راستنو شویو کډوالو ته د کار موندنې دا غونډه په داسې حال کې جوړوي چې په میلیونو کډوالو په وروستیو څو میاشتو کې له ایران او پاکستانه بیرته افغانستان ته راستانه شوي دي.
دغه کډوال انديښمن دي او وايي، افغانستان کې د کار فرصتونه نشته.
د کډوالو له راستنیدو وړاندې ډیر شمیر ځوانانو د بې کارۍ له وجې د ایران او پاکستان په ګډون یو شمیر اروپايي او نورو هېوادونو ته کډوال شوي وو.
خیبرپښتونخوا کې سیلابونو ۱۳کسان مړه کړي

په خیبرپښتونخوا کې د سیلابونو له کبله ۱۳ کسان مړه شوي دي.
په خیبرپښتونخوا کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، په مړه شوو کسانو کې نهه ماشومان، درې ښځي او یو سړی شامل دي.
د دغې ادارې په خبره، د سیلابونو له کبله درې نور کسان ټپیان شوي او په زرهاوو کرنیزې ځمکې او کورونه يې ویجاړ کړي دي.
د سیلابونو له کبله دا مرګژوبله په داسې حال کې ده چې نن پنجشنبې د خیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې د وروښتونو او له کبله يې د سیلابونو د راوتو وړاندوینه شوې ده.
د بشري مرستو څه باندې سلو سازمانونو په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی

د بشري مرستو څه باندې سلو سازمانونو په غزه کې د پراخې قحطۍ خبرداری ورکړی دی.
د بشري مرستو د رسونو ۱۱۱سازمانونو له هغې ډلې د بې پولې ډاکټرانو سازمان پرون چهارشنبې خبرداری ورکړی چې په غزه کې د "دوی د کارکوونکو په ګډون خلک د مرګ په حال کې دي".
دغو ادارو په غزه کې د عاجل اوربند غوښتنه کړې او پر ښکیلو خواوو يې غږ کړی چې د ملګرو ملتونو په استازیتوب د بشري مرستو رسونو سازمانونو ته د مرستو د رسولو اجازه ورکړي.
د اسراییلو حکومت په وروستیو کې په غزه کې د پراخې قطحۍ او لوږې له کبله له فشارونو سره مخامخ دی.
غزه چې د څه باندې دوو میلیونو فلسطینیانو کور دی، په تیرو ۲۱میاشتو کې د جګړې سربیره له سختې قطحۍ سره مخ ده، او د خوارکي توکو د ویش پرمهال په کې په زرهاوو کسان د اسراییلو د سرتیرو په ډزو کې وژل شوي دي.
په ایرلنډ کې وسله والو دوه کسان په ډزو وژلي دي

د ایرلنډ پولیس وايي، د پلازمینې بلفاست په جنوبي لویدیز مګ وایرزبریج سیمه کې وسله والو دوه کسان وژل په ډزو وژلي او دوه نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي، اوسمهال د عام خلکو لپاره کوم خطر نشته.
تراوسه د برید انګیزه روښانه نه ده.