د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۷

د امریکا رهبرۍ کې بدلون او د افغانستان په وړاندې یې نوی سیاست


افغانستان کې د امریکا د ۱۵کلن حضور په ترڅ کې، دغه هېواد دوه ځلي امریکا کې د رهبرۍ بدلون تجربه کړی دی او ټاکل شوې چې په راتلونکو ورځو کې د بو بل بدلون شاهد وي.

خو په دغه نوي بدلون کې به ولیدل شي چې افغانستان به د امریکا د سټراټېژیک ملګري په توګه کوم ځای ولري.

یو شمېر افغان سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې په دغه بدلون سره به د افغانستان په وړاندې د نوموړي هېواد بهرنی سیاست هم بدلون ومومي.

افغان سیاستوال او د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود
افغان سیاستوال او د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود

افغان سیاستوال او د مسعود بنسټ مشر احمد ولي مسعود په دې اړه وویل:

"په ټوله کې به تر دغو انتخاباتو وروسته د افغانستان په وړاندې د امریکا سیاست بدلون ومومي، نوی والی به راشي، نوي سیاستونه به غوره شي، ځکه د سیمې حالاتو هم بدلون موندلی دی."

امریکايي وګړو نن د انتخاباتو صندقونو ته په ورتګ سره د رایې ورکونې بهیر پیل کړ په دغو انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند له لوري هیلري کلېنټن او د جمهوري غوښتونکو ګوند له لوري ډونالډ ټرمپ له یو بل سره سیالي کوي.

دواړو کاندیدانو د خپلو انتخاباتي کمپاینونو او مناظرو ترڅ کې د خپلو اقتصادي او کورني او بهرني سیاست په اړه څرګندونې کړي خو د افغانستان د جګړې په اړه یې څه نه دي ویلي.

دا پوښتنه له ښاغلي مسعود څخه وشوه، هغه وايي عامه ذهنونه د افغانستان له جګړې ستړي شوي له همدې امله په دغو انتخاباتي مناظرو کې د افغانستان په اړه څه نه دي ویل شوي خو دا په دې معنی نه ده چې افغانستان ته پام پاملرنه نشته.

د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د القاعده او طالبانو د ځپلو په هدف افغانستان ته راغی.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبیلو بوش و، یو لک او څلوېښت زره بهرني سرتېري چې یو لک یې امریکایان وو افغانستان ته راغلل.

د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبیلو بوش و، یو لک او څلوېښت زره بهرني سرتېري چې یو لک یې امریکایان وو افغانستان ته راغلل.
د امریکا د هغه مهال ولسمشر جورج ډبیلو بوش و، یو لک او څلوېښت زره بهرني سرتېري چې یو لک یې امریکایان وو افغانستان ته راغلل.

تر هغه وروسته په ۲۰۰۸ میلادي کال کې بارک اوباما د امریکا ولسمشر شو او د خپلو ځواکنو شمېر یې په افغانستان کې زیات کړ خو په ۲۰۱۲ میلادي کال کې یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې اوس ۸۴۰۰ ته رسېدلې ده.

د بوش او اوباما د واکمنۍ پر مهال په میلیارډونه ډالر افغانستان ته راغلل.

په ورته وخت کې یو شمېر نور افغان سیاسیون په دې باور دي چې د امریکا بهرنۍ پالیسې جوړه شوې پالېسي ده او په رهبرۍ کې په تغېر سره د افغانستان په وړاندې بدلون نه مومي.

افغان سیاستوال بسم‎الله شېر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هر ولسمشر چې امریکا ته راشي خپلې ملي ګټې تعقیبوي زما په اند هر چا چې وګټله داسې تصمیم به نیسي چې تېر حکومت هم درلود."

افغان سیاستوال بسم‎الله شېر
افغان سیاستوال بسم‎الله شېر

په ورته وخت کې یو شمېر افغان اقتصادي کارپوهان وايي چې افغانستان د امریکا د بودجې جز دی او هیله‎مند دی چې رهبرۍ کې په بدلون سره ورسره مرستې ډېرې شي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد مسعود وايي:

"امریکا زموږ تر ټولو لوی مالي ملاتړ کوونکی دی او فکر کوم چې فوق العاده ډېر تأثیرات لري، ځکه افغانستان د امریکا د بودجې جز دی او هېڅ امریکايي افغانستان کې ستونزې ډېرې شي."

د ښاغلي مسعود په باور د هېلرې کلېنټن د بري په صورت کې به د امریکا اوسنی سیاست دوام پیدا کړي خو د ټرمپ په بري سره به بدلون ومومي.

دی ټینګار کوي چې د افغانستان په وړاندې د امریکا سټراټېژیک ګټې دا ایجابوي چې له دغه هېواده په دوامداره توګه ملاتړ وکړي.

XS
SM
MD
LG