افغانستان
"RSF"روان کال افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد کړ

د بېسرحده خبریالانو سازمان یا "RSF" په افغانستان کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.
په دغه سازمان کې د افغانستان او ایران برخې مسؤل رضا معیني نن ازادي راډيو سره په خبرو کې روان میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره تر ټولو خونړی کال یاد کړ.
ښاغلي معیني زیاته کړه:
"د روان میلادي کال له پیله تر اوسه له موږ سره د افغان خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو له پنځوسو ډېرې قضیې ثبت شوې دي چې دغه تاوتریخوالی او ګواښونه یوازې د وسلهوالو طالبانو لهخوا نهدي شوي بلکې په دې کې سیمهییز او حکومتي چارواکي او ان د هغوی ساتونکي هم ښکېل دي."
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تازه پېښه کې څه موده وړاندې په زابل کې افغان خبریال محمد یعقوب شرافت د نامعلومو وسلهوالو لهخوا ووژل شو او د پېښې عاملین له سیمې په تېښته بریالي شول.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بلوڅ بیلتونپاله: پنځوس یرغمل مو د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ځواب کې وژلي دي

بوڅ بېلتون غوښتونکې ډلې "بلوچستان لیبریشن ارمي" ادعا کړې چې د پاکستاني امنیتي ځواکونو د پوځي عملیاتو په ځواب کې یې پنځوس یرغمل شوي کسان وژلي دي.
دغې ډلې نن چهارشنبې خبرداری ورکړی که حکومت په شلو ساعتونو کې د بندیانو د تبادلې وړاندیز و نه مني، نو ۱۵۰ نور یرغمل به هم ووژني.
د پاکستان پوځ ته نږدې سرچینو ویلي، پوځي عملیات پای ته رسېدلي او یرغمل شوي کسان خوشي شوي دي.
بل پل، د پاکستان پوځي چارواکو د بلوچستان د ازادۍ پوځ د ۳۲ غړو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
سیمې ته د نه رسیدو له امله د دواړو لورو د ادعاوو تاییدول ستونزمن دي.
د بلوچستان لبریشن ارمي سره تړلو جنگیالو د سه شنبې په ورځ د جعفر ایکسپریس په اورګاډي حمله وکړه چې په سلگونو مسافر پکې سپاره وو او مسافر یې یرغمل کړل.
دغې ډلې ادعا کړې وه چې دغه اورګاډی پاکستاني پوځیان او وسله وال لېږدول.
بې پولې ډاکټرانو ټولنه: د شري ناروغۍ له کبله هره ورځ یو ماشوم مړي

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وایي، د ۲۰۲۵ کال له پيله نژدې هره ورځ یو ماشوم د بلخ، هرات، او هلمند په روغتونونو کې د شري یا سرخکان له کبله مري.
د دغه سازمان په یوه راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ یې خپور کړی راغلي چې د مړینې دغه شمېر د تېر کال همدې مودې پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
یاد سازمان ویلي چې د شري له کبله د ماشومانو دا مړینه د اندیښنې وړ ده.
په راپور کې د د افغانستان لپاره د بې پولې ډاکټرانو د استازي میکاییل لي پای په حواله راغلي چې د واکسین تطبیق د شري د مخنیوي یوازنۍ لاره ده.
تر دې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ۲۰۲۴ کال کې یې په افغانستان کې د شري نژدې ۶۵ زره پیښې ثبت کړي دي.
ایټالیا له افغان کډوالو سره د ۴میلیونه ډالرو د مرستې اعلان کړی دی

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( آی.او.ایم) وایي، ایټالیا د افغان کډوالو د بیرته ستنېدنې د ملاتړ په هدف د نژدې ۴ میلیونه ډالرو مرسته ورسره کړې ده.
دغه سازمان نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) په یوه خبرپاڼه کې د ایتالیا د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلې يې دي، دا پيسې به د ایران او پاکستان پولې په اوږدو کې د ۲۵ زره ستنېدونکو کډوالو پر لاسنیوي ولګول شي.
خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته داسې یوه حالت کې شوې ده چې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تيزه شوې او دا دواړه هېوادونه پلان لري چې د سږکال ترپایه ګڼ شمېر نور کډوال هم وباسي.
د کډوالۍ سازمان مخکې ویلې و، ایران تېر ۲۰۲۴ کال کې څه باندې ۱۲ لکه بې اسناده افغان کډوال ایستلي دي.
د راپورونو له مخې پاکستان هم سلګونه زره افغانان افغانان تېرو څو کلونو کې ایستلي دي.
پر کوکنارو د طالبانو له بندیز وروسته، د تریاکو بیه لوړه شې ده

د کوکنارو پر کر د طالبانو د حکومت له بندیزونو وروسته په افغانستان کې د تریاکو بیه په ۲۰۲۴ کال کې تېرو دوو کلونو ته په کتو زیاته شوې ده.
د جرمني (ډي.پي.اې) اژانس د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرمونو د دفتر د هغه راپور پر بنسټ دغه خبره کړې ده چې نن چهارشنبه ( د کب ۲۲مه) یې خپور کړی دی.
د دغه راپور له مخې دا مهال د یو کیلو تریاکو بیه ۷۵۰ ډالره ده، خو راپور کې یې پخوانۍ یا ټیټه بیه نه ده یاده شوې.
وړاندې راغلي، کله چې طالبانو ۲۰۲۲ کال کې د کوکنارو پر کښت بندیز ولګاوه، نو ورسره سم د تریاکو عرضه کمه او بیه یې لوړه شوه.
دغه راپور کې راغلي چې ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د تریاکو زیرمه شاوخوا ۱۳ زره او ۲۰۰ ټنه وه چې په بالقوه ډول تر ۲۰۲۷ کال پورې د نړۍ د تریاکو اړتیا ته ځواب وایي.
انتونیو ګوتیرش: د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې نجونې او ښځې له " وحشتناکو پریکړه" سره مخ دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیرش وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې نجونې او ښځې له " وحشتناکو پریکړه" سره مخامخې دي.
ګوتیرش دغه څرګندونې تېره شپه ( دکب ۲۱مه) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ښځو کمیسیون نهه شپیتمې غونډه کې کړې دي.
د ګوتیرش د خبرو په یوه برخه کې چې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې خپرې کړي راغلي " نجونې او ښځې لا هم د خپلو حقونو په اړه د وحشتناکو پریکړو له یوې ټولګې سره مخامخ دي او مونږ دغه وضعیت تر ټولو ډېر په افغانستان کې په سترګو وینو."
ګوتیریش ټینګار کړی چې هېوادونه او دولتونه باید وهڅول شي چې د ښځو پر پرمختګ پانګونه وکړي او هغوی ته لومړیتوب ورکړي.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښونځي وتړل، وروسته یې د هغوی پوهنتونونه هم بند کړل او د کار په ګډون یې په بېلابېلو ټولنیزو چارو کې د ښځو فعالیت محدود کړ.
ایرلنډ کرکټ بورډ: د مالي ستونزو له کبله له افغانستان سره د سږکال پلان شوې لوبې لغوه کوو

د ایرلنډ کریکټ بورد اعلان کړی چې د مالي ستونزو له کبله یې له افغانستان سره د سږکال پلان شوې سیلالۍ لغو کړې دي.
ټاکل شوې وه چې د ایرلنډ د کریکټ لوبډله په جولای میاشته کې د افغانستان له لوبډلې سره یوه ټیسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې وکړي.
دغه ټولې سیالۍ د ایرلنډ په کوربتوب پلان شوې وې.
رویټرز خبري اژانس د ایرلنډ د کریکټ بورد د مشر وارن ډیوتروم په حواله ویلي، افغانستان سره سیالۍ یې په بودجه کې د لنډمهالي کمي له کبله لغو کړي.
دغه هېواد بیا سږ کال اوړی د ویسټ انډیز او دغه راز انګلستان د کریکټ لوبډلو کوربه توب کوي چې ویسټ انډیز سره د شپږو اورونو لوبلړۍ او له انګلستان سره درې شل اوریزې لوبې لري.
هرات کې د روژې میاشتې په مناسب د هنري اثارو نندارتون جوړ شوی

په هرات ولایت کې د روژې میاشتې په مناسبت د پیام نور په نامه یو نندارتون جوړ شوی ده، چې په کې د نقاشۍ، خطاطۍ، تذهیب او نورو هنري برخو ۷۵ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د هرات د ملي نګارستان مدیر عبدالله عثماني د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبری اژانس ته ویلي چې دا هنري اثار د ۴۰ غوره استادانو له خوا چمتو شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، د ډېرو نورو محدودیتونو ترڅنګ په ډېرو هنرونو هم ستر محدودیتونه وضع کړل.
له دغو محدودیتونو څخه یو هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د رسمولو او ان د هغوی د عکسونو خپرول يې هم منع کړي.
د طالبانو حکومت د روان کال د اګست په میاشت کې د "امر بالمعروف او نهي عنالمنکر" په نوم نوی قانون اعلان کړ چې، د دې قانون د ۱۷مې مادې په درېیم بند کې د ژوندیو موجوداتو د عکس اخیستلو او خپرولو باندې پهکې محدودیت لګول شوی دی.
بلوڅ بیلتونپال د پاکستاني چارواکو هغه ادعا ردوي چې وايي د ولجه شوي اورګاډي سپرلۍ یې ژغورلي

بلوڅ بیلتونپالو د پاکستان د پوځي چارواکو هغه ادعاوې رد کړې دي چې وايي ۱۵۵ کسان یې د دې ډلې له خوا له ولجه شوي اورګاډي څخه ژغورلي دي.
د بلوڅ د آزادي بښونکي پوځ په نوم ډلې چې د بلوچستان آزادي غواړي، پر دې اورګاډي د پروني برید پړه منلې ده. د پاکستان پوځ نن وویل چې د نورو سپرلیو د آزادولو لپاره پوځي عملیات روان دي او ادعا یې کړې چې ۱۶ بریدګر یې وژلي دي خو بلوڅ بیلتونپالو دا ادعا رد کړې او وايي تراوسه د دوی هېڅ جنګیالي نه دي وژل شوي.
بلوڅ بیلتونپال همداراز وايي، لسګونه سپرلۍ چې ښځې، ماشومان او سپین ږیرې پکې وو، پوځ نه دي ژغورلي بلکې دوی خوشې کړي دي.
بېلتونپالو خبرداری ورکړی چې که پاکستاني ځواکونه خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي نو د اورګاډي د سپرلۍ چې د دې ډلې په وینا د پاکستان د پوځ، پولیسو، د تروریزم پرضد د مبارزې د ځواکونو او ISI افسران دي او رخصتیو ته روان وو، یو په یو وژنه به پیل کړي.
امریکايي چارواکې: واشنګټن له طالبانو سره د اعتماد فضا نه شي جوړولای

په ملګروملتونو کې د امریکا دایمي استازې وايي، واشنګټن له طالبانو سره د اعتماد فضا نه شي جوړولای.
دوروتي شي دا څرګندونې بېګا شپه د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډې ته د وینا پرمهال وکړې.
د شي په ټکو، "موږ نه شو کولای له هغې ډلې سره چې امریکایان په ناحقه نیسي، تروریستي ډلو ته د پناه ورکولو اوږد تاریخ لري او د افغانستان د خلکو حقونه او اساسي اړتیاوې له پامه غورځوي، د اعتماد فضا جوړه کړو. موږ غواړو د امنیت شورا له غړو سره د دې ټولیزې غوښتنې په برخه کې چې طالبان باید مسوولانه چلند وکړي ګډ کار ته دوام ورکړو ".
دې جګپوړې امریکایي چارواکې همداراز وویل چې متحدایالات د داعش ډلې د خراسان څانګې له پلوه اندېښنه لري او له طالبانو غواړي چې د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمن عمل وکړي.
مېرمن شي پر طالبانو هم غږ وکړ چې اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان یوځل بیا د امریکا، د امریکا د متحدانو او نورو هېوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل شي. طالبانو له دې مخکې ویلي و، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پرضد کار واخلي. په ملګروملتونو کې د امریکا استازې پر افغان ښځو او نجونو د طالبانو ځپونکو اقداماتو ته هم اشاره وکړه، ویې ویل چې د افغانستان د روغتیايي زده کړو په انستیتیوتونو کې د ښځو پر تعلیم بندیز به ناوړه پایلې ولري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر عمان ته په سفر کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړي

د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو سرپرست وزیر امیرخان متفي عمان ته د سفر پرمهال پرون له خپل سیال بدر بن حمد البوسعیدي سره د دواړو هېوادو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړي.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت بېګا په یوه بیان کې خبر ورکړ چې دې دوو چارواکو ویلي، د طالبانو حکومت او عمان د دوه اړخیزو اړیکو نوی پړاو پیلوي. په بیان کې د دې خبرو نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
ښاغلی متقي د یکشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ عمان ته ولاړ.
د طالبانو حکومت تراوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی خو عمان له څو د ګوتو په شمار هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له حکومت سره تعامل لري.
د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت د روان کال په وږي میاشت کې ویلي و، چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د افغانستان سفارت بیا پرانیستل شوی دی او چارې یې د طالبانو د حکومت استازی سمبالوي.