نننۍ ژوند په شېبو کې خپرونه مو په افغاني ټولنه کې القابو ته ځانګړې کړې ده، په یو شمېر کورنیو، کوچنیو ټولنو او ان لویو جوامعو کې د یو شمېر کسانو لپاره ځانګړي القاب کارول کېږي.
دا ډول القاب ولې او چا ته کارول کېږي؟ ایا له ارزښته یې خبر یاست؟
لقب چې جمع شکل یې القاب دی، یوه عربي کلمه ده، چې هغه دویم نوم ته وايي، کوم چې په ټولنه کې د یو شمېر ځانګړیو اعمالو له مخې د ټولنې د نورو وګړو له لوري یوه شخص ته ورکول کېږي.
که څه هم د دغو لقبونو ورکړه له ډېره پخوا راهیسې موجوده وه، مګر دغه القاب په افغاني ټولنه کې هغه وخت زیات شول، له کله نه چې د اسلام مبارک دین په افغاني ټولنه کې خپور شو.
یادونه:دا خپرونه محبوب شاه محبوب جوړه کړې او وږمې جبارخیل وړاندې کړې ده.
دا خپرونه دلته اورېدلای شئ: