نړۍ
د ترکیې حکومت بېړنۍ حالت د ۳میاشتو لپاره تمدید کړ
د ترکیې حکومت په دې هېواد کې بېړنۍ حالت د نورو درېیو میاشتو لپاره تمدید کړ.
د ترکیې مرستیال صدراعظم نعمان کورتولموش پرون وویل چې دا پریکړه د کابینې په غونډه کې شوې ده.
کورتولموش وویل، د ولسمشر رجب طیب اردغان په مشرۍ د کابینې په غونډې پریکړه وشوه چې بیړنۍ حالت دې د نورو ۹۰ ورځو لپاره تمدید شي:
"د بېړني حالت د تمدید پریکړه به د اکتوبر له نولسمې نېټې وروسته نافذه وي. پوهیږئ چې دا پریکړه د چهارشنبې په ورځ په انقره کې د ترکیې د ملي امنیت شورا د غونډې په سپارښتنه شوې ده."
په ترکیه کې په جولای میاشت کې د رژیم پرضد ناکامه کودتا وشوه چې لږ تر لږه ۲۷۰ کسان پهکې ووژل شول.
له دې وروسته د ترکیې حکومت په دې هېواد کې بېړنۍ حالت اعلان کړ.
د متحدو ایالاتو له دې اعلان وروسته چې نه غواړي په سوریه کې د جګړې د بندولو په هڅو کې له روسیې سره همکارۍ ته دوام ورکړي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون په سوریه کې د اوربند د بیا ټینګولو لپاره هڅه وکړه، خو روسیې یې په وړاندې خنډ جوړ کړ.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
په استانبول کې د اسراییل کونسلګرۍ ترڅنګ په ډزو کې ۳ تنه وژل شوي
د ترکیې رسنیو راپور ورکړی چې په استانبول کې د هغې ودانۍ ترڅنګ، چې د اسراییل قونسلګري پکې موقعیت لري، د ډزو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د دې پېښې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د ډزو له پیل سره سم ګڼ شمېر پولیس سیمې ته رسېدلي دي.
ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې دا مهال په ترکیه کې هېڅ اسراییلي ډیپلومات نه شته.
په ویډیويي تصویرونو کې لیدل کېږي چې پولیس د ډزو د غږ له اورېدو سره سم خپلې وسلې راباسي او پناه اخلي. همداراز په یوه صحنه کې یو کس لیدل کېږي چې په وینو لړلی پر ځمکه پروت دی.
سعودي وايي، هوايي دفاعي سیستمونو یې د ۱۱ توغندو مخه نیولې ده
د سعودي عربستان رسنيو د سېشنبې په ورځ د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د هوايي دفاع سیستمونو یې د هېواد په ختیځو سیمو کې ۱۱ بالستیک توغندي شنډ او له منځه وړي دي، او د ځینو توغندیو پاتې شوني د انرژۍ تاسیساتو ته نژدې لوېدلي دي.
د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې په لومړي سر کې څلور توغندي شنډ شول، او وروسته اووه نور بالستیک توغندي هم، چې همدې سیمې ته توغول شوي وو، له منځه یوړل شول.
چارواکو ویلي چې د احتمالي زیانونو ارزونه روانه ده.
په همدې حال کې، په خواله رسنیو کې د الجبیل په صنعتي سیمه کې د اور لګېدو تصویرونه خپاره شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس هم د سعودي د سرچینو په قول ویلي چې د دغه هېواد پر پېټروکیمي (کیمیاوي صنعت) تاسیساتو باندې برید شوی دی.
د الجبیل سیمه د انرژۍ او پېټروکیمي مهم تاسیسات لري.
په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې یو وار بیا لوړې شوې
د تېلو بیې نن (سې شنبې) وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ایران ته ګواښونه وکړل، یو وار بیا لوړې شوې.
ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی چې که تر ټاکلي ضربالاجل پورې هرمز تنګی نه پرانیزي، نو د دې هېواد ملکي تاسیسات به په نخښه شي.
په مقابل کې، تهران ګواښ کړی چې که دا کار وشي، نو د خلیج په سیمه کې به د انرژۍ تاسیسات په نخښه کړي.
د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې د بوشهر اتومي بټۍ په شاوخوا کې د بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافائل ګروسي، د دوشنبې په ورځ په ایکسپاڼه کې په یوه پیغام کې د بوشهر اتومي بټۍ (د ایران په جنوب کې) پر شاوخوا سیمو باندې د بریدونو د سمدستي درولو غوښتنه وکړه.
د ښاغلي ګروسي په وینا، پر دې اتومي بټۍ یا د هغې پر شاوخوا سیمو برید «د اتومي خوندیتوب لپاره یو ډېر ریښتینی خطر دی او باید سمدستي ودرول شي».
د راپور له مخې، د متحدم ایالتونو او اسرائیل له خوا پر ایران د ګډو بریدونو له پیل څخه چې تر اوسه شاوخوا ۴۰ ورځې تېرې شوې، د بوشهر د ۱۰۰۰ میګاواټه اتومي بټۍ څلور ځله په نښه شوې ده. وروستی برید د تېرې شنبې په ورځ شوی و.
رافائل ګروسي زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې په یوه پېښه کې بم یوازې ۷۵ متره لرې له بټۍ ولګېد. هغه خبرداری ورکړ چې پر دې ځای برید «یوه جدي راډیولوژیکي پېښه رامنځته کولی شي، چې د ایران دننه او له دې هېواد بهر د خلکو او چاپېریال لپاره به زیانمنې پایلې ولري».
د اروپايي شورا ريیس پر ملکي تاسیساتو بریدونه عیرقانوني وبلل
د اروپايي شورا رئیس انتونیو کوستا ویلي چې د ملکي زیربناوو، په ځانګړي ډول د انرژۍ تاسیساتو په نخښه کول غیرقانوني او د منلو نه دي.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«د منځني ختیځ له پنځه اوونیزې جګړې وروسته، ښکاره ده چې یوازې ډیپلوماټیک حل کولای شي د دې بحران ریښې ختمې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ډونالډ ټرمپ ایران ته ضربالاجل ټاکلی چې هرمز بېرته پرانیزي، که نه د دغه هیواد برېښناکوټونه به له منځه یوسي.
ویل کېږي چې دا تنګی له څه باندې یوې میاشتې راهیسې د سپاه پاسداران له خوا تړل شوی دی.
کوستا له ایران وغوښتل چې بریدونه ودروي او د سمندري تګ راتګ ازادي بېرته تأمین کړي.
په جرمني کې هغه لېوه چې یوه ښځه یې داړلې وه، برېښودل شو
د جرمني د چاپېریال ادارې ویلي چې هغه لېوه چې تېره اوونۍ یې په هامبورګ کې یوه ښځه داړلې او ټپي کړې وه، بېرته طبیعت ته خوشې شوی دی.
دغه حیوان ته د څرک لګولو وسیله (ټریکر) لګول شوې او اوس تر څارنې لاندې دی.
چارواکو خبرداری ورکړی چې که بیا مېشتو سیمو ته نژدې شي، ژر به اقدام وشي.
دغه لېوه تېره اوونۍ په یوه سوداګریز مرکز کې پر یوې ۶۵ کلنې ښځې برید کړی و.
د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر سید مجید خادمي وژل شوی
د ایران د سپاه پاسدران د اطلاعاتي سازمان مشر وژل شوی دی.
سپاه پاسدران نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) اعلان کړی چې د دغو پوځي ځواکونو د اطلاعاتي سازمان مشر تورن جنرال سید مجید خادمي وژل شوی دی.
دوی به له دې چې د پيښې جزییات روښانه کړي ویلي چې خادمي شاوخوا نیمه پيړۍ د سپاه پاسدران انقلاب په اطلاعاتي او امنیتي څانګه کې فعالیت کړی دی.
خادمي تېر کال د ایران او اسراییل د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال په دغې څوکۍ وګمارل شو. دا وروسته تر دې چې هغه مهال د سپاه پاسدران د اطلاعاتي څانګې مشر محمد کاظمي ووژل شو.
ایران او امریکا ( د لنډمهاله اوربند) او (هرموز تنګي د خلاصولو) طرحه ارزوي
رویټرز خبري اژانس د ایران او امریکا ترمنځ د داسې طرحې خبر ورکړی چې " اوربند" او " د هرموز تنګي خلاصول" یې دوه پړاونه دي.
رویټرز د یوې باخبره سرچینې په حواله ویلي چې متحده ایالتونو د شخړو د پای ته رسولو لپاره دغه طرحه ترلاسه کړې او کیدای شي چې له دوشنبې عملي شي او ورسره د هرموز تنګی خلاص شي.
د سرچینې په وینا، دغه طرحه پاکستان جوړه کړې او یکشنبه ماښام یې امریکا او ایران دواړو ته سپارلې ده.
پرون یکشنبه د لومړي ځل لپاره اکسیسوس ویبپاڼې د امریکایي، اسراییلي او سیمه ییزو سرچینو په حواله ولیکل چې متحده ایالتونه، ایران او سیمه ییز منځګړي د یوه ۴۵ ورځني احتمالي اوربند په ارزونه بوخت دي چې کولای شي شخړې ورسره پای ته ورسیږي.
بل لورته یوه ایراني چارواکي رویټرز ته ویلي چې دوی به د لنډمهالي اوربند په بدل کې د هرموز تنګی خلاص نه کړي.
منځني ختیځ کې د شخړو دوام، اسراییل او ایران نن هم یو پر بل درانه بریدونه کړي دي
پر ایران د اسراییلو او امریکا د بریدونو په دوام نن دوشنبه ( د حمل ۱۷مه) په تهران درانه هوایي بریدونه شوي دي.
د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا لیکلي چې یو برید په تهران کې پر شریف صنعتي پوهنتون شوی دی او د پوهنتون مشر ویلي چې د پوهنتون یو " علمي بنسټ" په نښه شوی دی.
تېره شپه هم پر تهران بریدونه شوي چې د لږ تر لږه ۶ ماشومانو وژل کېدل په کې تایید شوي دي.
بل لورته اسراییلي چارواکو تایید کړې چې پر شمالي ښار حیفا د ایران په توغندیز برید کې دوه تنه وژل شوي، دوه ورک دي او د یوه ماشوم په ګډون ۴ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، ایران نن سهار پر اسراییل لږ تر لږه لس توغندي توغولي دي.
له دې سره همهاله د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت هم ویلي چې هوایي دفاع سیستم یې د ایران د توغندیو او ډرونونو د تعقیب په حال کې دی.
دغه وزارت ویلي، د هېواد په بیلابیلو برخو کې د چاودنو غږونه، د همدې تعقیبي عملیاتو له کبله دي.
کویټ هم نن دوشنبه ورته خبرونه خپاره کړي دي.
ټرمپ وایي، د ایران د جګړې په جریان کې یې د ایران د حکومت ضد معترضینو ته وسلې لیږلي دي
د امریکا ولسمشردونالډ ټرمپ وایي، متحده ایالاتو له ایران سره د جګړې په جریان کې په دغه هېواد کې د حکومت ضد معترضینو ته وسلې استولې دي.
فاکس نیوز شبکې د نوموړي له قوله راپورورکړی چې وایي دغه وسلې د کردانو له لارې لېږل شوې دي.
ډونالډ ټرمپ څرګنده کړه: "موږ معترضینو ته ډېرې وسلې ولېږلې. موږ دا د کردانو له لارې ولېږلې او زه فکر کوم چې کردانو دا وسلې له ځان سره ساتلي دي."
د امریکا ولسمشر، چې پرون یکشنبې د ورځې په پیل کې یې ایران ته ګواښ کړی و چې که د هرمز تنګی بند پاتې شي، نو د دې هېواد پر برېښناکوټو او پلونو به برید وکړي، په دې مرکه کې وویل چې دی باور لري چې د دوشنبې په ورځ له ایران سره یوې هوکړې ته د رسیدو "ښه چانس" شته.
هغه ټینګار وکړ: "زه فکر کوم چې سبا(دوشنبې) ښه چانس شته، هغوی همدا اوس په خبرو اترو بوخت دي."
ټرمپ زیاته کړه: "که هغوی ژر تر ژره هوکړه ونکړي، زه دا ارزوم چې هر څه ویجاړکړم او تېل په خپل واک کې واخلم."