د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

افغانستان

قدیر: حکومت باید له ولسي جرګې سره یوځای کار وکړي

د افغانستان د ولسي جرګې لومړی مرستیال له حکومته غواړي چې له دې جرګې سره له تقابله لاس واخلي.

ظاهرقدیر نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې ولسي جرګې د کومې کینې له مخې وزیران نه دي استیضاح کړي بلکې دا واک قانون ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه:

"له افغان حکومت غواړو چې د تقابل پر ځای باید یو ځای کار وکړو، ولسي جرګه هیڅکله د دوو قواوو تر منځ ټکر نه رامنځته کوي، خو د خپلو بیوزلو خلکو له حقه تر مرګه دفاع کوو."

ښاغلي قدیر همداراز خبرداری ورکړ که حکومت نوي کاندید وزیران ور معرفي نه کړي د قانون له مخې به بودجه تصویب نه کړي.

اخوا جمهوري ریاست وايي، حکومت له ولسي جرګې سره هیڅ ډول ټکر نه دی کړی بلکې د درې ګونو قواوو تر منځ یې د همکاریو د لا زیاتیدو هڅه کړې ده.

د افغانستان ولسي جرګې په تېرو دوو اونیو کې د بهرنیو چارو د وزیر په شمول اوو وزیران د استیضاح په نتیجه کې سلب صلاحیت کړل.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

طالبانو په يوشمېر ولايتونو کې محلي ښوونځي تړلي

د يو محلي ښوونځي انځور
د يو محلي ښوونځي انځور

راپورونه وايي چې، طالبانو د هېواد په ځینو ولایتونو کې هغه سیمه‌يیز ښوونځي بند کړي دي، چې د نړیوالو مؤسسو په مرسته یې فعالیت کاوه.

سرچینې وايي، په کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو کې دا سیمه‌يیز ښوونځي د طالبانو د حکومت د پوهنې د وزارت د امر پر اساس تړل شوي دي.

یونېسف، اروپايي ټولنې، د ناروې د کډوالو شورا، نړیوال بانک او یوشمېر نورو نړیوالو مؤسسو د دې ولایتونو په لیرې پرتو سیمو کې سلګونه سیمه‌يیز ښوونځي تمویلول.

د طالبانو چارواکو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

طالبانو مخکې له‌‌دې هم په کندهار کې یوشمېر سیمه‌يیز ښوونځي چې نړیوالو مؤسسو تمویلول، بند کړي وو.

د بشري حقونو د څار سازمان: له افغان ښځو سره روان تشدد تنظيم شوی او سيستماتيک دی

کابل کې طالبان عسکر
کابل کې طالبان عسکر

د بشري حقونو د څار سازمان (هیومن‌رایټس‌‌‌واچ) وايي، په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره روان تشدد تنظیم شوی او سیسټماتیک دی.

په یوه راپور کې چې پرون د دې سازمان پر وېب‌پاڼه خپور شو راغلي دي چې، د طالبانو په واکمنۍ کې د افغان نجونو او ښځو کړاو لاهم د نړیوالو پاملرنې ته اړتیا لري.

په راپور کې یادونه شوې چې طالبان نارینه هم مجبوروي چې د ښځو په برخه کې د طالبانو اوامر پرځای کړي او د مثال په توګه یادونه شوې چې که یوه ښځه د طالبانو پر ضد اعتراض وکړي یا یې جامې له ټاکلو معیارونو سره سمون ونه‌‌‌لري، نو د هغوی نارینه خپلوانو ته سزا ورکول کېږي.

طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته په تېرو درېیو کلونو کې پر نجونو او ښځو محدودیتونه په تدریجي ډول سخت کړي چې دا کار یې د نړیوالو له سختو انتقادونو سره مخ شوی دی.

له افغانستانه د وروستي وتلي امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو ارتقاع ځنډول شوې

له افغانستانه وروستی وتلی امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو
له افغانستانه وروستی وتلی امریکايي جنرال کریستوفر دوناهو

جنرال کریستوفر دوناهو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې وروستی امریکايي پوځي وو چې، الوتکې ته وخوت او په‌‌‌دې ترتیب په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو څه باندې شل کلن حضور رسماً پای ته ورسېد.

رویټرز ته پرون د امریکا دفاع وزارت ویاندې سبرینا سنګ ویلي، د جنرال دوناهو د ارتقاع د ځنډېدو په مسئله باندې خبر دي.

د راپورونو له‌‌مخې د امریکا جمهوريپاله سناتور مارکوین لیون د جنرال کریستوفر ارتقاع ځنډولې.

جنرال کریستوفر تورن جنرال دی او د امریکا ولسمشر جوبایدن وړاندیز کړی چې ستر جنرالۍ یا څلور ستوریز جنرال ته ارتقاع وکړي او اروپا او ختیځه افریقا کې د امریکا د پوځ قومانده په لاس کې واخلي.

د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ او متحدینو یې له افغانستانه د امریکا د پوځ د وتلو په پروسې کلکې نیوکې کړي او ژمنه یې کړې چې د دې پېښې عاملین به تعقیب کړي او منفک کړي.

د طالبانو د پوهنې وزير: تر شپږم ټولګي مو د نوي تعليمي نصاب کار بشپړ کړی

د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا
د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب‌الله اغا

د طالبانو د پوهنې وزیر پرون په خوست ولایت کې وویل چې، وزارت یې تر شپږم ټولګي پورې د نوي تعلیمي نصاب کار بشپړ کړی دی.

مولوي حبیب‌الله اغا چې د زده‌کوونکو د کلنیو ازموینو د بهیر د کتلو لپاره خوست ته تللی و، د نوي او پخواني تعلیمي نصاب د توپیر په اړه وویل، په نوي کې دیني برخه بډایه شوې او د تاریخ په کتابونو کې د نړیوالو شخصیتونو پر ځای د افغان اتلانو پېژندنې ته پام زیات شوی دی.

تر دې مخکې ځینو سرچینو ویلي و چې، طالبانو په نوي نصاب کې د افغانستان د تاریخ د ځینو مشاهیرو لکه غازي امان‌الله خان په اړه معلومات حذف کړي او په نصاب کې یې دیني برخه دومره زیاته کړې چې د مدرسې او ښوونځي توپیر په ګرانه شي.

خو د طالبانو د پوهنې وزیر په‌دې اړه ډېر جزیات څرګند نه‌کړل.

کرکټ؛ نن د افغانستان او پاکستان د نولس‌کلنو ځوانانو لوبډلو ترمنځ پای‌لوبه کېږي

کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلن ځوانانو لوبډله.
کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلن ځوانانو لوبډله.

د افغانستان، او پاکستان د کرکټ د نولس‌کلنو لوبډلې نن (سه‌شنبې) د درې هېوادیزو سیالیو په پای‌لوبه کې مخامخ کېږي.

افغانستان په‌‌دې درې اړخیزو سیالیو کې درې سیالۍ وګټلې او یوه یې وبایلله، پاکستان هم درې وګټلې او یوه وبایلله.

له بلې خوا د هند د غوره لیګ یا آی‌‌‌پي‌‌‌ایل لپاره د لوبغاړو د مزایده په دوام کې پرون درې نور افغان لوبغاړي؛ الله محمد غضنفر، فضل‌‌‌حق فاروقي او عظمت‌‌الله عمرزی واخیستل شول.

عمرزی په ۲ کروړه او ۴۰ لکه هندي روپیو د پنجاب کینګز لوبډلې، غضنفر مومبي انډیزنز لوبډلې په ۴ کروړه او ۸۰ لکه او فاروقي په دوه کروړه روپیو راجستان رایلز لوبډلې واخیست.

تر دې یوه ورځ وړاندې رحمن‌الله ګوربز د کلکته‌‌نایټ رایډرز او نوراحمد د چینای سوپرکینګز لوبډلو له لوري اخیستل شوي وو.

راشدخان بیا له وړاندې د ګوجرات ټایټنز لوبډلې له ځان سره ساتلی دی.

د ویلو ده چې د آی‌پي‌‌ايل د بولۍ لپاره سږکال ۱۸ افغان لوبغاړي شارټ لېست شوي دي، خو تر دې دمه ۸ لوبغاړي بولۍ ته وړاندې شوي دي.

ټاکل شوې نن د اتلانو جام افغانستان ته يووړل شي

د اتلانو چمپینزټراپي جام.
د اتلانو چمپینزټراپي جام.

ټاکل شوې ده چې د اتلانو جام (چمپینزټراپي) نن (سه‌شنبې) افغانستان ته یووړل شي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون په‌‌دې اړه وویل چې، دا جام به لومړی د کرکټ بورډ په اداره کې د کرکټ د پخوانیو مخکښو لوبغاړو په حضور کې نندارې ته کېښودل شي او بیا به د افغانستان نورو تاریخي سیمو ته د نندارې لپاره ولېږدول شي.

کرکټ بورډ نه‌دي ويلي چې دا ټراپي به د افغانستان په کومو تاریخي سیمو او ولایتونو کې نندارې ته کېښودل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل د اتلانو جام سیالیو ته لار موندلې ده او په پلان کې ده چې دغه جام د نوي ۲۰۲۵ م کال په فبرورۍ میاشت کې په پاکستان کې پیل شي.

که څه هم د هندوستان او پاکستان د خپل‌منځي جنجالونه له امله لا هم د چمپینز ټراپۍ بشپړ مهال‌وېش نه‌دی اعلان شوی، خو افغانستان به په خپل ګروپ کې له جنوبي افریقا، اسټرالیا او انګلستان سره سیالۍ وکړي.

د ویلو ده چې یاده ټراپي په لومړي ځل په پاکستان کې نندارې ته وړاندې شوه او تر افغانستان وروسته به بنګله‌‌دېش، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلستان اوهندوستان ته هم د نندارې لپاره سفرونه وکړي.

راتلونکې اوونۍ ايران کې د ايکو سازمان د غړو هېوادونو غونډه جوړيږي

د ایکو سازمان د غړو هېوادونو يوه مخکېنۍ غونډه
د ایکو سازمان د غړو هېوادونو يوه مخکېنۍ غونډه

ایران وايي، راتلونکې اوونۍ به د افغانستان په شمول د ایکو د لسو غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وياند اسماعیل بقايي (د دوشنبې په ورځ) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې، د ایکو د اقتصادي همکارۍ سازمان (ECO)د بهرنیو چارو وزیرانو ۲۸مه غونډه به په مشهد ښار کې جوړه شي.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې، د ایکو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران، جګپوړي چارواکي، د سیمه‌ییزو سازمانونو مشران او د څو اړخیزو اقتصادي بنسټونو سرمنشيان به په‌‌دې غونډه کې ګډون وکړي.

بقایي د ایکو سازمان د اهمیت د یادونې په ترڅ کې ویلي: "د دې سازمان لومړنی هدف د سیمې اقتصادي پرمختګ ته وده ورکول دي."

حکمت خليل کرزي او د يوشمېر هېوادونو استازو د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي

حکمت خليل کرزی
حکمت خليل کرزی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال حکمت خلیل کرزی وايي، په دوحه کې یې د څو هېوادونو له استازو سره په کتنه کې له افغانستان سره د دوامداره تعامل د امکاناتو په اړه خبرې کړي دي.

حکمت خلیل کرزي پرون (دوشنبې) پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، د بریتانیا د سفیر په کوربه‌توب په‌‌دې کتنه کې د بریتانیا، امریکا، جرمني، ایټالیا، هالنډ او فنلنډ استازو ګډون کړی و.

حکمت خلیل کرزي تر دې وړاندې په استانبول کې له یوشمېر نورو افغان سیاستوالو سره د افغانستان د وضعیت په اړه سلامشورې کړې وې.

آی‌پي‌ایل؛ فضل‌حق فاروقي په دوه کروړه د راجستان رویلز لوبډلې واخیست

افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي
افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي

د هندوستان غوره لیګ یا ای پي ایل د ۲۰۲۵م کال د سیالیو لپاره فضل حق فاروقي د راجستان راویلز لوبډلې له لوري په دوه کروړه هندي روپیو واخیستل شو.

دا په روانه بولۍ کې پنځم افغان لوبغاړی دی چې اخستل کېږي.

د فاروقي لپاره د پیل بیه دوه کروړه ټاکل شوې وه چې په هماغه بیې راجستان واخیست او بلې لوبډلې پرې بولي ونه کړه.

د نن ورځې په بولۍ کې یوازې دوه افغان لوبغاړي مجیب‌الرحمن او نوین الحق هېڅ لوبډلې ونه پېرل.

د ویلو ده چې دغه بولي لا هم روانه ده او ګڼ شمېر نور افغان لوبغاړي لا بولۍ ته نه دي وړاندې شوي.

د روسیې د امنیت شورا منشي په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو
د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو

د روسیې د امنیت شورا منشي سرګي شویګو نن دوشنبه په کابل کې له طالب چارواکو سره وکتل.

د طالبانو حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې شویګو په سپېدار ماڼۍ کې د طالبانو د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او د مسکو او کابل ترمنځ د اړیکو پر پراختیا یې ټینګار وکړ او ویلي یې دي چې هېواد یې چمتو دی په بېلابېلو برخو کې له دې جملې رېل پټلۍ، ټرانسپورټ، صنعت، کرنې، برښنا او کانونو په ګډون بنسټیزې پروژې پیل کړي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي چې د طالبانو حکومت غواړي په سیمه‌ییزو فارمټونو کې معناداره حضور ولري.

هغه دا هم وویل چې د طالبانو حکومت به چا ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي.

باخبرو سرچینو د ازادۍ راډیو د تاجکستان څانګې ته وویل، د تاجکستان په یوه سرحدي سیمه کې پر چینايي وګړو د اکتوبر د ۲۷مې نېټې حمله له افغانستان څخه شوې وه.

په هغه حمله کې یو چینایي وګړی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي وو.

شویګو او ورسره مله پلاوي د طالبانو د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره هم وکتل.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون په کابل کې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره وکتل.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول پر اقتصادي همکاریو، پانګونې او ټرانزیټ خبرې وشوې.

تر دې مخکې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ د شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو له ځینو چارواکو سره وکتل.

روسیه او چین د هغو څو هېوادونو په ډله کې دي چې د طالبانو له حکومت سره نږدې اړیکې لري او د دې ډلې ډیپلوماتان یې منلي دي.

مسکو په وروستیو کلونو کې د افغانستان په اړه د څو غونډو کوربه توب کړی دی.

د مسکو فارمټ شپږمه غونډه د روان کال په تلې یا میزان میاشت کې د روسیې، ایران، پاکستان، چین، هند، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان او طالبانو د استازو په ګډون جوړه شوې وه.

د دې فارمټ په خبرپاڼه کې پر طالبانو غږ شوی و چې د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG