د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشيدي وايي، د ټاکنو دواړو کمېسیونونو لپاره ګومارنه د یوه سیاسي مصلحت پر بنسټ شوې او د حکومت مشرانو ته په لېږل شوي لېست کې نور وړ نوماندان هم موجود وو.
ښاغلی رشيدي وايي چې که څه هم د کمېشنرانو په ګومارنه کې سیاسي مصلحتونه په پام کې نیول شوی خو بیا هم ټاکل شوي اشخاص د کومې ډلې پورې نهدي تړلي.
نوموړی وايي چې په لېږل شوي لېست کې نور وړ نوماندان هم موجود وو چې د ټاکنو په برخه کې یې ځانګړې تجربه لرله.
له ښاغلي یوسف رشيدي سره زموږ همکار محبوب شاه محبوب مرکه کړې ده، دا خپرونه دلته اورېدلی شئ: