افغانستان
هلمند کې ۱۴ وسلهوال وژل شوي

هلمند کې د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۴ وسلهوال وژل شوي او ۶ نور نیول شوي دي.
د هلمند د ۲۱۵ میوند قول اردو څخه رسنیو ته په استول شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات تېره شپه د دې ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې د بهرنیو ځواکونو لورته د اوښتي زیان په اړه څه نه دي ویل شوي.
طالبانو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ګرمسیر ولسوالۍ د لښکرګاه په جنوب کې د پاکستان سره پولي ته نېږدې موقعیت لري چې یو شمېر سیمې یې د تیرې میلادي میاشتې په اوږدو کې تر سختو جګړو وروسته د وسلهوالو لاسته ولوېدلې.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
طالبانو د بشري حقونو د نقض په تړاو د ملګرو ملتو تورونه رد کړل

طالبانو د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا تورونه چې په افغانستان کې بشري حقونه نه رعایت کیږي، رد کړل.
د طالبانو مرستیال ویاند وویل چې په افغانستان کې هیڅ بشري حقونه نه دې نقض شوي، په اسلامي نظام کې د ټولو اتباعو حقوق خوندې دي او د ځینو بنسټونو ادعاوې په دې برخه کې سمې نه دي.
حمد الله فطرت دا څرګندونې پرون وروسته تر دې وکړې چې د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره شوه.
دا غونډه چې په جینوا کې ترسره شوه د لږ تر لږه اته دیرش هیوادونو او نړیوالو موسسو استازیو پکې ګډون کړی وو. د غونډې برخه والو پر طالبانو غږ وکړ چې د بشري حقونو په برخه کې دې خپلې نړیوالې ژمنې پر ځای کړي.
په دې غونډه کې د تیر په څیر د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې.
افغان کرکټ لوبډلې په اسیایي جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسیایي جام کې د هانګ کانګ لوبډلې ته د څلور نوي منډو په توپیر ماتې ورکړه.
دا د روان اسیایي جام لومړۍ لوبه وه چې تیرماښام په ابوظبي کې ترسره شوه.
لومړی بټنګ افغانستان وکړ چې په ټاکلیو شل اورونو کې یې یوسل او اته اتیا منډې جوړې کړې. په افغان بټسمینانو کې صدیق الله اتل په درې اویا منډو ناسوځیدلی پاتې شو، عظمت الله عمرزي پنځوسیزه وکړه.
مقابل لورې په شل اورونو کې څلور نوي منډې جوړې کړې او نهه لوبغاړي یې وسوځیدل.
افغانستان او هانګ کانګ په ( ب) ګروپ کې له بنګله دیش او سریلاناکا سره یوځای شوې دي.
په الف ګروپ کې متحد عربي امارات، عمان، هند او پاکستان سره لوبیږي.
نن به په دې اتلولیو کې هند له کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو سره مخامخ شي.
د دې جام پایلوبه به د سپتمبر په اته ویشتمه ترسره شي.
ملګرو ملتو د افغانستان لپاره د لسګونو میلیونو ډالرو مرسته غوښتنه وکړه

ملګرو ملتو نن د افغانستان له زلزله ځپلیو سره د نژدې یوسل او څلویښت میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه وکړه.
ملګرو ملتو په دې اړه په خپاره کړي بیان کې ویلي دي چې په دې ډول به د افغانستان په ختیځ کې له نیم میلیون ځپل شویو خلکو سره مرسته وکړي.
رویټرز اژانس د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږه کوونکي اندریکا راتوات څرګندونې رااخیستې دي چې وایي، دا هغه شیبه ده چې نړیواله ټولنه باید ژور فکر وکړي او له هغه ولس سره خواخوږي وښیي چې وار له مخه یې ډير کړاوونه زغملي دي.
نوموړي زیاته کړه چې څو اونۍ وروسته به د کونړ په لوړو سیمو کې هوا ډيره سړه شي چې خطر به نور ورسره زیات شي.
د اګست په یو دیرشمه نیټه د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله تر دوه زره دوه سوه ډیر کسان ووژل شول او تر درې زره شپږ سوه ډیر ټپيان شول.
د فراه په بالابولوک کې چاودنه شوې

په فراه کې ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالي کې د چاودنې له امله اووه تنه وژل شوې دي.
په بالابلوک کې د طالبانو چارواکو ویلي دي چې د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي.
دا پيښه تېر مازدیګر د بالابلوک ولسوالي په نواباد کلي کې وشوه. تر اوسه څرګنده نه ده چې دا چاودیدونکي مواد څرنګه په دې کور کې ځای پرځای شوي و، یا وروړل شوي و.
په افغانستان کې د ماین پاکۍ د موسسو په وینا ماینونه او له جګړو پاتې چاودیدونکي مواد هره میاشت لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړوي.
کرزي او عبدالله د احمد شاه مسعود تلین لمانځلی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پرځول شوي جمهوري نظام د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د احمد شاه مسعود د څلرویشتم تلین په یاد په جلا جلا بیانوو کې د هغه د مبارزې ستاینه کړې ده.
کرزی او عبدالله چې په کابل کې د طالبانو په واکمنۍ کې ژوند کوي، احمد شاه مسعود یو مجاهد اتل یاد کړی دی.
د جمهوري نظام پرمهال به د احمد شاه مسعود د تلین له رارسیدو سره سم یوه اونۍ د شهیدانو د اونۍ په مناسبت غونډې، لاریونونه او د ویر مراسم ترسره کیدل، خو په تیرو څه باندې څلورو کلونو کې چې طالبانو کابل نیولی دی، د مسعود ورځ نه لمانځل کیږي.
احمد شاه مسعود چې د طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې یې له هغوی سره سختې جګړې وکړې، له ننه څلرویشت کاله مخکې د تخار په خواجه بها الدین ولسوالي کې د یوه ځانمرګي برید له امله ووژل شو.
د کریکټ اسیا جام کې نن افغانستان او هانګ کانګ لوبه لري

د کریکټ اسیایي جام نن سه شنبه د افغانستان او هانګ کانګ په لوبې سره پيلیږي.
لوبه ماښام ۷ بجې د اماراتو په شیخ زاید ستډیوم کې ترسره کیږي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګله دیش او سریلانکا سره لوبې کوي.
د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان د کرکټ ملي لوبډلې به په الف ګروپ کې لوبېږي.
افغانستان تر دې لوبو مخکې د اماراتو په کوربه توب له پاکستان او کوربه هېواد سره یوه درې اړخیزه لوبلړۍ درلوده چې دویم مقام یې په کې خپل کړ.
د زلزله ځپلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د طبي مرستو یوه بله کارګو کابل ته رسیدلې

د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو.ایچ.او) وایي، د کونړ د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره د دوی د طبي مرستو یوه نوې کارګو کابل ته ورسېده.
دغې بسته کې ۳۵ متریک ټنه ژوند ژغورونکي طبي وسایل شامل دي.
ډبلیو ایچ او د دوشنبې په ماښام یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې کارګو سره زلزله ځپلو ته د دوی د بیړنیو طبي مرستو اندازه نژدې ۸۰ ټنو ته ورسېده.
دغه مرستې د یاد سازمان د دوبۍ له ګدامه افغانستان ته انتقال شوي چې د جراحۍ کیټونه، د لومړنیو مرستو بستې، د غیر ساري ناروغیو د درملنې مواد او دارو درمل په کې دي.
کونړ کې د اګست د ۳۱مې زلزلې د طالب چارواکو په وینا له ۲۲ سوو ډیر کسان ووژل او له ۳۶۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې پرون دوشنبه وویل، د ټولو اغیزمن شویو خلکو شمیر ۸۴ زرو ته رسیږي.
تاجکستان د کونړ زلزله ځپلو ته درې زره ټنه خوراکي او نور اړین توکي ولېږل

تاجکستان د کونړ له زلزله ځپلو سره څه باندې درې زره ټنه بشري مرسته کړې ده.
د ازادۍ راډيو تاجکستاني څانګې لیکلي چې په دغو مرستو کې چې نن یې کاروان افغانستان خواته روان شوی، اوړه، غوړي، بوره، کمپلې، خیمې او نور لومړني مواد شامل دي.
له زلزله ځپلو سره د چین، قطر او هند په ګډون ګڼ شمیر هېوادونو د لومړنیو موادو او د بریتانیا، جنوبي کوریا او استرالیا په ګډون یوشمیر نورو نقدي مرسته کړې ده.
زلزله ځپلي وایي، لومړنۍ مرستې ور رسیدلي، خو په خبره یې دا لنډمهاله دي او د دایمي ملاتړ لپاره یې باید بیرته سرپناوې او د ژوند امکانات ورته برابر شي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام ویلي، د زلزله ځپلو د لنډمهالي او اوږدمهاله ملاتړ لپاره شاوخوا ۸ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.
فایق: طالبانو د پخواني نظام د پوځیانو شکنجې، نیولو او وژلو ته دوام ورکړی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمۍ استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق یوځل بیا د طالبانو له خوا د ده په ټکو " د پخوانیو پوځیانو د نیولو، شکنجې او وژلو" پر دوام نیوکه کړې ده.
فایق نن دوشنبه ( د سنبلې ۱۷مه) پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي " مستند راپورونه شته چې ښيي له ګاونډیو هېوادونو اخراج شوي پخواني پوځیان افغانستان کې په هدفي ډول وژل شوي".
د فایق په خبره دا د بشریت ضد جنایت دی او عاملان یې باید ځواب ویونکي اوسي.
فایق د بي بي سي هغه راپور ته هم اشاره کړې چې د دوو سرچینو په حواله یې لیکلي، د طالبانو استخباراتو د پخواني جمهوري نظام دوه لوړپوړي قومندانان نیولي دي.
د دغه راپور له مخې نیول شوي قومندانان یو فرید سیدخیلي دی چې پخواني حکومت کې د بغلان د پامیر قل اردو د دریمې لوا قومندان و او بل هم پرویز سیدخیلي دی چې د همدې لوا د پلي کنډک مشر و.
دغه کسان د کابل په ۱۱مه او ۴مه حوزه کې نیول شوي دي.
فرید سیدخیلي وروستیو کې له ایران او پرویز سیدخیلي له پاکستانه افغانستان ته ډیپورت شوي دي.
د طالبانو د حکومت سرچینو تراوسه د دغه خبر د تایید یا رد په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د افغانستان د کریکټ ټیم د اسیا د جام د لوبو پیل کې سبا له هانګ کانګ سره مخامخ کیږي

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا، سې شنبه، د سپتمبر په ۹مه، د هانګ کانګ لوبډلې پر وړاندې د اسیا شل اوریزه کرکټ جام لومړۍ لوبه وکړي.
دا سیالۍ به د متحده عربي اماراتو په کوربه توب ترسره شي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګله دیش او سریلانکا سره لوبې کوي.
د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان د کرکټ ملي لوبډلې به په الف ګروپ کې لوبې وکړي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله پرون یکشنبې د اسیا جام په درشل کې د درې اړخیزې سیالۍ په وروستۍ لوبه کې له پاکستان څخه د ۷۵ منډو په توپیر له ماتې سره مخ شو .
دغه لوبې دافغانستان ، پاکستان او کوربه هیواد متحدوعربي اماراتو ترمینځ وشوې.