خبرونه
افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس ټرمپ ته د بریا مبارکي وویله
افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس د افغان ولس او حکومت په استازولۍ د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ د بریا له امله هغه او د امریکا ملت ته مبارکي وویله.
له ارګ او سپېدار ماڼۍ څخه په خپرو شوو جلا اعلامیو کې راغلي افغانستان او د امریکا متحده ایالات دوه ستراتېژيک دوستان او ملاتړي دي.
اعلامیې زیاتوي له ترهګرۍ سره مبارزه او د سولې او ثبات لپاره هڅې د دواړو هېوادونو له لومړیتوبونو څخه ګڼل کېږي.
ډونالډ ټرمپ د لومړنیو نتایجو له مخې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر څوکۍ ګټلې ده.
ښاغلی ټرمپ به د راتلونکې کال د جنورۍ په شلمه په رسمي ډول د امریکا د ولسمشر په توګه کار پيل کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بروکسل ته د طالبانو د حکومتي پلاوي سفر پای ته ورسید
بروکسل ته د طالبانو د حکومتي پلاوي سفر پای ته ورسید.
د دغه پلاوي یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،" خبرې رغوونکې وې او هیله شته چې مثبت پرمختګ وشي".
اروپايي کمیسیون نن سه شنبې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د طالبانو د حکومت د پنځه کسیز پلاوی کوربه و.
اروپايي چارواکو دغه طالب پلاوي سره افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په اړه تخنیکي خبرې کولې.
اروپايي ټولنه وايي، هغه افغان کډوال ستنوي چې په جرمونو کې ښکیل دي او اروپايي هېوادونو ته خطر پېښوي.
د طالب پلاوی مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوله.
قهار بلخي په یو بیان کې ویلي،" په اروپايي ټولنه کې د کونسلي چارو له سره پیلول او د دواړو خواوو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته کول د خبرو اترو برخه وه".
د راپورونو له مخې د جرمني حکومت د طالبانو د حکومت لخوا د شپږو نورو دیپلوماتانو پر منلو هم هوکړه کړې ده.
اروپا ته د دغه پنځه کسیز پلاوي راتګ د بشري حقونو د ملاتړو پراخ غبرګونونه پارولي او دوی ټینګار کوي چې اروپا باید افغانستان ته کډوال ستانه نه کړي.
د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوی بروکسل ته ورسید
د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوی بروکسل ته ورسید.
یوې باخبره سرچینې فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي،" دغه پلاوی نن سه شنبې بروکسل ته ورسید او افغانستان ته د افغان کډوالو د اخراج په اړه به د اروپايي کمیسیون له چارواکو سره خبرې وکړي".
د پلاوی مشري د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قهاربلخي کوي.
اروپايي چارواکو تایید کړې چې دغې پلاوي ته بلجیم هېواد یو ورځینۍ ویزې ورکړي.
اروپايي ټولنې ویلي، هغه افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکیل دي بیرته افغانستان ته ستنوي.
ریچارډ بېنیټ له اروپايي ټولنې غوښتي چې افغان کډوال د افغانستان خطرناکو شرایطو ته ستانه نه کړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکې ریچارډ بېنیټ پر اروپايي ټولنې غږ وکړ چې افغان کډوال افغانستان ته ستانه نه کړي.
هغه نن سه شنبې پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،" شکنجه او ناوړه چلند په افغانستان کې جدي خطر دی او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی تضمین دغه خطر رفعه کولی نشی، زه د اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غواړم چې افغانان خطرناکو شرایطو ته ونه لیږي".
تمه ده نن د طالبانو د حکومت یو پنځه کسیز پلاوی اروپايي هېوادونو سره د افغان کډوالو د بیرته ستنولو په اړه د خبرو اترو په موخه بروکسل ته ورسیږي.
اروپايي ټولنه وايي، هغه زرګونه افغانان چې جرمي دوسیې لري او یا یې هم د پناغوښتنې شرطونه نه دي پوره کړي، افغانستان ته ډیپورتوي.
د سویس د مذاکراتو پای؛ ایران او امریکا د کاري ډلو په جوړیدو هوکړه کړې
په سویس کې د ایران او امریکا تخنیکي خبرې اترې پایته ورسیدې.
د ایران دولتي رسنیو نن سه شنبې راپور ورکړی چې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د ایران د اټومي پروګرام او پر دې هېواد د بندیزونو د پای ته رسولو په اړه کاري ډلې جوړې کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب ابادي وايي،" د دوشنبې د ورځې په خبرو کې هوکړه وشوه چې د تهران او واشنګټن مذاکراتي ټیم به څلور کاري ډلې جوړوي".
د هغه په ټکو،" پر ایران د بندیزونو د لیرې کولو، اټومي پروګرام، د ایران بیارغونه او اقتصادي وده او د څار کاري ډلو په جوړیدو هوکړه شوې ده".
غریب ابادي وړاندې وویل، "دغه کاري ډله د مذاکراتو د دوام مسولیت هم لري".
د قطر او پاکستان په منځګړیتوب وړمه ورځ په سویس کې د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي خبرې اترې پیل شوې.
دا خبرې اترې وروسته له هغې وشوې چې امریکا او ایران د تیرې جمعې په ورځ د ۶۰ ورځو لپاره د سولې هوکړه لاسلیک کړه.
د طالبانو د حکومت پلاوی نن سه شنبه بروکسل ته رسیږي
د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د حکومت پنځه کسیز پلاوي ته يې ویزې ورکړي .
رویترز خبري اژانس پرون دوشنبې د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت په حواله ولیکل،"دا ویزې د جغرافیوي او زماني اړخه محدود اعتبار لري".
د معلومات له مخې، طالب پلاوی په دې ویزو یوازې د یوې ورځې لپاره بلجیم ته سفر کولی شي.
که څه هم د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت د امنیتي دلایلو له کبله د طالب پلاوی د راتګ دقیقه نېټه یاده کړې نه ده، خو د اروپايي ټولنې دوو چارواکو رویترز ته تایید کړې چې دغه پلاوی نن سه شنبې بروکسل ته رسیږي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرچینو پرون ازادي راډیو ته د پلاوي سفر تایید کړ او وې ویل چې د پنځه کسیز پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي کوي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو راهیسې په تیرو پنځو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې اروپايي ټولنه د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالب پلاوی سره مستقمې خبرې او کوربتوب یې کوي.
د اروپايي کمیسیون ویاند مارکس لامرت پرون وویل،" اروپايي هېوادونه هغه افغان کډوال چې په جرمونو کې ښکیل دي او د اروپايي ټولنې لپاره خطر دي افغانستان ته ستنوي".
اروپايي ټولنې تیره میاشت اعلان وکړ چې د افغان کډوالو د ستنولو په اړه له طالبانو سره د تخنیکي خبرو په موخه يې یو پلاوی بروکسل ته رابللی دی.
ایران او امریکا د مذاکراتو د څارنې لپاره یوه ستره کمیټه جوړوي
ایران او امریکا په خپل مینځ کې د سیاسي مذاکراتو د بهیر دڅارنې لپاره د«یوې سترې کمیټې» په جوړولو موافقه وکړه.
قطر او پاکستان چې د واشنګټن او تهران ترمینځ د خبرو مینځګړیتوب کوي دا خبرد دوشنبې په ورځ اعلان کړ.
د یادو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې راغلي: «لوړرتبه مرکچیان به په منظمه توګه دغې کمیټې ته رپوټ ورکوي او مسئولې کاري ډلې به د اټومي مسایلو ، د بندیزونو او دغه راز د اختلافاتو د حل او دڅارنې ډلې ته لارښوونې کوي ترڅو د تفاهم لیک اغیزناک تطبیق او نورمسایل تضمین شي».
د رپوټ په اساس، سترې کمیټې په عین حال کې «په شپیتو ورځو کې نهايي توافق ته رسیدلو لپاره د تګلارې په یوې نقشې موافقه کړې ؛هغه نقشه چې د تخنیکي خبرو دسملاسي پیل لپاره زمینه برابروي».
منځګړي هیوادونه زیاتوي چې ایران او متحدو ایالاتو ددې لپاره چې د هرمز ستراتیژیک تنګی پرانیستی پاته او لبنان کې نښتې ختمې کړای شي داهم سره منلې چې خپل مینځ کې د مستقیم ارتباط کرښې ایجاد کړي.
ماهرنګ بلوچ په عمري بند محکومه شوه
پاکستاني رسنۍ رپوټ ورکوي چې ، د «بلوچ د یووالي کمېټې» مشره ماهرنګ بلوچ ، او صبغتالله شاهجي، د دې ډلې بل مشر، د کوټې د ترهګرۍ ضد محکمې له خوا په عمري بند محکوم شوي دي.
پاکستانۍ ورځپاڼې «ډان» راپور ورکړی چې دغه بلوچ مشران د ۲۰۲۴ کال په اعتراضونو کې د امنیتي ځواک د یوه غړي د وژل کېدو په تړاو محکوم شوي دي.
دغه اعتراضونه د ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې په وروستیو کې د بلوچ فعالانو په وژل کېدو د اعتراض لپاره ترسره شوي وو.
د پاکستان حکومت هغه مهال د دغو اعتراضونو مخه نیولې وه، چې له امله یې د لاریونونو پر مهال تاوتریخوالی رامنځته شو چې نتیجه کې یې دواړو لوریو هم اعتراض کوونکو او هم د پاکستان امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله واوښته.
طالبانو ۲۰ کسه د لنډې ږیرې له امله نیولي
د مرستندویه ادارو سرچینو دفرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محتسبانو د هرات ولایت د اسلام قلعه پولې ته نږدې شاوخوا ۲۰ نارینه مرستندوی کارکوونکي د ږیرو د لنډوالي له امله نیولي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دغه کسان چې د ملګرو ملتونو له ادارو سره همکارو سازمانونو کې یې کار کاوه، د جوزا په ۳۰مه، د شنبې په ورځ نیول شوي وو.
دغه اژانس د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د یوې داخلي خبرپاڼې په حواله ویلي چې ځینې نیول شوي کسان هماغه ورځ خوشې شول او نور یې په بله ورځ ازاد کړل شول.
په هرات کې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسؤل ضیاءالدین طیب فرانسې خبري اژانس ته د مرستندویه کارکوونکو د نیولو موضوع رد کړې، خو ویلي یې دي چې د دولتي ادارو پنځه کارکوونکي د لنډې ږیرې له امله نیول شوي وو.
افغانستان کې واک ته له ستنیدو وروسته، طالبانو د ښځو او نارینه وو پر وړاندې د نورو محدودیتونو ترڅنګ، په ځینو مواردو کې نارینه د ږیرې له خریلو یا لنډولو منع کړي.
د بشري حقونو یوسازمان: ایران کې دوه نور افغانان هم اعدام شوي دي
د بشري حقونو سازمان «هەنگاو» راپور ورکړی چې دوه افغان وګړي، چې د مخدره موادو اړوندو جرمونو په تور د اعدام سزا ورته ټاکل شوې وه، د ایران د شیراز په مرکزي زندان کې اعدام شوي دي.
د یاد سازمان په وینا، د دغو افغانانو چې میرویس خلیلزاده او ابراهیم احمدشاهي نومېدل، د اعدام حکم د جوزا میاشتې په ۳۱مه، د یکشنبې په ورځ، عملي شوی دی.
په ناروې کې میشت دغه بشري سازمان ، زیاتوي چې ۵۵ کلن میرویس خلیلزاده دوه کاله مخکې او ۴۰ کلن ابراهیم احمدشاهي یو کال مخکې د مخدره توکو اړوندو جرمونو په تور نیول شوي وو او وروسته د اعدام سزا ورته اورول شوې وه.
د ایران دولتي سرچینو او رسنیو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
د هەنگاو سازمان د شمېرو له مخې، په تازه اعدامونو سره په تېرو څه کم شپږو میاشتو کې په ایران کې د اعدام شوو افغانانو شمېر ۱۲ تنو ته ورسیده.
د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي خبرې اترې به د دوشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي
د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي خبرې اترې به د دوشنبې په ورځ په سویس کې پیل شي. دا خبرې د هغه تفاهم لیک د پلي کېدو د میکانیزمونو او د اړوندو تخنیکي کاري ډلو د جوړولو په اړه دي چې تیره اونۍ د دواړو هیواونو ولسمشرانو په الکترونیکي بڼه لاسلیک کړ.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې د ایران ایسنا خبري آژانس خبر ورکوي چې د ایران د پلاوي مشري به چې سیاسي، اقتصادي او حقوقي کارپوهان هم پکې شامل دي، د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال کاظم غیرت آبادي کوي.
په دې خبرو کې د منځګړو هېوادونو، پاکستان او قطر استازي هم ګډون لري.
د راپورله مخې د ایران اصلي مذاکراتي پلاوی چې مشري یې د دې هیواد د پارلمان ریس محمد باقرقالیباف کوله او د یکشنبې په ورځ یې په سویس کې د منځګړو په مرسته د امریکا د مرستیال ولسمشر جي ډي ونس په مشري له امریکایي پلاوي سره خبرې ترسره کړې، بېرته تهران ته ستون شوی دی.