د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

له پاکستانه د راستانه شویو کډوالو ستونزې


د کابل په پل چرخي سیمه کې یوې لویې دښتې ته چې له پاسه سور لمر او لاندې ځمکه سپېرو خاورو نیولې وه ورغلو، په دې دښته کې څو خېمې او لوی سره او شنه موټر چې په څنډیو، اینو او بنګړیو سینګار شوي و ولاړ و، د موټرو په منځ کې ستړې ستومانه په دوړو او خاورو سپېرې مېرمنې او ماشومان د مرستې په تمه ناست و.

د ستنو شویو کډوالو له څېرو څخه له ورایه معلومېدل چې په پېښور کې یې بدې ورځې او ډېرې سختۍ لېدلې وې، وهل ډبول، زندان، د کورنو ورانول، د سیم کارټونو بندول، هغه څه و چې دوی یې دې ته اړکړل چې پېښور پرېږدي په پېښور کې پر افغان ګډوالو د ظلمونو کیسې له څو تنو هغو کسانو څخه اورو چې عملاً ورسره مخ شوي و.

د کډوالو د وزارت مسؤل کسان وایي چې هره ورځ تقریباً څلور زره کسان له پېښور څخه او یو نیم تر دوو زرو کسان له ایران نه افغانستان ته راځي چې د کال له پیل څخه بیا تر اوسه دوه لکه اوپنځه دېرش زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:11:44 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG