د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۱۱

ښځې

فرزام: د معافیت فرهنګ د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د معافیت فرهنګ د دې لامل شوی چې لاهم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی دوام ومومي.

د بشري حقونو د ساحوي دفتر مشر عبدالاحد فرزام نن ازادي راډیو ته وویل چې د روان هجري لمریز کال په لومړیو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي شاوخوا دوه زره اووه سوه قضیې ثبت شوې دي.

دی وايي:

"د هغو شمېرو له مخې چې موږ یې لرو په تېرو اتو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې ۲۶۲۱ قضیې ثبت شوې دي."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې همدا اوس د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي شپاړس ورځنی کمپاین دوام لري.

په ورته وخت کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې دا ډول کمپاینونه ګټور بولي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

یوناما په کابل کې د حجاب په نوم د ښځو پر نیولو اندېښنه وښوده

ملګرو ملتونو په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د حکومت له لوري د حجاب د سرغړونې په تور د یو شمېر ښځو په نیولو اندېښنه ښکاره کړه.

طالب چارواکو دا ډول نیونې رد کړي دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت پرون (دوشنبې)(UNAMA) وویل: «موږ د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې پورې د ګڼو ښځو او نجونو د نیول کېدو له امله اندېښمن یوو،»

یوناما په خپله ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې لیکلي: «دا پېښې ښځې او نجونې له ټولنې نورې هم ګوښه کوي، د وېرې فضا ته وده ورکوي، او د ولس باور کموي.» ادارې زیاته کړې چې په دې تړاو یې له چارواکو سره تماس نیولی دی.

تېره اوونۍ یوه عیني شاهد فرانس پریس خبري آژانس ته ویلي و چې د کابل په مرکز کې یې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کسان په داسي حال کې ولیدل چې «دوو ښځو ته یې وویل چې له دوی سره موټر ته وخېژي.»

افغان ښځو ولې چادرې په سر کړو په نوم کمپاین پیل کړی

پر ټولنیزو رسنیو په ځانګړې توګه پر انسټاګرام د Woman Post په نوم د ښځو له خوا "ولې باید چادري په سر کړو، موږ قوي ښځې یو" کمپاین پیل شوی چې په زرهاوو ښځې ورسره یو ځای شوي دي.

له دغه اعتراضي کمپاین سره په تیرو ۲۴ساعتونو کې څه باندې ۳۰ زره ښځې له هغې ډلې د افغانستان نوموتې سندغاړې، لوبغاړې او هنرمندانې یو ځای شوي دي.

د دغې کمپاین یوې غړې او د ښځو د حقونو فعالې وږمې توخي ازادي راډیو ته وویل، "طالبانو افغانې ښځې مجبوره کړې چې چادري واغوندي او تر شا يې پټې شي، خو موږ داسې نه یو، موږ ازاده او پرمختللې ښځې یو".

په دغه کمپاین کې افغانې ښځې او نجونې د چادري له عکس سره خپلې اصلي انځورونه یو ځای کوي.

دغه کمپاین وړمه ورځ پیل شوی دی.

اوتونبایوا: په افغانستان کې د بې سوادۍ کچه د نړۍ تر ټولو هیوادونو لوړه ده

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا، په دغه هېواد کې د سواد د کچې پر ټیټوالي ژوره اندېښنه څرګنده کړه، ویې ویل چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د نالوستو وګړو شمېر پکې تر ټولو زیات دی.

نوموړې دا څرګندونې د دوشنبې په ورځ د کابل د کتاب فیستوال د پرانیستې په مراسمو کې وکړې. هغې وویل چې یوازې ۵۰ سلنه افغان نارینه او شاوخوا ۲۰ سلنه افغان ښځې لوستلی او لیکلی شي.

اوتونبایوا له پانګه‌والو او سوداګرو وغوښتل چې د سواد د پراختیا، او د کتابونو د چاپ او خپرولو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

له بلې خوا، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال، حیات‌الله مهاجر فراهي، وویل چې د دوی حکومت د مطالعې کلتور ته د ودې ورکولو هڅې پیل کړې دي.

فراهي همداراز وویل چې د دوی د مشر په سپارښتنه کتابونه له مالیې معاف شوي دي.

د اکثرو کتاب خپرندویو ټولنو مسوولان وايي چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو وروسته د کتابونو د چاپ او پلور بازار سوړ شوی دی.

په کابل کې د کتاب فیستوال، چې پرون پرانیستل شو، نن هم دوام لري.

ملګري ملتونه او پاملرنه: د طالبانو محدودیتونو د افغان ښځو ستونزې لا ډېرې کړې

ملګرو ملتونو او پاملرنې نړیوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د سرطان ۱۲مه) په یوه ګډ راپور کې ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنسیتي نابرابرۍ او محدودیتونو له امله، د هغوی زیانګالۍ زیاتې شوې دي.

دغه راپور چې د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې له شاوخوا ۲۰ زرو ښځو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی، وایي چې د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال راهیسې داسې سخت او محدودونکي اقدامات کړي چې له امله یې د ښځو او نجونو حقونه او ازادۍ په پراخه کچه محدودې شوې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د «محرم اجباري ملتیا» او د ښځو پر جامو محدودیتونو د هغوی عامه ژوند کې د ګډون وړتیا خورا کمه کړې ده.

دغه راز، په نادولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو د کار پر بندیز نیوکه شوې او ویل شوي چې دغه محدودیت د ښځو او نجونو روغتیايي، تعلیمي، تغذیې او نورو بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی کم کړی او د ټولنې ته په سم او عادلانه بڼه ورکولو کې یې د ښځو رول له منځه وړی دی.

راپور دا هم ویلي چې د مرستو د ترلاسه کولو لپاره د ۷۰ سلنه زیاتو ښځو د لاسرسي ستونزې یادې کړې، چې اصلي لامل یې د ښځینه مرستندویانو نشتوالی او فرهنګي محدودیتونه دي.

د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: طالبانو له خلکو د نوي کال د لمانځلو خوشالي اخیستې ده

د نوي کال په ورځ افغانان اټونه کوي او په ځانګړو مراسمو دا جشن لمانځي
د نوي کال په ورځ افغانان اټونه کوي او په ځانګړو مراسمو دا جشن لمانځي

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د طالبانو له لورې په نوروز او له شپږم ټولګي ور پورته د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه په یوه بیان کې ویلي، افغانستان ته نوی کال له خوښیو پرته په غم رارسیدلی دی.

په دې بیان کې راغلې، لکه څرنګه چې طالبانو ښځې او ازادۍ زنداني کړې دي، نوروز یې هم بند کړی دی.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې له نړیوالو غوښتې دي چې د ښځو د حقونو د ځپلو په تړاو غلي پاتې نه شي.

نن په افغانستان کې د نوروز لومړۍ ورځ ده.

طالبانو د څلورم کال لپاره له شپږم ټولګیو پورته ښوونځیو ته نجونې له تګه محرومې کړې

نن د افغانستان په سړو سیمو او ولایتونو کې د نوي تعلیمي کال لومړۍ ورځ ده.

د طالبانو پوهنې وزارت په خپله اعلامیه کې ویلي دي چې د سهار اته نیمې بجې به په کابل کې د اماني لیسې په تالار کې ځانګړي مراسم ترسره شي. خو په دې اعلامیه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې تر شپږم ټولګي ورپورته به د نجونو ښوونځي پرانیستل کیږي.

دا څلورم تعلیمي کال دی چې نجونې له شپږم ټولګي ورپورته ښوونځيو ته نه ځي

طالبانو چې د دوه زره یو ویشتم کال په اګست میاشت کې کابل ونیو، ژمنه یې کړې وه چې د ټولو نجونو لپاره به ښوونځي پرانیستې وي.

خو د دوه زره دوه ویشتم کال د مارچ په درویشتمه چې هغه وخت نوی ښوونیز کال پیلیده، دوی تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راوګرځولې او اعلان یې وکړ چې تر ثاني امر پورې به دا مکتبونه بند وي.

خو د پوهنتونو دروازې تر دې امر وروسته نهه میاشتې پرانیستې وې او بیا یې د دوه زره دوه ویشتم کال د ډسمبر په میاشت کې اعلان وکړ چې د ښځینه زده کوونکو پرمخ دې ټول دولتي او خصوصي پوهنتونونه تر ثاني امر پورې بند شي.

د طالبانو د دې بندیزو په غبرګون کې ملګرو ملتو، نړیوالو، مرستندویانو، اسلامي سازمان او د بشري حقونو ګڼو موسسو بیا بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو مکتبونه پرانیزي خو دوی له خپلې پریکړې په شا نه شول او ټینګار کوي چې دا د افغانستان داخلي مساله ده.

ایا د نجونو پر زده کړو د بندیز زیان جبرانېدای شي؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:56 0:00

د ښځو د حقونو یوشمیر فعالانې په دې نظر دي چې د زده کړو لپاره د دوی مبارزې د طالبانو رژیم له ننګونې سره مخامخ کړی دی، له دې ډلې وږمې توخي ازادي راډيو ته وویل:

« همدغه د ښځو مبارزه ده چې طالبانو تر اوسه په رسمیت نه دې پیژندل شوي، ځکه چې طالبان په دې هڅه کې دي چې دوی په رسمیت وپیژندل شي. همدغه دوه زره یو ویشت څخه وروسته د ښځو پراخه مبارزه له هیواده بهر او د افغانستان دننه د دوی رژیم بیخي چلنج کړی»

د نړۍ یوشمیر هیوادونو هم دا خبره کړې ده چې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پیژندلو په لاره کې یو اساسي خنډ له بشري حقونو څخه په ځانګړي ډول د ښځو له حقونو څخه سرغړونې دي.

خو د دې په ځای چې په دې برخه کې د طالبانو دریځ نرم شي، د دوی دریځ سخته شوی دی. د دوه زره درویشتم کال د جولای په میاشت کې ملګرو ملتو راپور ورکړ چې په ځینو سیمو کې د ښځو پر روغتیایي کارونو بندیزونه زیات شوې دي. د ملګرو ملتو له دې نیوکو څو میاشتې وروسته طالبانو ښځې او نجونې له روغتیایي زده کړو هم محرومې کړې.

د طالبانو د پوهنې وزارت په اعلامیه کې نن د وري لومړۍ ورځ یاده شوې ده خو د دوی د کار او ټولنیزو چارو وزارت چې کومه خبرتیا په خپله ایکسپاڼه کې خپره کړې ده د جمعې ورځ د څوارلس سوه څلورم لمریز کال اوله ورځ اعلان شوې ده.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمني مخکې د وري دریمه په سړو سیمو کې د نوي تعلیمي کال ورځ وه، خو طالبان د دې لپاره چې د نوروز جشن حرام ګڼي په دې ورځ نوی تعلیمي کال پیلوي.

یوناما: طالبان دې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي

ملګرو ملتونو د مارچ د اتمې، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې د ښځو او نجونو پر اساسي حقونو لګول شوي بندیزونه لرې کړي.

په دې اړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او د یوناما مشرې، روزا اوتنبایوا، ویلي:

"ملګري ملتونه له افغان ښځو او نجونو سره خپل بشپړ پیوستون ښکاره کوي او له ټولنیز ژوند څخه د دوی تدریجي ایستل غندي."

په داسې حال کې چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت هیڅ رسمي اعلامیه نه ده خپره شوې، د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ایکس/ پخواني ټویټر په یوه پوسټ کې ادعا کړې:

"د اسلامي قانون او د افغاني ټولنې له کلتور او دودونو سره سم، د افغان ښځو اساسي حقونه خوندي دي."

ملګرو ملتونو په خپل بیان کې د نړۍ له ټولو هیوادونو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو د غږ پورته کولو، د دوی د مقاومت، مشرتابه، او راتلونکې لپاره پانګونه وکړي او عملي ګامونه واخلي.

د نړیوالې ټولنې فشار سره سره، طالبان لا هم پر خپل دریځ ولاړ دي او تر دې دمه یې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو د نرمولو کومه نښه نه ده ښکاره کړې.

د ملګروملتونو د وګړو صندوق، موثرو مرستو ته د افغان مېرمنو د نه لاسرسي له پلوه اندېښنه لري

یوه ناروغه افغانه مېرمن په یوه روغتون کې (آرشیف)
یوه ناروغه افغانه مېرمن په یوه روغتون کې (آرشیف)

د ملګروملتونو د وګړو صندوق UNFPA خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې ښځې، خوندي او اغېزمنو صحي خدماتو ته د نه لاسرسي له کبله له زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ دي.

د ملګروملتونو دې اړوندې ادارې پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیويي پیغام کې د افغان ښځو لپاره د خوندي او موثرو روغتیايي خدماتو پر نه شتون اندېښنه ښودلې ده. په ویډیو کې د ننګرهار ولایت له یوشمېر ښځو سره چې روغتيايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له ننګونو سره مخامخ دي خبرې شوي.

UNFPA په افغانستان کې ښځو ته د خوندي روغتیايي مرکزونو په برخه کې د پانګونو پر اړتیا ټینګار کړی.

د ناروې د کډوالو شورا: افغانستان ته د مرستو کمېدا تر ټولو ډېر افغان ښځې اغېزمنوي

د یوې مخکښې مرستندویې ادارې مشر خبرداری ورکړ چې افغانستان ته د مرستو کمېدا د دغه هېواد د ښځو لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی.

د ناروې د کډوالو د نړیواله شورا عمومي منشي یان ایګلینډ وویل، د افغانستان لپاره د حکومتي ادارو او بشري مرستو د مالي ملاتړ کمېدا تر ټولو زیات ښځې او نجونې اغېزمنوي.

د ناروې د کډوالو نړیوالې شورا تېر کال له څه باندې ۲۱۶ زره افغانانو سره مرسته کړې، چې نیمایي یې ښځې وې.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته میلیونونه افغانان بېوزله شوي او له لوږې سره مخامخ شوي ځکه چې بهرنۍ مرستې په یو وار بندې شوې.

د اسټراليا سفيرې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له استازې سره د افغان نجونو په اړه خبرې کړي

يوشمېر نجونې زده‌کوونکې
يوشمېر نجونې زده‌کوونکې

د جنسیتي برابرۍ لپاره د استرالیا سفیرې سټیفني کوپس کمپبل، د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ښځو له چارواکو سره په کتنه کې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او ماشومانو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت پرون (دوشنبې) په ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې، د ملګروملتونو د استازو او اغلې کوپس خبرې د افغانستان د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د بشري حقونو او بشري ستونزو پر حل متمرکزې و.

په یوه جلا غونډه کې چې د افغانستان لپاره د استرالیا سفارت له لوري جوړه شوې وه، کمپبل له افغان محصلانو سره د جنسیتي برابرۍ، تعلیم او د ځوانانو لپاره د فرصتونو د زیاتولو په اړه خبرې وکړې او د افغانانو د راتلونکي نسل د ځواکمنولو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

تر دې مخکې د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پیني وانګ، په طبي انستیتیتونو کې د نجونو پر زده‌کړه د طالبانو د بندیز وروستۍ پرېکړه وغندله او ویې ویل چې، دا د افغان ښځو لپاره پاتې تعلیمي او کاري فرصتونه له‌منځه وړي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG