افغانستان
بروکسل کې د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پيلیږي

د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې نن د افغانستان په اړه نړیوال کنفرانس پيلیږي.
خو د دغه کنفرانس له پیل وړاندې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د افغان حکومت په ملاتړ یوه مظاهره هم ترسره وشوه.
مظاهره کوونکو د حکومت په ملاتړ او یو شمېر ګاونډيو هېوادو پر ضد شعارونه ورکول.
په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د نړۍ د اویا هېوادونو او نېږدې ۲۰ نړیوالو مؤسسو استازي د امریکا، روسیې، هند، جاپان، نړیوال بانک، ملګرو ملتونو او ناټو په ګډون برخه واخلي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د طالبانو سرپرست حکومت ختم شو

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د ورځې د لمانځلو په غونډه کې د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده پيغام ولوست او په هغه کې د دوی مشر دا غوښتنه کړې ده چې د سرپرست کلمه دې له دې وروسته د کابینې ټولو غړیو او وزیرانو ته نه کارول کیږي.
د سرپرست حکومت د ختمیدو لپاره طالبانو د هیڅ ډول تغییر رامنځته کیدو ژمنه نه ده کړې.
له نن څخه څلور کاله مخکې د اګست په پنځلسمه د طالبانو ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام سقوط شو.
د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د قانون حاکمیت رامنځته کړي

د بخښني نړیوال سازمان په افغانستان کې له طالبانو غوښتې دي چې د قانون حاکمیت دې رامنځته کړي او نوره دې دا څلور کلنه بې عدالتي ختمه کړي.
دغه سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له چارواکو دا هم غوښتې دي چې رسمي حقوقي نظام دې جوړ کړي چې عدالت تامین شي.
د بخښني د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت خپره شوې ده تر ډیره د طالبانو پر قضایي چارو تمرکز شوی دی.
طالبان وایي چې د دوی محکمې اسلامي شریعت پلی کوي، خو د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې طالبان له اسلامي شریعته د خپل تعبیر له مخې سخت تفسیر لري.
د افغانستان په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .
د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هوا شناسي ادارې خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا د بارانونو او سیلاوونو اټکل کیږي.
دغه راز په شمال لویدیځو ، لویدیځو ، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو اټکل شوی دی.
افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.
وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.
طالبان د خپلې واکمنۍ څلورم کال لمانځي ; د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی "استبدادي" واکمني رد کړي

په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په کابل او نورو ولایتونو کې مراسمو ته آمادګی نیولې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي.
دکارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو په وړاندې د پرلهپسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي.
طالبان په افغانستان کې واک ته ستندیل د فتحې ورځ بولي اوټاکل شوې ده نن یې د یو لړ مراسمو په ترځ کې په کابل او ولایاتو کې تجلیل کړي.
بلخوا له هیواده بهر د طالبانو مخالفینو تابیا نیولې ده چې په دې ورځ په څو هیوادونو کې دغونډو په ترځ کې د طالبانو واکمني وغندي.
د هرات د پاشدان د اوبو او برښنا بند نن پرانستل شو

د طالبانو حکومت نن ( پنجشنبه د زمري ۲۳مه) د هرات د پاشدان د اوبو بند د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت پرانست.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی " اقتصاد محوره" تګلارې لري او دې ډول کارونو ته به دوام ورکوي.
د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی.
دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.
د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې خو اوس اوس یې کارونه بشپړ شول.
طالبانو په تیر یوکال کې ۳۵ تلویزیوني شبکې تړلي او د رسنیو ۴۵ کارکوونکي يې نیولي دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، د طالبانو په تیره څلور کلنه واکمنۍ کې يې د خبریالانو او رسنیو له حقونو او ازادیو د سرغړونې ۱۹۰ قیضې ثبت کړي دي.
د دغه مرکز د راپور له مخې، طالبانو "د رسنیو د ځپلو پالیسۍ پراځې او شدیدې کړي دي".
وړاندې په راپور کې راغلي، طالبانو په تیر یو کال کې ۳۲تلویزیوني شبکې تړلي او ۴۵ د رسنیو کارکوونکي يې نیولي دي.
د طالبانو حکومت بیا وايي، د اسلامي شریعت او افغاني کلتور په چوکاټ کې "رسنیو ته ازادي" ورکړي، دا هغه ادعا ده چې بشري حقونو او له رسنیو د ملاتړ سازمانونو په کلکله رد کړې ده.
سیګار؛ طالبان بشري مرستې په زور له اړمنو کسانو اخلي او خپلو خپلوانو يې ویشي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره (سیګار) وايي، طالبان د "زور په کارولو" سره د هېواد په بیلابیلو برخو کې د مرستو رسولو بهیر ګډوډوي او له دغو بشري مرستو "لږکۍ محروموي".
سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي،" دا اطلاعات يې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو له ۹۰ پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو ترلاسه کړي دي".
په راپور کې راغلي، طالبان " د زور په ګډون له هرې ممکنې وسیله ګټه اخلي څو دغه بشري مرستې هغه ځای او کسانو ته ورسیږي چې دوی يې غواړي".
د سیګار په ټکو، د طالبانو دا کړنه د بهرنیو تمویل کوونکو د اصولو خلاف ده.
طالبانو په ځلونو د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې خپله مداخله رد کړی، خو د بشري مرستو رسونکو سازمانونو بیا د مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو له مداخلې په ځلونو شکایتونه کړي دي.
یو شمیر اړمنو کسانو ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت کړی چې طالبان په خپله بشري مرستې ویشي او اړمنو او مستحقو کسانو ته نه رسیږي.
مولوي حنفي په سعودي عربستان کې د خپل حکومت له جنرال قونسل سره د هلته مېشتو افغانانو په اړه لیدلي

د طالبانو د حکومت د اداري چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په سعودي عربستان کې د افغانستان د قونسلګرۍ له چارواکو غوښتي چې له سعودي عربستان سره اړیکې پراخې کړي.
پر ایکس په خپاره شوي یوه پیغام کې راغلي چې مولوي حنفي د سعودي عربستان په جده کې د طالبانو د حکومت له جنرال قونسل مولوي عمران افغان سره ولیدل.
په معلوماتو کې راغلي چې مولوي عمران افغان په دې غونډه کې ویلي چې په جده کې قونسلګري په سعودي عربستان کې د میشتو افغانانو د ستونزو د حل لپاره هر ډول هڅې کوي.
د مایګریشن پالیسي خپرونې د معلوماتو له مخې سعودي عربستان یو له هغو هیوادونو دی چې د افغانانو لویه برخه پکښي اوسي او د دباندي هیوادونو کې د ټولو افغانانو اته فیصده په سعودي عربستان کې ژوند کوي.
نن د هرات د پاشدان د اوبو بند افتتاح کیږي

ټاکل شوې ده چې نن د هرات د پاشدان د اوبو بند رسما افتتاح شي. د طالبانو د انرژي او اوبو وزارت له لورې رسنیو ته په استولي بلنلیک کې راغلې دي چې د پاشدان د اوبو بند او د بریښنا د تولید فابریکه به د پنجشنبه په ورځ د طالبانو د بیا واکمنۍ په ویاړ پرانیستل شي.
د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی. دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.
د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې او اوس یې کارونه بشپړ شول.
د طالبانو حکومت او قرغزستان د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې

د طالبانو حکومت او د قرغزستان حکومت اقتصادي او د سوداګریزې همکارۍ دوه اړخیزه موافقه لاسلیک کړې.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د قرغزستان جمهوریت د اقتصاد او سوداګرۍ وزارت ترمنځ دا موافقه د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته د دغه وزارت د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي د سفر په جریان کې وشوه.
د راپورونو له مخې د دوه اړخیزې سوداګرۍ د تسهیل تر څنګ قرغزستان ژمنه کړې چې سوداګریزې ویزې به اسانه کړي، بانکي اړیکې به ښه کړي او د افغان سوداګرو لپاره به د ترانسپورت لارې اسانه کړي.
مخکې تر دې قرغزستان سږ کال طالبان د ترهګرو سازمانونو له لیست څخه لرې کړل.
د دې تر څنګ په منځنۍ اسیا هیوادونو کې ترکمنستان له افغانستان سره د ګازو د پایپ لاین پر یوه لویه پروژه کار بیا پیل کړی دی او ازبکستان په اګست میاشت کې له کابل سره د 2.5 ملیارد ډالرو په ارزښت د همکارۍ تړونونه لاسلیک کړي دي.