نړۍ
ایران له امریکا سره د همکارۍ په تور ۲تنه په بند محکوم کړل
یو ایراني الاصله امریکایي او د هغه اتیا کلن پلار له امریکا سره د همکارۍ په تور په لس لس کاله بند محکوم شول.
میزان خبري اژانس نن راپور ورکړ چې سیامک نمازي او د هغه پلار باقر نمازي د امریکا له حکومت سره چې ایران یې خپل دښمن بولي د همکارۍ په خاطر په حبس محکوم شوي.
د سیامک نمازي د کورنۍ غړي وايي چې هغه په ۲۰۱۵ کال کې تهران ته له رسېدو سره سم ونیول شو او پلار یې چې د یونیسف متقاعد مامور و او د امریکا او ایران دوه ګونی تابعیت یې درلود، سږکال په فبروري میاشت کې ونیول شو.
د امریکا حکومت د دواړو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د دارفور پر روغتون په برید کې ۷۰ تنه وژل شوي
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر وايي چې په سودان کې د دارفور د محاصره شوې الفاشر ښار په یوازیني فعال روغتون باندې په برید کې ۷۰ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.
تېډروس ادهانوم ګبریسیوس نن (یکشنبې- د سلواغې په ۷مه) په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې دا برید «وحشتناک» بللی او لیکلي یې دي چې دغه برید داسي مهال وشو چې د «سعودي عربستان د میندو تعلیمي روغتون» له ناروغانو څخه ډک و.
د سودان کورنۍ جګړه، چې نژدې دوه کاله مخکې پیل شوې وه لا هم دوام لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر نه دي ویلي چې په جګړه کې کومه ښکېله خوا پر روغتون د برید مسووله ده، خو سیمهییز چارواکي ادعا کوي چې دا برید د یاغي ملیشه ډلو له خوا شوی.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله د «نړیوالو قوانینو سرغړونه» بللې او غندلې ده.
په بیلاروس کې د ولسمشرۍ انتخابات روان دي
د بیلاروس خلکو نن (د یکشنبې په ورځ، د سلواغې په ۷مه) په هغو انتخاباتو کې ګډون وکړ چې تمه کېږي په نتیجه کې یې د ولادیمیر پوتین نژدې متحد الکساندر لوکاشینکو، په اووم ځل ولسمشر پاتې شي.
لوکاشینکو چې ۷۰ کلن دی او په «اروپا کې د وروستي دیکتاتور» په نوم شهرت لري، په ۱۹۹۴ کال کې د بیلاروس د خپلواکۍ د ترلاسه کولو له مهاله د دې هېواد ولسمشر دی. تمه کېږي چې د دې انتخاباتو په نتیجه کې د هغه بریالیتوب اعلان شي.
د بیلاروس د اپوزیسیون مشره، سویتلانا تیخانوفسکایا، چې جلاوطنه ده، د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې د خپل هېواد روانې ټاکنې "یو طنز" بللی دی.
د اغلې تیخانوفسکایا مېړه له کلونو راهیسې په بیلاروس کې بندي دی او یو کال کېږي چې آن له زندانه بهر سره د تماس نیولو اجازه هم نه لري.
د بشري حقونو د څار بنسټ "ویاسنا" د اټکل له مخې، د تېرو څلورو کلونو په اوږدو کې په دې هېواد کې د سیاسي دلایلو له کبله تر ۵۰ زره زیات کسان نیول شوي دي.
زیلنسکي وايي، د اوکراین د جګړې په اړه په خبرو کې باید ګډون ولري
د اوکراین ولسمشر وایي چې ډونالډ ټرمپ د جګړې د پای ته رسولو په اړه خپله ژمنه عملي کولی شي، خو یوازې په هغه صورت کې چې کییف په هر ډول خبرو کې ګډون ولري.
ولادیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ، (د سلواغې په ۶مه) د مولداویا له ولسمشر سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «که اوکراین په مذاکراتو کې ګډون ونه کړي، دغه طرحه به بریالۍ نه وي، ځکه چې روسیه د جګړې پای ته رسېدل نه غواړي، خو اوکراین غواړي جګړه پای ته ورسوي.»
ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو په صورت کې به ډېر ژر د اوکراین جګړه ختمه کړي؛ که څه هم هغه د دې کار لپاره خپل پلان نه دی توضیح کړی.
ولادیمیر زیلنسکي د شنبې په ورځ له ایټالیايي خبریالې چیچلیا سالا سره په یوه مرکه کې، چې تازه د تهران له اوین زندانه خوشي شوې؛ وویل، باور لري چې ډونالډ ټرمپ له زړه د دې جګړې د پای ته رسولو په لټه کې دی.
ټرمپ له اردن او مصر څخه وغوښتل چې د فلسطینیانو کوربه توب وکړي
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې په تړانګه کې د "ناارامه وضعیت" په اړه وویل چې د اردن او مصر په څېر هېوادونه باید د زیاتو فلسطینیانو کوربه توب وکړي.
ډونالډ ټرمپ نن (یکشنبې په سهار، د جدي په ۷مه) وویل چې د اردن له پاچا ملک عبدالله سره یې خبرې کړې دي او غواړي چې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح سیسي سره هم خبرې وکړي.
ټرمپ، چې په الوتکه کې یې له خبریالانو سره خبرې کولې، د اردن د پاچا په اړه وویل: غواړي چې هغه د غړې خلک خپل هیواد ته وروبولي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر په دې په اړه نور جزئیات ورنه کړل چې د غزې اوسېدونکي به دې هېوادونو ته څنګه ولېږدول شي، یوازې یې دومره وویل چې دا کسان کېدای شي د لنډ یا اوږد وخت لپاره دغو هیوادونو ته انتقال شي.
د افغانستان، چین، قرغزستان او ازبیکستان ترمنځ د اورګادي د هلیز موده وغځول شوه
د افغانستان، ازبیکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د ریل پټلۍ د څلور اړخیزه اقتصادي دهلیز تړون یو بل کال هم وغځول شو.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی دی.
حق شناس ویلي چې د یاد ریلي دهلیز له لارې په ۲۰۲۴ کال کې ۴۲۰۰ کانتینره انتقالات ترسره شوي.
هغه هیله څرګنده کړې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انتقالاتو کچه نوره هم لوړه شي.
د افغانستان، قرغزستان، چین او ازبیکستان د ریلي دهلیز د تړون د لاسلیک مراسم په ازبکستان کې ترسره شوي.
یاد ریلي دهلیز له چين، قرغزستان او ازبيکستان څخه د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره نښلي.
هیڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو ازبکستان، قرغزستان او چین له هغو هېوادونو دي چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.
سپینې ماڼۍ اسراییل ته د درنو بمونو پر لېږلو د بایډن د حکومت پرېکړه لغوه کړه
سپینې ماڼۍ د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن د ادارې هغه امر لغوه کړی چې اسراییلو ته یې درانه بمونه نه لیږل.
په ورته وخت کې، د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دې موضوع ته له اشارې پرته وویل چې ډېر شیان اوس اسراییلو ته د رسېدو په لاره کېې دي.
د رویټرز د خبر له مخې، ټرمپ د شنبې په ورځ، د سلواغۍ په ۶ مه، وویل چې ډیری هغه توکي چې اسراییلو یې غوښتنه کړی وه او پیسې یې ورکړې وې مګر د بایډن ادارې نه وې لیږلې، اوس په لاره دي.
خو هغه په دې اړه نور جزئیات ورنه کړل.
مخکې له دې، ځینو رسنیو راپور ورکړی و چې پنټاګون اسراییلو ته خبر ورکړی چې نور دې هیواد ته د ۹۰۰ کیلوګرامه بمونو لیږلو محدودیت نشته.
د امریکا د پخواني ادارې ولسمشر جو بایډن تیر کال په رفح باندې د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې او د ملکي تلفاتو په اړه د اندیښنو وروسته اسراییلو ته د درنو بمونو په لیږلو محدودیتونه ولګول.
بایډن په هغه وخت کې وویل چې اسراییلو په غزه باندې په خپلو بریدونو کې امریکایي وسلې کارولې دي، چې په پایله کې یې پراخه ملکي تلفات رامنځته شوي دي.
یو دوه تابعیته روسی – امریکاي وګړی د روسیې په جنوب کې زنداني شوی
د ازادې اروپا راډیو – قفقاز څانګې شنبه د جنوري ۲۵مه د محکمې داسې اسناد ترلاسه کړي چې د شمالي قفقاز په سیمه کې د روسیې د کاباردینو-بالکاریا جمهوریت واقعیتونه څرګندوي.
نیول شوی کس چې د نوم مخفف یې کې، ټي ان یاد شوی له نومبر راهیسې هلته بندي دی.
دا سړی په غیرقانوني وسله والې ډلې کې د ګډون، ترهګریزو فعالیتونو او مناسبې روزنې تورن دی. تورن تر اوسه پورې له اعتراف انکار کړی دی، او د هغه وکیل ویلي هیڅ داسې شواهد نشته چې موکل یې په یادو جرایمو کې ښکېل شوی وي.
په روسیه کې د بشري حقونو فعالین او حقوقي کارپوهان وايي هغه خلک چې د امنیتي ادارو لخوا نیول شوي ډیری وختونه د تحقیقاتو په جریان کې د شکنجې له امله په زور اعتراف ته اړ ایستل شوي.
مسکو او واشنګټن د تیر کال په اګست کې لسګونه بندیان تبادله کړل، چې د سړې جګړې راهیسې تر ټولو لویه تبادله وه. یو شمېر امریکایي اتباع لا هم په روسیه کې بندیان دي.
د اسټرالیا د ټینس د ازادو سیالیو اتل ته څه باندې ۲ میلیونه ډالره جایزه ورکول کيږي
د اسټرالیا د ټینس د ازادو سیالیو په وروستۍ ورځ د اتلولۍ لپاره د نړۍ لومړی شمېره اتل د دویم شمېره لوبغاړي په وړاندې لوبیږي.
د ایټالیايي جنیک سینر او جرمن الکساندر زورف لوبه یکشنبه په ملبورن ښار کې ترسره کېږي.
د دې لوبې ګټونکی به د اتلولۍ د مقام تر څنګ دوه زره پاینټونه هم ترلاسه کړي چې په نړیواله رده بندي کې خورا اهمیت لري.
تر څنګ یې درې نیم میلیون اسټرالیايي ډالره جایزه هم د اتل لپاره په پام کې نیول شوې چې شاوخوا دوه میلیون او دوه لکه امریکایي ډالره کېږي.
د افغانستان او منځنۍ اسیا د ریل پټلۍ تړون تمدید شو
د افغانستان، ازبکستان، قرغزستان او چین ترمنځ د ریل پټلۍ د څلور اړخیزه اقتصادي دهلیز تړون یو بل کال هم وغځول شو.
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند اشرف حق شناس په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی دی.
حق شناس ویلي د یاد ریلي دهلیز له لارې په ۲۰۲۴ کال کې ۴۲۰۰ کانتینره انتقالات ترسره شوي.
هغه هیله ښوولې چې په ۲۰۲۵ کال کې د انتقالاتو کچه لا پسې ډېره شي.
د افغانستان، قرغزستان،چین او ازبکستان د ریلي دهلیز د تړون د لاسلیک مراسم په ازبکستان کې ترسره شوي.
یاد ریلي دهلیز له چين، قرغزستان او ازبيکستان څخه په تېرېدو د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصلیږي.
هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو ازبکستان، قرغزستان او چین د هغو هیوادونو له ډلې دي چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې ساتلي دي.
د غزې د اوربند د موافقې له مخې اسراییلو او حماس ډلې اسیران تبادله کړل
زرګونه فلسطینیانو د لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې هغو فلسطیني بندیانو ته هرکلی ووایه چې اسراییلو نن له حماس ډلې سره د اسیرانو د تبادلې په لړۍ کې خوشې کړل.
اسراییل وايي چې له خپلو زندانونو څخه یې ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړي دي او له هغه مخکې فلسطینۍ حماس ډلې هم څلور اسراییلۍ ښځې چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه یې برمته کړې وې، سره صلیب ته وسپارلې.
فلسطیني چارواکي وايي، شاوخوا ۱۳۰ تنه بندیان په رام الله کې او اویا تنه نور په مصر کې خوشې شول. د دې فلسطیني بندیانو له ډلې ۱۲۰ تنه هغه کسان دي چې د وسله والو حملو په تور په ابدي حبس محکوم شوي وو.
د حماس له خوا د خوشې شویو څلورو فلسطیني مېرمنو روغتيايي وضعیت ظاهرا ښه ښکارېده.
فلسطیني او اسراییلي اسیران په غزه کې له حماس سره، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې تروریستي ډله بولي، د اوربند د موافقې په اساس خوشې شول.
د قطر، مصر او متحدوایالتونو په منځګړتوب په غزه کې د شپږو اونیو په مخه د اوربند د موافقې له مخې د اسیرانو پر تبادلې سربېره غزې ته د بشري مرستو د رسولو بهیر هم پیلېږي.