خبرونه
ټرمپ او هېلري په ټلوېزیوني مناظره کې پر یو بل نیوکې وکړې

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډموکراټ او جمهوري غوښتونکو ګوندونو کاندیدانو هېلري کلېنټن او ډونالډ ټرمپ په لومړنۍ ټلوېزیوني مناظره کې ګډون وکړ.
په دې مناظره کې د امریکا له کورنیو مسایلو نیولې د ملي امنیت او نړیوالو اړیکو په اړه پر بېلابېلو مسایلو بحث وشو.
دواړو کاندیدانو د مناظرې په جریان کې پر یو بل سخت انتقادونه هم وکړل.
کلېنتن ټرمپ یو غولونکی شخص یاد کړ چې د دې په وینا د غوره کېدو لپاره ګډې وډې خبرې کوي او هغهیې تورن کړ چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتینیې هڅولی چې پر امریکایي اهدافو انټرنېټي یا سایبري حملې وکړي.
مېرمن کلېنټن زیاته کړه:
"په دې وروستیو کې موږ د سایبري حملو شاهد یو چې دولتونه او د دولتونو ادارې يې تر شاه دي. د وروستیو حملو تر شاه چې د اندېښنې وړ دي، روسیه ده."
ټرمپ کلېنټن یوه نمونه سیاستواله وبلله چې د ده په وینا خبرې ډېرې کوي، ښې یې هم کوي خو عمل نهکوي.
هغه د سایبري حملو په اړه د کلېنټن د تورونو په اړه وویل:
"زه فکر نهکوم چې څوک دې په دې پوه وي چې روسیې پر «DNC» حمله کړې وي. دا وایي روسیه، روسیه او روسیه، ښایي دا به روسیه وه خو کېدای شي هغه چین وي. ښایي یو شمېر نور کسان وي."
ښاغلي ټرمپ دغهراز پر ډموکراټ ګوند تور ولګاوه چې له عراقه د امریکايي سرتېرو په اېستلو سرهیې د اسلامي دولت ډلې یا داعش رامنځته کېدو ته زمینه برابره کړه.
ویل کېږي د تېرې ورځې ټلوېزیوني مناظره به شاوخوا نوي میلیونه وګړو لیدلې وي.
د دواړو کاندیدانو ترمنځ د نومبر د اتمې د انتخاباتو له ترسره کېدو مخکې دا ډول دوه نورې مناظرې هم کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جرمني تیرکال نژدې درې لکه کډوالو ته تابعیت ورکړی

جرمني په ۲۰۲۴کال کې د ریکارډ په کچه کډوالو ته د دې هېواد تابعیت ورکړی دی.
د جرمني د احصايې فډرال ادارې نن سه شنبې اعلان وکړ چې دغه هېواد تیرکال ۲۹۱زره کډوالو ته تابعیت ورکړی دی چې د ۲۰۲۳کال پرتله ۴۶سلنه زیاتوالی ښيۍ.
د اعلان له مخې د نوي تابعیت ترلاسه کوونکې تر ډیره سوریایان دي.
په جرمني کې میشت درې سلنه افغانانو هم تیرکال د دې هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی.
د تابعیت په قانون کې اصلاحات د دې زیاتوالي عمده لامل بلل شوی دی.
د جرمني حکومت د ۲۰۲۳کال په جون میاشت کې د تابعیت اخیستو لپاره د استوګنې شرط له اتو کلونو څخه پنځو کلونو ته راکم کړ او ان درې کالونه يې د ځانګړو مواردو لپاره ټاکلي وو.
که څه هم تیرکال ډیرو کډوالو د جرمني تابعیت ترلاسه کړی خو د جرمني نوی ایتلافي حکومت غواړي بیرته دغه اصلاحات راونغاړي او د تابعیت لپاره د لږ تر لږه پنځه کلن انتظاره موده بیرته رامنځته کړي.
په اتریش کې د یوه ښوونځي دننه په ډزو سره لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

پولیسو تایید کړې چې پېښه نن په ګراز ښار کې شوې او یوه زده کوونکي دا برید ترسره کړی دی.
د پولیسو په خبره ګڼ کسان ټپيان هم دي چې زده کوونکي او ښوونکي په کې شامل دي.
زده کوونکي او معلمین له ښوونځي ایستل شوي دي.
په اتریش کې داسې پېښې ډېره سابقه نه لري.
یواځې تېره فبروري میاشت د اتریش په جنوب کې یوه بریدګر د چاقو په ګوزارونو سره لږ تر لږه یو کس وواژه او ۵ نور یې ژوبل کړل.
د اسراییلو سمندري ځواکونو په یمن کې د حدیده پر بندر برید کړی دی

د اسراییلو سمندري ځواکونو د لومړی ځل لپاره په یمن کې پر حدیده بندر بریدونه کړې دي.
د اسراییلو پوځ نن سه شنبې ویلي، بریدونه د سمندري ځواکونو توغندي ویشتونکو کښتو کړي دي.
د یمني حوثیانو په واک کې د "المسیره" په نوم یو خبري شبکې هم پر حدیده بندر د بریدونه خبر ورکړی خو په اړه ډیر جزیات خپاره کړې نه دي.
له دې وړاندې اسراییلو د دوشنبې په شپه په انلاین توګه په سیمه کې میشتو یمني وګړو ته خبرداری ورکړی و چې د راس عیسی، حدیده او الصلیف بندرونو څخه ووځي.
د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثیانو د حماس وسله والې ډلې په ملاتړ په ځلونو پر اسراییلو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.
امریکا متحده ایالتونه و اروپايي ټولنه حماس ډله د یو ترهګریز سازمان په توګه پیژني.
د حدیدي بندر له ۲۰۱۴کال راهیسې له کله چې حوثیانو د یمن پلازمینه صنعا نیولې ده، په میلیونو یمني وګړو ته د بشري مرستو د رسولو تر ټولو مهمه لاره ده.
د افغانستان د پاورلفټنګ د فدراسیون مشر نجیب الله ایوبي وفات شوی دی

د افغانستان د پاورلفټنګ او پیاوړو سړیو د فدراسیون مشر نجیب ایوبي وفات شوی دی.
د افغانستان کورنیو رسنیو نن سه شنبې د ایوبي د زوی ساحل ایوبي په حواله دا خبر ورکړی دی.
ساحل ایوبي ویلي، پلار يې پرون شپه د زړه حملي له کبله د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.
۴۷کلن نحیب الله ایوبي له څو کالونو راهیسې د افغانستان د پاورلفټنګ فدرسیون مشر و.
مکسیکو د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت مخدر مواد نیولي

د مکسیکو حکومت وویل چې دوی د مخدره توکو په لابراتوارونو باندې د چاپو په ترڅ کې له ۵۰ ملیونه ډالرو څخه د ډیر ارزښت میتامفیتامین نیولې دي.
د چارواکو په وینا دا مخدر مواد دوه څلویښت ټنه دي.
دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د لاتینې امریکا دغه هیواد د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دی.
د مکسیکو حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې مخدره توکي د لویدیځ ایالت میچواکان په پنځو ځایونو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي.
روسیې او اوکراین ځوان نیول شوي سرتیرې تبادله کړل

روسیې او اوکراین د دوشنبې په ورځ (د جون په ۹مه) په څو بسونو کې له ۲۵ کلونو څخه کم عمره جنګي اسیران تبادله کړل.
دا یوه لویه تبادله ده چې په استانبول کې د تیرې اونۍ د خبرو اترو په پایله کې د یوې موافقې پر بنسټ دوام لري.
روسي چارواکو کییف تورن کړی و چې د جنګي اسیران تبادلې ته زړه نه ښه کوي او د پوځیانو جسدونه نه ورسپاري. دوی ویلي چې روسیې دمخه اوکراین ته د ۶۴۰ بندیانو لیست چمتو کړی دی، چې ټپیان، سخت ناروغه او ځوانان لومړیتوب لري ترڅو د تبادلې پروسه پیل کړي.
اوکراین د جنګي اسیرانو د تبادلې په برخه کې د روسیې تورونه رد کړې دي.
د افغان کډوالو په زرګونو کورنۍ په وروستیو کې له ایران او پاکستانه ستنې شوې

ایران او پاکستان د شاوخوا پنځلس ورځو په ترڅ کې افغانستان ته د افغان کډوالو تر شپږ زره درې سوه ډیرې کورنۍ ستنې کړې دي.
د طالبانو حکومت تر ادارې لاندې د باختر اژانس راپور ورکړی دی، چې د جوزا له لسمې تر نولسمې نیټې پورې له ایران څخه پنځه زره پنځه سوه او له پاکستان څخه اته سوه شل کورنۍ یا په زور یا په رضا افغانستان ته تللې دي.
د ایران حکومت ویاندې فاطمه مهاجرانې ویلي دي، چې له ایران څخه به ټول هغه کډوال اېستل کېږي، چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.
د ایران مهر خبري اژانس د ایران د حکومت د ویاندې فاطمې مهاجراني په وینا خبر ورکړی دی چې له ایران څخه به ټول هغه کډوال ایستل کیږي چې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري.
د ایراني مسوولینو په وینا په دغهّ هیواد کې څه باندې شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. په پاکستان کې بیا شاوخوا څلور میلیونه افغان کډوال اوسیږي چې ځیني یې د اوسیدو قانوني اسناد لري او یوشمیر یې په پاکستان کې د استوګني قانوني اسناد نه لري.
ایران: له افغانستانه د تریاکو قاچاق نه دی دریدلی

د ایران د نشه ای موادو د مبارزې ادارې د نړیوالو اړیکو مشر محمد نریماني وایي چې لاهم له افغانستانه ایران ته تریاک قاچاقیږي.
د ایران ایسنا خبرې اژانس پرون( د جون ۹ مه) د محمد نریماني په وینا خبر ورکړ چې وایي، په افغانستان کې د نشه اي توکو تولید کم شوی دی خو داسې ښکاري چې د تریاکو له پخوانیو زیرمو ایران ته قاچاق روان دی. ښاغلي نریمانی زیاته کړه چې په افغانستان کې د متامفتامین تولید هم په زیاتیدو دی.
نریماني دا مخدر مواد د شانګهای سازمان د ټولو غړیو هیوادونو او سیمې لپاره ننګونه وبلله.
طالبانو د دې موضوع په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.
ملګرو ملتو سږکال د مارچ په میاشت کې اټکل کړی و چې په افغانستان کې د طالبانو د مشر تر بندیز مخکې دومره تریاک زیرمه شوې دي چې تر دوه زره اووه ویشتم کال پورې د قاچاقبرانو لپاره کافي دي.
د افغانستان او سوریې د فوټبال ملي لوبډلې سره مخامخیږي

ټاکل شوې ده چې نن د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د سوریې د فوټبال له ملي ټیم سره مسابقه وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا، دا لوبه به د اسیایي جام د غوراوي د مقدماتي لوبو په ترڅ کې په سعودي عربستان کې ترسره شي.
د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي له یوې اونۍ راهیسې د سعودي عربستان په الاحسا کې خپل تمرینات ترسره کوي.
د افغانستان ننۍ لوبه د ایتالیایي رزونکي وینچنزو البرتو انزه په مشرۍ لومړۍ رسمي لوبه ده چې ترسره به شي.
ښاغلی انزه نږدې میاشت مخکې د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې د روزنکي په توګه کار پیل کړ.
په کابل کې وسله واله نښته وشوه

تیره شپه د کابل ښار په پنځلسمه ناحیه کې نښته وشوه. د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع دا پيښه کورنیو رسنیو ته تایید کړه، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دې ورکړي.
طالبانو ویلي دي چې دوی د کابل په پنځلسمه ناحیه کې د قصبې په سیمه کې د داعش پر یوه پټنځای حمله کړې ده.
طالبانو د تیر یوه کال په ترڅ کې بیا بیا دا خبره کړې ده چې داعش ډله په افغانستان کې تر ډیره ځپل شوې ده، په ورته وخت کې طالبانو دا تور لګولی دی چې د داعش ډلې مرکزونه د پاکستان په بلوچستان کې دي.
د افغانستان لپاره د امریکا د متحد ایالتونو مخکني استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي و چې پاکستان له داعش خراسان څانګې څخه د خپلو اهدافو لپاره د یوې وسیلې په توګه استفاده کوي.
پاکستان دا تورونه رد کړې دي.