افغانستان
د ترورېزم صادرونکو هېوادو په لېست کې د پاکستان د شاملولو طرحه
د امریکا د کانګرس دوو غړو یوه طرحه کانګرس ته وړاندې کړې ده او په هغې کې یې غوښتي دي چې پاکستان د ترورېزم د صادرونکو هېوادو په لېست کې شامل کړي.
د دې طرحې له مخې د امریکا ولسمشر په راتلونکو نوي ورځو کې له ترورېزم سره د پاکستان د ملاتړ د تور په اړه کانګرس ته راپور ورکوي.
دا طرحه د جمهوري غوښتونکو دوو غړو دانا رورابکر او په کانګرس کې له ترورېزم سره د مبارزې د کمېټې مشر ټېد پو وړاندې کړې ده.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
له لومړي ساعته تر ټول عمره؛ د مور شیدې د ماشومانو د روغتیا ساتونکی دی
د روغتیا نړیوال سازمان د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په مناسبت وايي له زېږون وروسته لومړی ساعت د ټول عمر لپاره لوی بدلون رامنځته کولای شي.
دغه سازمان زیاتوي چې په لومړي ساعت کې ماشوم ته د مور شیدې ورکول د هغه د معافیت سیستم پیاوړی کوي او د ژوندي پاته کېدو فرصت یې زیاتوي په ځانګړې توکه که ماشوم یا ماشومه له وخته مخکې زېږېدلی/ زېږېدلې وي.
یاد سازمان په دې مناسبت وايي چې په دې اوونۍ کې باید په ټول افغانستان کې د میندو او د مور له شیدو څخه د هر ماشوم د ګټې اخیستو له حق څخه ملاتړ او ساتنه وشي.
هر کال د اګسټ میاشتې لومړۍ اوونۍ د مور په شیدو د تغذیې د نړیوالې اوونۍ په توګه نمانځل کېږي چې موخه یې د ماشومانو او نویو زېږېدلو د ودې او روغتیا لپاره د مور د شیدو حیاتي رول ته پاملرنه را اړول دي.
افغانستان ته د قزاقستان د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی
قزاقستان د تېر کال د سپمټبر میاشتې راهیسې تر اوسه ۲.۴ ملیون ټنه غله افغانستان ته صادره کړې ده.
د یاد هېواد د کرنې وزارت وايي د مخکېني کال د ورته مودې په پرتله افغانستان ته د دوی د غلې په صادراتو کې ۵۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په تېر اکټوبر میاشت کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تجارتي لارو له تړل کېدو وروسته افغان سوداګرو د منځني اسیا او ایران بندرونو ته مخه کړې.
اوسمهال اکثر اولیه خوراکي مواد او د سونګ توکي له منځنۍ اسیا افغانستان ته واردېږي.
د بشري حقونو د څارسازمان: د طالبانو واکمنۍ په افغانستان کې د بشري حقونو بحران لا ژور کړی دی
د بشري حقونو د څار سازمان (هیومان رایټس واچ) وايي، پنځه کاله وروسته له هغه چې طالبانو واک تر لاسه کړ، افغانستان لا هم په نړۍ کې د بشري حقونو له تر ټولو سختو بحرانونو سره مخ دی، او ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي.
دغه سازمان د دوشنبې په ورځ په خپاره شوي راپور کې ویلي، طالبانو د ښځو او نجونو د زده کړې، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ګډون حقونه په پراخه کچه محدود کړي دي. افغانستان لا هم په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونې پکې له شپږم ټولګي پورته زده کړو څخه راګرځول شوي دي.
د بشري حقونو د څارسازمان وايي، طالبانو د رسنیو پر ازادۍ هم محدودیتونه زیات کړي، خبریالان، فعالان او منتقدین یې نیولي او له ناوړه چلند سره یې مخ کړي دي. دغه سازمان زیاتوي چې د طالبانو نوي قوانین د مذهبي لږکیو په وړاندې تبعیض زیاتوي او د ښځو لپاره قانوني خوندیتوب کمزوری کوي، په ځانګړي ډول د کورني تاوتریخوالي او کم عمره ودونو په برخه کې.
راپور خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخیدو دی او شاوخوا ۴۰ سلنه نفوس، یعنې له ۱۷ میلیونو ډېر کسان، سخت د خوړو له کمښت سره مخ کېدای شي، ځکه نړیوالې مرستې کمې شوې دي.
دې سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې پر طالبانو فشار زیات کړي، د بشري حقونو د سرغړونو د حساب ورکولو د هڅو ملاتړ وکړي، د هغو افغانانو جبري ستنول ودروي چې د ځورونې له خطر سره مخ دي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.
راپور همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه کړې او ویلي یې دي چې په مارچ میاشت کې په کابل کې د مخدره موادو د درملنې پر یوه مرکز د پاکستان په هوايي برید کې، د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه ۲۶۹ ملکي وګړي وژل شوي وو.
د طالبانو حکومت د بشري حقونو د څارسازمان د دغه نوي راپور په اړه څه ندي ویلي خو له دې مخکې یې ویلي چې د شریعت له مخې د افغانستان د ټولو وګړو حقونه خوندي دي.
دولسو ولایتونو کې نن دوشنبې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل شوی دی
د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هواپیژندنې اداره نن دوشنبې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو بارانونو او تندو بادونو اټکل کړی دی.
دې ادارې نن دوشنبې په خپله ایکسپاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې نورستان، کونړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او بدخشان کې به د باران اندازه له لسو نه تر ۴۰ملي مترو پورې وي او په ځینو سیمو کې هم د تندو بادونو او خاورو او دوړو اټکل کیږي.
د یوشمیرمرکزي، ختیځو، جنوبي، لویدیځو او شمالي ولایتونو په ځینو سیمو کې د بادونو سرعت له ۵۰ څخه تر۹۵ کیلومتره په ساعت کې اټکل شوی دی.
دغه خبرداری داسې مهال ورکول کیږي چې نورستان او یوشمیرنور ولایتونه په دې ورستیو کې د سختو بارانونو او سیلونو شاهدان وو چې په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې. افغانستان په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو او د طبیعي پېښو له امله د پراخو زیانونو شاهد وو.
ریچارډ بینیټ: آیرلنډ دې د افغانستان د ښځو د کرکټ ملې لوبډلې ته د لوبو بلنه ورکړي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړی راپورورکونکي ریچارډ بینیټ وایي، د ایرلنډ کرکټ بورډ دا فرصت لري چې د جنسیتي برابرۍ ملاتړ په عمل کې وښيي او د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډلې ته بلنه ورکړي چې په ایرلنډ کې لوبې وکړي.
بینیټ د یکشنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغه بورډ باید له دې فرصته ګټه واخلي او همدارنګه د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) له خوا د افغانستان د ښځو د کرکټ لوبډلې د رسمي پېژندنې ملاتړ هم وکړي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د اګست له ۵مې څخه تر ۱۴مې پورې په ایرلنډ کې د پنځو یوورځنیو (ODI) سیالیو په لړۍ کې له ایرلنډ سره ولوبېږي.
د آیرلنډ د کرکټ ادارې د شنبې په ورځ وویل چې د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو یو ورځنیو سیالیو لپاره یې د اعتراضونو احتمال ته په پام مناسب امنیتي تدابیر نیولي او له پولیسو او نورو اړوندو ادارو سره یې همغږي کړې، څو ټولې پنځه لوبې په خوندي ډول ترسره شي.
د دغو سیالیو کوربتوب د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د ښځو پر حقونو د سختو محدودیتونو له امله له نیوکو سره مخ شوی دی.
تاجکستان د دوشنبې – کابل – تهران د ترانسپورتي دهلېز ازمیښتي سفر پیلوي
د تاجکستان د ترانسپورت وزارت پرون وویل، په راتلونکې میاشت کې به د دوشنبې – کابل – تهران د نوي ترانسپورتي مسیر لومړنی ازمیښتي سفر پیل شي.
د دې سفر موخه د ګمرکي او سرحدي چارو ارزونه او د تاجکستان، افغانستان او ایران ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ده، څو وروسته منظم تجارتي ترانسپورټ پیل شي.
د دې دهلېز له لارې به د تاجکستان او ایران ترمنځ سوداګریز توکي د افغانستان له خاورې تېرېږي، چې د افغانستان لپاره به د ترانزیټي عوایدو د زیاتېدو او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت برابر کړي.
په کابل کې د ماشومانو د زړه ناروغیو لپاره ځانګړی روغتون پرانیستل شو
افغاني سره میاشت ټولنې پرون (یکشنبې) په کابل کې د ماشومانو د زړه د مورزادي ناروغیو د درملنې لپاره یو ځانګړی روغتون پرانیست، چې د چارواکو په وینا هر کال به د شاوخوا ۲ زره ناروغانو درملنه وکړي.
سره میاشت ټولنې ویلي، په دغه روغتون کې به ټولې طبي او جراحي چارې په وړیا توګه ترسره کېږي.
د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اداري چارو مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د دې روغتون د پرانیستنې په مهال وویل، تر اوسه په افغانستان کې تر ۳۶ زره ډېر د زړه په مورزادي ناروغیو اخته ماشومان ثبت شوي، چې ډېری یې د درملنې وس نه لري. هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به دا ماشومان په نوي روغتون کې وړیا درملنه ترلاسه کړي.
امریکا غواړي یوه افغانه د ترهګرۍ د ځانګړې محکمې له لارې افغانستان ته ولېږي
د امریکا د عدلیې وزارت غواړي یوه ۴۷ کلنه افغانه، نذیره حاجيزاده، د بهرنیو ترهګرو د ایستلو ځانګړې محکمې (ATRC) له لارې له امریکا وباسي.
دا لومړی ځل دی چې دا محکمه د یوه داسې بهرني وګړي د ایستلو لپاره کارول کېږي چې د چارواکو په وینا، د داعش پلوي کورنۍ د ترورویستي برید په پلان کې یې مرسته کړې ده.
د امریکا د چارواکو په وینا، نذیره حاجيزاده او د هغې د کورنۍ غړي په ۲۰۲۴ کال کې د انتخاباتو په ورځ د داعش په ملاتړ د ډلهییز برید په پلان کې ښکېل وو. د هغې زوی عبدالله حاجيزاده او زوم ناصر احمد توحیدي مخکې په همدې قضیه کې مجرم پېژندل شوي دي.
د عدلیې وزارت وایي، کورنۍ د برید د تمویل لپاره د خپل کور او نورې شتمنۍ د پلورلو هڅه کړې وه، او نذیرې حاجيزاده هم پلان درلود چې د کورنۍ نور غړي له برید مخکې افغانستان ته ولېږدوي.
امریکايي چارواکي وایي، د ترهګرۍ په قضیو کې د بهرنیو وګړو لپاره په امریکا کې ځای نشته، او د همدې دلیل له مخې غواړي نوموړې د ځانګړې محکمې له لارې له هېواده وباسي.
پنجاب نږدې ۱۴۰ زره بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ایستلي
پاکستاني رسنیو پرون (یکشنبې) د پنجاب د ایالني حکومت د چارواکو په قول وویل چې د بې اسناده بهرنیانو پر ضد د روان کمپاین په ترڅ کې یې نژدې ۱۴۰ زره افغان کډوال نیولي او له قانوني مراحلو وروسته یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پنجاب د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۳۹ زره او ۹۰۲ افغانان بېرته افغانستان ته ایستل شوي، او ۲۴۸ نور لا هم په ۳۹ توقیفځایونو کې ساتل کېږي، چې د دوسیو تر بشپړېدو وروسته به د تورخم له لارې ولېږدول شي.
پاکستان وايي، په تېرو درېیو کلونو کې یې شاوخوا ۲.۶۶ میلیونه بې اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
له بلې خوا، بشري بنسټونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو پراخ جبري ایستل ښايي ګڼې زیانمنې کورنۍ له جدي ستونزو سره مخ کړي، او له پاکستانه یې غوښتي چې د ایستلو پرېکړې د نړیوالو بشري معیارونو له مخې ترسره کړي.
په ایټالیا کې د درې سوځول شویو افغانانو جسدونه کابل ته لیږدول شوي
د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت کابل ته د هغو درې افغانانو د مړو د لیږدولو خبر ورکوي چې څه موده وړاندې په ایټالیا کې په یوه موټرکې دننه د سوځولو په یوه پیښه کې مړه شوي و. دې وزارت د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دغو افغان کډوالو چې د غبرګولي یا جوزا په ۱۱ په ایټالیا کې د یوه پاکستاني وګړي له خوا د سوځولو په یوه زړه بوګنوکې پیښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی و، جسدونه یې د زمري یا اسد په ۵ او ۶ کابل ته ولیږدول شول. د خبرپاڼې له مخې قربانیان د بلخ، پروان او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکي و چې له پاکستاني وګړي سره د شخصي دښمنۍ په ترڅ کې د هغه له خوا په خپل موټرکې دننه سوځول شوي او مړه شوې و. دې وزارت د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږي څرګندولو ترڅنګ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو وضعیت او د زیانونو او تاوتریخوالي په وړاندې د هغوی ملاتړ ته زیاته پاملرنه وکړي.
د ایټالیا صدراعظمې جورجیا میلوني دغه پیښه چې پر درې افغانانو سربیره یوپاکستانی وګړی هم پکې وژل شوی، زړه بوږنونکې بللې او ویلي یې و چې "دغه وحشتناکه جنایت باید په بشپړه توګه څرګند او ټول عاملان یې باید عدالت ته را کاږل شي."
وروسته ایټالوي چارواکو وویل چې دوه پاکستاني وګړي د دې قضیې په تړاو نیول شوي دي.