د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۹ چنګاښ ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۰۰

خبرونه

ننګرهار کې یو امریکایي عسکر د ماین چاودنه کې ووژل شو

ننګرهار کې پرون سې شنبه یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د امریکا پوځ خبرپاڼه وايي، دا عسکر د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ترورېزم ضد عملیاتو په ترڅ کې په ماین الوتی دی.

فرانس پرېس او روېټرز خبري اژانسونه وايي چې د امریکا دفاع وزارت د دې عسکر هویت نه‎دی څرګند کړی.

په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو ګډ قوماندان جنرال جان نېکولسن ټینګار کړی چې د داعش پر ضد عملیاتو لپاره به د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ جاري وساتي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اسراییل پوځ د غزې د مرکزي سیمو اوسېدونکو ته ویلي چې له خپلو مېنو ووځي

د اسراییلو د پوځ ټانکونه او قطعې د غزې په سرحد کې (آرشیف)
د اسراییلو د پوځ ټانکونه او قطعې د غزې په سرحد کې (آرشیف)

د اسراییل پوځ د غزې د ځینو مرکزي ناحیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له خپلو مېنو ووځي.

د دې عملیاتو په نتیجه کې به د دیرالبلاح او جنوبي رفح او خان یونس ښارونو ترمنځ لارې بندې شي.

په دې ناحیو کې چې د تخلیې خبرداری ورکړل شوی، هغه سیمې هم شامل دي چې ډېرې نړیوالې مرستندویې موسسې پکې فعالې دي.

دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې اسراییلو او حماس ډلې ترمنځ په قطر کې د اوربند په اړه خبرې روانې دي، خو نړیوال منځګړي وايي چې په دې خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

د غزې څه باندې دوه میلیون وګړي د اسراییلو پر خاوره د حماس ډلې له حملې او ورپسې د دواړو خواوو ترمنځ د جګړه له پیل وروسته د یوه بشري ناروین په حالت کې ژوند کوي.

یو ایرانی چارواکی وايي، له دې هېواده د افغان کډوالو د وتلو مهلت د نژدې یوې نیمې میاشتې لپاره وغځېد

هرات، اسلام کلا- له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال
هرات، اسلام کلا- له ایرانه ایستل شوي افغان کډوال

د ایراني چارواکو له قوله ورکړل شوي راپورونه وايي چې ایران د افغان کډوالو د وتلو مهلت د نژدې نورې یوې نیمې میاشتې لپاره اوږد کړی دی.

ایراني رسنۍ راپور ورکوي چې په رضوي خراسان ولایت کې د ایران د بهرنیوچارو وزارت استازي احمد موسوي فر پرون په مشهد کې یوې خبري غونډې ته ویلي دي چې د ایران حکومت د بې اسنادو افغان کډوالو د وتلو مهلت د سپټمبر تر شپږمې (د وږي ۱۶مه) نېټې پورې غځوي.

له خبري غونډې وروسته په خپاره شوي بیان کې راغلي دي چې ایران دا پرېکړه د امکاناتو د نشتوالي او سختې تودوخې له کبله کړې ده.

د کډوالو لپاره د ملګروملتونو لویه کمیشنري وايي چې له ایرانه په سلو کې نژدې اویا سلنه افغان کډوال چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان دي په جبري ډول ایستل شوي دي.

د شپږیزې لیګ په دوهمه ورځ د بند امیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کریکټ د شپږیزې لیګ د لسم پړاو په دوهمه ورځ نن د بند امیر ښامارانو د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه.

لوبه مس عینک پیل کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۸ منډو هدف وټاکه.

بندامیر لوبډلې په شلم اوور کې یې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ۱۸۸ منډې جوړې کړې او لوبه یې وګټله.

په پام کې ده چې د شپږیزه د لیګ دوهمه لوبه نن د ماسپښین په ۲ بجو د بست د ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ترسره شي.

د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه.

دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.

ټرمپ: د ایران ویشتل شوې اټومي بټۍ د بیا فعالیت لپاره کلونه وخت ته اړتیا لري

د اصفهان اټومي بټۍ
د اصفهان اټومي بټۍ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، که ایران د کومې نوې اټومي بټۍ د جوړولو هوډ وکړي، ویجاړه به یې کړي.

ټرمپ پرون شنبه پر خپله ټولنیزه پاڼه ( سوشل تروټ) ولیکل " هغه درې اټومي تاسیسات په بشپړ ډول ویجاړ شوي" چې امریکا هوایي بریدونه پرې وکړل.

د ټرمپ په خبره، که ایران غواړي دغه اټومي تاسیسات بیرته په فعالیت راولي، نو په خبره یې کلونه وخت نیسي.

په تیره جون میاشت کې د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر فوردو، نطنز او اصفهان اټومي بټیو بریدونه وکړل.

ټرمپ دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د امریکا ( ان.بي.سي) خبري شبکې ویلي، د ایران د دریو اټومي بټیو له ډلې چې امریکا برید پرې کړی، یوه یې بشپړه ویجاړه شوې او دوه نورې به یې تر دوو میاشتو پورې بیرته د یورانیمو پخول پيل کړي.

د سوریې په سویدا کې فرقه یي جګړه دریدلې، نژدې شپږ سوه کسان په کې وژل شوي

سوریه کې بدوي جنګیالي
سوریه کې بدوي جنګیالي

د سوریې په سویدا ښار کې جګړه دریدلې او چارواکي وایي، سیمه له بدوي وسله والو پاکه شوې ده.

رویټرز خبري اژانس پرون شنبه ناوخته د سوریې د کورنیو چارو وزارت په حواله ویلي، بدوي قومي جنګیالي وروسته له هغه په شا شول چې سیمې ته امنیتي ځواکونه ولېږل شو.

په سویډا کې له یوې اونۍ راهیسې د دروزي ټولنې او بدوي یا کوچي قبیلې ترمنځ فرقه یي نښتې پيل شوې وې.

د سوریې د بشري حقونو د څار کمیسیون ویلي، دغو نښتو کې ۵۹۴ تنه وژل شوي او ملګرو ملتونو ویلي، ۲۰۰۰ کورنۍ د همدې تاوتریخوالي له کبله کډه شوي دي.

افغانستان ته د ستنېدونکو بې ساري څپه، طالب چارواکي له کوربه هېوادونو غوښتنې لري

له ایرانه ایستل شوي کډوال
له ایرانه ایستل شوي کډوال

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وایي، کوربه هېوادونه باید افغان کډوالو ته د خپلو حسابونو د تصفیې او املاکو د خرڅلاو یا لېږد لپاره وخت ورکړي.

متقي دغه څرګندونې پرون شنبه په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له لوی کمشنر فلیپو ګراندي سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.

وړاندې تر دې له ایران او پاکستانه ایستل شویو یوشمیر افغانانو ویلي، د کور توکي او جایدادونه ترې پاته دي او د نیولو پر مهال یې پولیس غږ نه اوري.

متقي په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دوی حکومت تر خپلې وسې د اخراج شویو کډوالو لاسنیوی کوي، خو په خبره یې " دا چې ستونزې ډیرې زیاتې دي، د نړیوالو ادارو مرستو ته اړتیا لېدل کیږي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنر داسې مهال افغانستان ته تللی چې دغه هېواد ته له ایران او پاکستانه د کډوالو څپه ورماته ده او د مرستې رسونې سیستم یې تر فشار لاندې راوستلی دی.

د شپږیزې لیګ دویمه ورځ، له غرمې مخکې بند امیر او مس عینک سیالي کوي

د شپږیزې لیګ نندارچیان
د شپږیزې لیګ نندارچیان

د افغانستان د کریکټ په شپږیزه لیګ کې نن یکشنبه په دویمه ورځ دوه لوبې ترسره کیږي.

لومړۍ لوبه چې د سهار په نهو بجو پیلیږي، د بند امیر ښامارانو او مس عینک اتلانو ترمنځ ده.

له غرمې وروسته دویمه لوبه د بوست ساتونکو او سپین غر پړانګانو ترمنځ ده.

د شپږیزې لیګ لسم پړاو پرون شنبه پيل شو چې په لومړنیو دوو لوبو کې یې مسک عینک سپین غر او امو نهنګانو د بست ساتونکو ته ماته ورکړه.

دا سیالۍ د اګست تر لومړۍ نیټې دوام کوي او هره ورځ په کې دوه-دوه لوبې کیږي.

په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي.

د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي.

په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.

په غزې کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سیمې په جنوب کې دوو مرستندویه مرکزونو ته نژدې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د دې ادارې ویاند محمود بصل فرانس‌پرس ته ویلي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه د خان‌یونس په جنوب لویدیځ کې، او څلور نور د رفح په شمال لوېدیځ کې وژل شوي دي.

یوه عیني شاهد ویلي: "خلک د خوړو اخیستلو لپاره راغلي وو، چې د اسراییلي سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې."

د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې ادعاوو په اړه پلټنې کوي.

له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د غزې جګړه پیل شوې، هلته بشري وضعیت ډېر کړکېچن شوی، تر دوه میلیونه زیات خلک له سختې لوږې او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخامخ دي، او د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې ده.

د مرستو د وېش پر مهال د خلکو وژل، په تېره بیا په ډزو، اوس په یوه معمول بدل شوی دی.

په ایران کې ۳ تنه د جنسي تېري په تور اعدام شول

د ایران قضايي چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې درې نارینه یې د جنسي تېري په تور د هیواد په شمال کې اعدام کړي دي.

د ایران د قضایيه قوې د خبري اژانس، میزان د راپور له مخې، د ګلستان ولایت د محکمې رئیس، حیدر آسیابي ویلي، دا حکم نن سهار د ګلستان ولایت د مرکز، ګرګان ښار په محبس کې دننه عملي شوی دی.

د ایران د قوانینو له مخې، د قتل او جنسي تېري سزا اعدام ده.

د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، ایران له چین وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کېږي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG