کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د امنیتي وضعیت او وروستیو سیاسي جریانونو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.
ویسا:
ویسا خپلواکې ورځپاڼې خپل د سر په مطلب کې د واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې په حواله لیکلي چې وسلهوالو طالبانو په دې وروستیو کې خپلو حملو ته زور ورکړی دی او وضعیت مخ په خرابېدو دی.
د لیکونکي په وینا د خپور شوي دغه مطلب په سر کې راغلي، په داسې حال کې چې ژمی را ورسېده داسې ښکاري چې طالبان تر بل هر وخت زیات په افغانستان کې د خپل نفوس پراخولو ته لېواله دي.
ویسا لیکي:
واشنګټن پوسټ ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند جنرال چارلس کلېفلېنډ په یو برېښنا لیک کې لیکلي چې زموږ په باور وسلهوال طالبان هڅه کوي چې د روان میلادي کال تر پایه پورې یو سټراټېژیک هدف ته په رسېدو یعنې د یو ولایت په نیولو بریالي شي.
سرنوشت:
سرنوشت خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپله سر مقاله کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه لیکلي، تېره میاشت د افغانانو لپاره خونړۍ وه، که څه هم پخوا هم وژنې او جګړې وې خو په دې وروستۍ یوه میاشت کې جګړې او مرګ ژوبلې بې سارې وې.
په سر مقاله کې د افغانستان په ولایتونو کې د وروستیو ګڼو امنیتي پېښو بیلګې راوړل شوي او ویل شوي چې نور نو پکار ده چې دې پردۍ او له ارزښتونو لرې جګړې ته چې پر افغان خاوره یې وحشت حاکم کړی نه وویل شي.
سرخط:
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به سعودي عربستان ته په خپل درې ورځني سفر کې چې ټاکل شوې نن پیل شي له سعودي چارواکو او مفتیانو څخه وغواړي چې په افغانستان کې جګړه "نامشروع" اعلان کړي.
په مطلب کې د اجرائیه ریاست د مرستیال ویاند په حواله لیکل شوي چې اوسمهال د افغانستان نا مشروع جګړه د ویرې اچونکو له خوا مشروع اسلامي جګړه بلل کېږي چې باید د سعودي د مفتیانو لهخوا نا مشروع وګڼل شي.
خو په مطلب کې بیا د یو شمېر کارپوهانو په حواله راغلي چې په یاده موضوع له سعودي عربستان سره بحث بې ځایه او نوموړی هېواد پهخپله د ترهګرو ملاتړی دی.
هېواد:
خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د طالبانو د یوې جلا شوې ډلې مشر ملارسول له دولت سره د سولې د خبرو او مذاکراتو پیلو کړې.
هېواد د یو شمېر څېړونکو په حواله په دغه مطلب کې لیکلي، د طالبانو د دغې ډلې او دولت ترمنځ خبرې او یوې ښې پایلې ته رسېدل د ملا هېبتالله ډله چې پاکستان یې ملاتړ کوي کمزورې کولای شي.