افغانستان
سرحدي: وسله وال طالبان ترینکوټ ښار نه پر شاتمبول شوي
د ارزګان پولیس وايي، طالبان یې له مرکز ترینګوټ څخه پنځه کیلومتره شاته تمبولي دي.
د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان او بهرنیو ځواکونو تېره ورځ سرچخلي په سیمه کې ګډ عملیات پیل کړي دي.
د نوموړي په وینا د یادو عملیاتو په نتیجه کې سرچخلي او دو راهۍ سیمې په بشپړه توګه له طالبانو تصفیه شوې دي.
د ارزګان د امنیه قوماندان په خبره په پیل شویو عملیاتو کې تر دې دمه پنځه طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د رپوټو پر اساس لاهم طالبان د ارزګان مرکز ټرینکوټ په شمالي سیمو کې حضور لري.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د "ملي مقاومت" جبهې کابل کې د درې طالبانو د وژنې ادعا کړې
د طالبانو یوې مخالفې ډلې د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې، چې په کابل کې یې وسلهوالو په یوه حمله کې ۳ طالب وسلهوال وژلي دي.
دغې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې، دا حمله تېر ماښام د کابل په اتمه حوزه کې د طالبانو پر ګرځنده چک پاینټ شوې، چې د ۳ طالبانو د وژل کېدو تر څنګ ۲ نور ټپیان شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ملي مقاومت جبهې غړو ته په حمله کې زیان نهدی اوښتی.
دا ادعا د خپلواکو سرچینو لهخوا تایید شوې نهده.
له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۶۹ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی
باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی نن خبر ورکړی، چې "پرون د تورخم له لارې ۳۸ کورنۍ، د کندهار د سپینبولدک له لارې ۲۲، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۴۶ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۶۳ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي."
په دغه خبر کې نهدي ویل شوي، چې دغه کورنۍ په خپله خوښه که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي.
پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د بېاسناده افغان کډوالو ډلهییز اخراج چټک کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو اخراج روان دی.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په وروستیو کې اعلان وکړ چې، لږ تر لږه ۳۲۵ تنه افغان کډوال له ترکیې اخراج او کابل ته استول شوي دي.
بدخشان کې د يو موټر نسکورېدو له امله ۶ کسان مړه شوي
د بدخشان د مرکز فیضاباد او بهارک ولسوالۍ ترمنځ د یوه موټر د نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۶ کسان مړه شوي دي.
د بدخشان لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست ویلي د ټرافیکي پېښې په نتیجه کې یو مسافر وړونکی پاسو ډوله موټر کوکچې سیند ته نسکور شوی دی.
د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکي اصولو نه رعایت او د چلوونکو بېاحتیاطي، په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکي پېښو لوی لاملونه ګڼل کېږي.
د قطر او ترکيې مشرانو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی
د قطر او ترکیې مشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او په افغانستان کې د ثبات پر ملاتړ ټینګار وکړ.
د قطر امیر تمیم بن حمد آلثاني او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراتیژیکې عالي کمېټې د لسمې غونډې په پای کې په ګډه اعلامیه کې دا خبره کړې ده.
دغه غونډه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې جوړه شوې وه، چې په هغې کې د افغانستان پر وضعیت هم خبرې شوې دي.
د ګډې اعلامیې لهمخې د قطر امیر او د ترکیې ولسمشر د افغانانو اساسي حقونو ته د درناوي پر اهمیت هم ټینګار کړی او له افغانستان سره یې د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
پر طالبانو چې په قطر کې یې لا هم سیاسي دفتر فعال دی انتقاد کېږي، چې د افغانانو پر اساسي ازادیو محدودیتونه لګوي، حکومت یې ټولګډونه نهدی او په ځانګړي ډول یې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.
طالبانو ټینګار کړی، چې حکومت یې ټولګډونه دی او ښځو دغهراز نجونو ته یې د شریعت په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن شنبه د نیپال له لوبډلې سره سيالي لري
دا لوبه نن د کابل په وخت د مازیګر په پنځهنیمې بجې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د جمهوریت په مرکزي لوبغالي کې پیلیږي.
دغه سيالۍ د هغه درې اړخيز دوستانه جام په چوکاټ کې ترسره کېږي، چې د افغانستان، تاجکستان او نيپال د فوټبال ملي لوبډلې پهکې برخه لري.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې مشرروزونکی عثمان توشیف به چې د ازبکستان تبعه دی، نن د لومړي ځل لپاره په یوې نړیوالې سیالۍ کې دا ملي لوبډله رهبري کوي.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سهشنبې په ورځ د لړم په ۲۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې د کوربه هېواد تاجکستان له لوبډلې سره د سیالۍ ډګرته ووځي.
پروان کې څلورو ترافيکي پېښو کې يو تن مړ او څلور ټپيان شوي دي
په پروان ولایت کې په څلورو جلا ترافیکي پېښو کې یوتن مړ شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د پروان امنیه قومانداني چې طالبان یې اداره کوي پرون په یوه بیان کې وویل چې، د پېښې په ټپیانو کې یوه مېرمن هم شامله ده.
بلخوا د طالبانو سیمهيیز چارواکي د بلخ-سمنګان د لویې لارې په اوږدو کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ۲ تنو د مړینې او د ۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د چارواکو په وینا دا پېښه پرون سهار د سمنګان ولایت په حضرت سلطان سیمه کې شوې ده.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو عمده علتونه د سړکونو خرابي، د ترافیکي نښو نهشتون او د چلوونکو بېاحتیاطي ښودل کېږي.
ايراني چارواکي: افغانستان ته مو د غيرنفتي موادو د صادرېدو کچه لوړه شوې
ایراني چارواکو پرون وویل چې، د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دې هېواد د غیرنفتي صادراتو کچه یو اعشاریه درې میلیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.
تهران ټایمز ورځپاڼې د ایران د ګمرکونو د ادارې د رییس محمد رضواني فر له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي، افغانستان په تېرو اوو میاشتو کې د ایران د غیرنفتي تولیداتو پنځم لوی واردوونکی هېواد و.
په تېره اګست میاشت کې په کابل کې د ایران د سفارت اقتصادي اتشې ویلي و، د افغانستان په بازارونو کې د ایران د تجارتي حضور د پراختیا لپاره د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکي باید د همکارۍ نوې کچې ته لوړ شي.
د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په تېره زمري میاشت کې وویل، په ۱۴۰۲ لمریز کال کې د افغانستان د صادراتو کچه یو اعشاریه اته میلیارد ډالر او د وارداتو کچه یې اته اعشاریه یو میلیارد دالره وه چې دا د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ شاوخوا ۶.۳ میلیارد ډالره توپیر ښیي.
زهرا جويا ته د نړيوال عدالت جايزه ورکړل شوه
د مګنیتسکي د نړیوال عدالت جایزې ګټونکې زهرا جویا وايي چې، په افغانستان کې د رسنیو ازادي له ګواښ سره مخامخ ده.
نوموړې ته دا جایزه د بشري حقونو، عدالت او جنسیتي برابرۍ لپاره د هڅو په خاطر ورکړل شوې ده.
اغلې جویا بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل: "دا جایزه ما ته پهداسې شرایطو کې راکړل شوې چې د طالبانو په واکمنۍ کې د بیان ازادي او د رسنیو ازادي تر ګواښ لاندې ده. موږ لهدې کبله اندېښنه لرو چې د افغانستان خلک به د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي له حق څخه په قطعي ډول محروم شي."
زهرا جویا چې د رخشانه په نوم د یوې رسنۍ مسووله ده زیاتوي چې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې په هېواد کې د بیان د ازادۍ او رسنیو د محدودولو لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.
اغلې جویا دا رسنۍ په ۱۳۹۹ کال کې پیل کړه، خو کله چې طالبان واکمن شول نو له هېواده ووته او اوس په لندن کې دېره ده.
د مګنیتسکي د عدالت نړیوالې جایزې سږکال پر افغانستان سربېره له امریکا، کاناډا، روسیې، اذربایجان او وینزویلا څخه د بشري حقونو او رسنیو فعالانو ته په شپږو برخو کې ورکړل شوې.
کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلونو ځوانانو پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د نولسکلنو ځوانانو ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولسکلنې لوبډلې نه سیالي وکټله.
د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.
په پای کې د افغانستان لوبډلې د سلو منډو په توپیر د پاکستان د ټیم ټول لوبغاړي وسوځول او د لوبي کټونکي شول.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه ـ دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه خپلو کې پایلوبې ته وځي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولسکلنو ځوانانو لوبډله په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.
کرکټ؛ د افغانستان نولسکلونو ځوانانو لوبډلې پاکستان ته ۳۰۷منډې هدف وټاکه
د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولسکلنې لوبډلې سره سیالي کوي.
دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربهتوب چې د اماراتو لوبډله هم پهکې برخه لري، نن سهار پیل شوې ده.
د افغانستان لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولسکلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.