افغانستان
پسرلی: اقینې بندر کې د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړېږي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونه وايي، د روانې نومبر میاشتې په اته ویشتمه به په اقینه کې د افغانستان د کورنیو تولیداتو یو ګډ نندارتون پرانیستل شي.
د یادې خونې ویاند صیام الدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل، دغه نندارتون چې درې ورځې به دوام وکړي، هدف یې کورنیو تولیداتو ته بازارموندنه او وده ورکول دي.
ښاغلي پسرلي زیاته کړه، د افغاني تولیداتو دغه نندارتون به په اقینه کې د لاجوردو پر لاره د اوسپنې پټلۍ د پرانیستې سره سم جوړ شي چې په خبره یې د افغان چارواکو او سوداګرو تر څنګ به د قزاقستان چارواکي او سوداګر هم په کې ګډون وکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه: سږکال افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه زيات شوی
د ملګروملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه زیات شوی دی.
دې ادارې نن چهارشنبې پر خپلې وېبپاڼې په یو بیان کې ویلي، د دوی د سروې لهمخې سږکال په افغانستان کې پر نژدې ۱۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
ملګري ملتونه په افغانستان کې د کوکنار د کښت د زیاتېدو خبره پهداسې حال کې کوي، چې طالبانو د کوکنارو پر کښت بندیز لګولی او د راپورونو پر بنسټ تېر کال د کوکنارو په کښت کې ۹۵سلنه کمولی راغلی و.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ملګروملتونو د دې نوي سروې په اړه څه نهدي ویلي.
د ملګروملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې د ادارې سروې ښيي چې سږکال د کوکنارو د کر مرکز د افغانستان جنوب لوېديځ ولایتونه دي.
کرکټ؛ افغانستان بنګلهدېش ته د ۲۳۵ منډو هدف ورکړ
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د پیل شوې لومړۍ لوبې لومړۍ پاڼۍ بشپړه شوه او افغان لوبډلې ۲۳۴ منډې وکړې.
دغه سیالي چې د عربي متحده اماراتو د شارجې په لوبغالي کې روانه ده، افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
پهدې سیالۍ کې د بنګلهدېش توپ اچونکو په پیلیزو اورونو کې ښه لوبه وکړه او ډېر ژر یې ۵ افغان توپوهونکو وسوځول، خو لوبډلمشر حشمتالله شهیدي او محمدنبي تر سلو منډو اوږده ملګرتیا وکړه او هدف یې ۲۳۵ ته ورساوه.
محمدنبي په ۷۹ توپونو ۸۴، حشمتالله شهیدي په ۹۲ توپونو ۵۲ او ننګیالي خروټي ۲۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
افغانستان ونهکړای شول چې پنځوس اورونه پوره ولوبوي، ټوله لوبډله یې په ۴۹.۳ اورونو کې وسوځېده.
د بنګلهدېش په توپ اچونکو کې مستفیظالرحمن او تسکین احمد څلورـ څلور افغان لوبغاړي وسوځول.
بنګلهدېش به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.
طالبانو په پروان، جوزجان او ننګرها کې يوشمېر کسان په دُرو وهلي
د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په حکم په پروان، جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې د ښځو په شمول څو تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، په جوزجان ولایت کې د ابتدایې محکمې د پرېکړې لهمخې نهه کسان د شرابو پلورلو په جرم تورن شوي او هر یو په عام محضر کې له ۲۵ تر ۳۹ دُرو وهلو محکوم شوي.
په یادو کسانو کې د دېرشو کلونو څخه د کمعمره څلور ښځو یادونه هم شوې ده.
په ورته وخت کې د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې هم دوه تنه د یوی ښځې په ګډون د زنا په تور هر یو درې-درې کاله حبس او نهه دېرش دُرو محکوم شوي دي.
د ننګرهار ولایت ده بالا ولسوالۍ کې هم نن د ابتدایه محکمې د پرېکړې لهمخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
طالبانو په وروستیو کې پر هغو کسانو چې د دوی عدلي او قضايي ادارې یې په بېلابېلو جرمونو تورنوي، په عام محضر کې د ډاول سزاګانو عملي کول زیات کړي دي.
د بشري حقونو نړیوالو ادارو پرلهپسې له طالبانو غوښتي چې، پر تورنو کسانو دې په عام محضر کې جسمي سزاګانې نه عملي کوي.
سبا پنجشنبه د افغانستان په يوشمېر ولايتونو کې د ورښتونو او توپانونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست وایي، سبا د لړم ۱۷مه نېټه په بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو کې د سختو بارانونو او په ځینو ځایونو کې د خاورو او دوړو د توپان د پېښېدو اټکل کېږي.
دې ادارې همدارنګه ویلي چې، په شمال ختیځو، مرکزي او لوېدیځو ولایتونو کې هم د سالنګونو په ګډون د تېزو بادونو د پېښېدو امکانات شته.
دا پهداسې حال کې ده چې پهدې وروستیو کې ورښتونو او ورسره سېلونو په افغانستان کې د لسګونو کسانو ژوند اخیستی او په اکثر ولایتونو کې یې مالي زیانونه اړولي دي.
د هوا په سړېدو سره لا هم د دې پېښو زیانمن خلک سرپناه له نشتون شکایت لري.
طالبانو له ايران او پاکستان د يوشمېر افغان کډوالو د بېرته ستنېدو خبر ورکړی
باختر خبری اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې پرون د تورخم له لارې ۲۱، د قندهار د سپینبولدک له لارې ۸، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۵۲ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۱۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
که څه هم په خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ستنې شوې دي، خو په پاکستان او ایران کې مېشتو یوشمېر افغان کډوالو ازادي راډیو ته ویلي چې، د کوربه هېوادونو د حکومتو له پرلهپسې فشار او ځورونو سره مخامخ دي.
دا کورنۍ پهداسې مهال افغانستان ته ستنیږي چې یوشمېر نور افغانان بیا د بېوزلۍ او په افغانستان کې د نجونو لپاره د ښوونځیو د نشتوالي له کبله په بېلابېلو قانوني او غیرې قانوني لارو له هېواده د وتلو هڅه کوي.
اوچا: د طالبانو لاسوهنې د بشري مرستو د رسولو چاره له ننګونو سره مخامخ کړې
د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي، د طالبانو لاسوهنې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو چاره ورځ تر بلې له ننګونو سره مخامخ کوي.
دې ادارې د جرمني خبري اژانس ته ویلي دي چې، د روان کال په سپټمبر کې د بشري مرستو رسوونکو ادارو د هغو ۱۷۳ مواردو راپور ورکړی، چې د مرستو د رسولو پر وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی او پهدې کې د اوچا په وینا د بشري فعالیتونو په چارو کې لاسوهنې، د مرستندویو ادارو پر تګ راتګ، کارکوونکو یا موادو محدودیتونه او د کارکوونکو پر وړاندې د تشدد موارد شامل دي.
د ملګروملتونو دا اړونده اداره زیاتوي، د مرسته رسوونکو شریکانو په چارو کې لاسوهنې تر ډېره په اداري او دفتري برخو کې دي.
اوچا وايي چې، د دې خنډونو په نتیجه کې مؤسسو د ۸۳پروژو چارې په موقتي ډول ځنډولي، د عملیات ځای یې بدل کړی او یا یې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.
د طالبانو حکومت د اوچا د دې څرګندونو په اړه تر اوسه څه نهدي ویلي، خو لهدې مخکې یې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بشري مرستو چاره دې نه سیاسي کوي.
کرکټ؛ نن افغانستان او بنګلهدېش د درې يو ورځنيو سياليو لومړۍ لوبه کوي
ټاکل شوې چې د افغانستان او بنګلهدېش د کرکټ ملي لوبډلې نن چهارشنبې د درې یو ورځنیو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کړي.
د افغانستان په کوربهتوب دغه سیالي به د کابل پر وخت د غرمې په دوه نیمو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیل شي.
په پام کې ده چې دواړه لوبډلې به دوهمه او درېیمه یو ورځنۍ سیالي د روانې نومبر میاشتې په نهمه، او یوولسمه ترسره کړي.
د افغانستان او بنګلهدېش ټیمونه پهداسې حال کې له یو بل سره یو ورځنۍ سیالۍ کوي، چې پهدې وروستیو کې د افغانستان الف یا ابدالیانو ټیم د اسیا د ایمرجنګ لوبډلو اتلولي وګټله او تر هغه مخکې د افغانستان ملي لوبډلې د جنوبي افریقا پیاوړي ټیم ته د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې ماتې ورکړه.
نن او سبا د افغانستان د يوشمېر سينديزو حوزو د اوبو د سطحې د لوړېدو اټکل شوی
له اټکلونو سره سم نن چهارشنبې او سبا پنجشنبې د افغانستان په یوشمېر سیندیزو حوزو کې د اوبو د سحطې د لوړېدو او ځینو ځایونو کې د سېلابونو د راوتو خطر شته.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د هواپېژندنې ادارې د وړاندوینې لهمخې پرون سهشنبه په یوه بیان کې هریرود، مرغاب او امو هغه سیندیزې حوزې یادې کړې، چې د نسبتاً سختو بارانونو په نتیجه کې د سېلونو د راوتلو احتمال پهکې زیات دی.
دغه وزارت د دې سیندیزو حوزو د سیمو او له اوسېدونکو غوښتي چې، د سېلونو خطرونو ته پام وکړي او هم د سېل د راوتلو په صورت کې شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.
د بیان لهمخې په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کې د سېلونو د راوتلو احتمال شته.
سږ کال په افغانستان کې د سېلونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.
کرن ډيکر: افغان خبريالان خلکو ته اطلاعات برابروي او مشران حساب ورکولو ته اړباسي
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدایالتونو شارژدافیره کرن ډیکر وایي، افغان خبریالان په نړۍ کې د افغانستان وګړو ته اطلاعات برابروي او مشران حساب ورکولو ته اړباسي.
مېرمن ډیکر دغه څرګندونې پرون سهشنبې پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې په یوه بیان کې کړې دي.
دغهراز نوموړې ويلي، معلوماتو ته د لاسرسي حق په نړیواله کچه یو منل شوی بشري حق دی او د ژوند په ټولو برخو کې د اګاهانه تصمیم نیونې لپاره اړین ګڼل کېږي.
د نوموړې په خبره خبریالان او د رسنیو کارکونکي باید خوندي وي او له غچ اخیستنې او ډار څخه پرته باید وکولای شې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د نومبر دوهمه په نړۍ کې د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې په توګه ولمانځل شوه.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت لهدې مخکې د تېرې یکشنبې په ورځ ویلي و چې، افغان خبریالان د حقیقت د لټون په لار کې ګواښل کېږي، له تاوتریخوالي او زور زیاتي سره مخامخ کېږي.
افغانستان د نړۍ یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پهکې خبریالان له ډېر بد حالت سره مخامخ دي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) په تازه شاخص کې ویل شوي، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې ۱۸ خبریالان وژل شوي، چې د اکثرو عاملان یې نه په نښه شوي او نه هم د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.
طالبانو په پکتيکا او تخار ولايتونو کې څلور کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي
د طالبانو ستره محکمه په پکتیکا او تخار ولایتونو کې ولایتونو پر څلورو کسانو د تعزیري سزا د عملي کېدو خبر ورکوي.
سترې محکمې پرون سهشنبې په یوه بیان کې وویل چې، د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د ابتدایه محکمې د پرېکړې لهمخې دوه کسان، چې پر لواطت تورن وو، هر یو په عام محضر کې په ۳۹ دُرو ووهل شول.
تورنو کسانو ته همدارنګه د یو کال او اتو میاشتو بند سزاوې هم ورکړل شوې دي.
تر دې مخکې پرون سهشنبې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې په عام محضر کې پر یوې ښځې او یوه سړي د نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې د ۳۹ دُرو سزاوې عملي شوې وې.
ورته تعزیري سزاګانې پهدې وروستیو کې د افغانستان په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم تطبیق شوې دي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په خپل وروستي راپور کې چې تېره پنجشنبې خپور شو ویلي، طالبانو د جولای له لومړۍ نېټې څخه د سپټمبر تر پایه پر ۹۵ نارینه، ۱۵ ښځو او یوې نجلۍ ۱۱۱ بدني مجازات تطبیق کړي.
ملګروملتونو او د بشري حقونو ډلو له طالبانو غوښتي چې، دغه ډول سزاګانې دې چې انساني کرامت ته سپکاوی بلل کېږي، ودروي.