د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۵۰

خبرونه

افغانستان د افغاني‌الاصله امریکايي په اړه له څېړنو سره مرسته کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د اړتیا پر مهال به په امریکا کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور د نیول شوي افغاني‌الاصله امریکايي وګړي په اړه له تحقیقاتو سره مرسته وکړي.

د نیویارک پولیسو دغه افغاني‌الاصله امریکايي وګړی احمد خان رحمي، په منهاټن سیمه کې د وروستۍ بمي چاودنې په تور نیولی.

د پولیسو په وینا، د منهاټن په چلسي سېمه کې د شنبې په شپه د کورنیو بمونو په چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ټپیان شوي دي.

د پولیسو په وینا، مشکوک احمد خان رحمي ۲۸ کلن دی، په افغانستان کې زېږېدلی او بیا امریکا ته تللی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د هند صدراعظم پاکستان ته خبرداری ورکړ

نریندرا مودي
نریندرا مودي

د هند صدراعظم وویل، که په راتلونکي کې د پاکستان له لورې پر هند برید وشي، سخته سزا به ورکړي.

نریندرا مودي دا خبرداری نن له بریتانوي استعمار څخه د هند د خپلواکۍ د اته اویایمې کلیزې په مناسب اسلام اباد ته ورکړ.

ښاغلي مودي دا څرګندونې درې میاشتې وروسته تر دې کړې دي چې هند او پاکستان څلور ورځې جګړه وکړه.

دا جګړه د هند تر واک لاندې کشمیر کې د پهلګام په سیمه کې د ترهګرو له یوه برید وروسته پيل شوه. د ترهګرو په دې حمله کې شپږ ویشت سیلانیان ووژل شول، نوي ډیلي د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او پاکستان په دې حمله کې لاس لرل رد کړل.

په خیبرپښتونخوا کې سیلونو د لسګونو کسانو ژوند اخیستی

په پاکستان کې سیلونه-ارشیف
په پاکستان کې سیلونه-ارشیف

د خییبرپښتونخوا په باجوړ، کوز دیر، شانګلې، بټګرام او مانسهره کې د بارانونو او سیلونو له امله لږ تر لږه څلور دیرش کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په پيښور کې د ژغورنې او مرستندویه چارو د ایالتي ادارې ویاند بلال فیضي نن د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په باجوړ کې شپاړس جسدونه له سیلونو راایستل شوې دي او اووه تنه لا هم تري تم دي.

د ښاغلي فیضي په وینا په بټګرام کې لس، په کوز دیر کې پنځه او په شانګله کې یو تن تر دې دمه د سیلونو له امله ساه ورکړې ده.

په مانسهره کې بیا د دوو تنو د وژل کیدو او یوه تن د ژوبلیدو خبرونه خپاره شوې دي.

د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې د جون له شپږ ویشتمې راهیسې په ټول پاکستان کې د بارانونو او سیلونو له امله تر درې سوه شپیته ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي.

د طالبانو سرپرست حکومت ختم شو

د طالبانو مرستیال ویاند حمد الله فطرت په کابل کې د لویې جرګې په تالار کې د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ د ورځې د لمانځلو په غونډه کې د خپل مشر ملا هبت الله اخندزاده پيغام ولوست او په هغه کې د دوی مشر دا غوښتنه کړې ده چې د سرپرست کلمه دې له دې وروسته د کابینې ټولو غړیو او وزیرانو ته نه کارول کیږي.

د سرپرست حکومت د ختمیدو لپاره طالبانو د هیڅ ډول تغییر رامنځته کیدو ژمنه نه ده کړې.

له نن څخه څلور کاله مخکې د اګست په پنځلسمه د طالبانو ځواکونه کابل ته ننوتل او جمهوري نظام سقوط شو.

د بخښنې نړیوال سازمان: طالبان دې د قانون حاکمیت رامنځته کړي

د بخښنې نړیوال سازمان
د بخښنې نړیوال سازمان

د بخښني نړیوال سازمان په افغانستان کې له طالبانو غوښتې دي چې د قانون حاکمیت دې رامنځته کړي او نوره دې دا څلور کلنه بې عدالتي ختمه کړي.

دغه سازمان نن په یوه خبرپاڼه کې د طالبانو له چارواکو دا هم غوښتې دي چې رسمي حقوقي نظام دې جوړ کړي چې عدالت تامین شي.

د بخښني د نړیوال سازمان په خبرپاڼه کې، چې د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت خپره شوې ده تر ډیره د طالبانو پر قضایي چارو تمرکز شوی دی.

طالبان وایي چې د دوی محکمې اسلامي شریعت پلی کوي، خو د بخښني نړیوال سازمان ویلي دي چې طالبان له اسلامي شریعته د خپل تعبیر له مخې سخت تفسیر لري.

د افغانستان  په اتو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سیلابونو اټکل

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن او سبا د سختو بارانونو او ناڅاپی سیلابونو اټکل شوی دی .

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت وزارت د هوا شناسي ادارې خبرپاڼه وايي چې په نورستان ، کنړ، ننګرهار ، غزني ، لوګر، خوست، پکتیا او پکتیکا د بارانونو او سیلاوونو اټکل کیږي.

دغه راز په شمال لویدیځو ، لویدیځو ، جنوب ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د شدیدو بادونو اټکل شوی دی.

افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له کبله د زیانمنو شویو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري.

وچکالي او بې وخته بارانونه د اقلیمي بدلون لویې نښې ګڼل کیږي.

طالبان د خپلې واکمنۍ څلورم کال لمانځي ; د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی "استبدادي" واکمني رد کړي

په داسې حال کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ د څلورم کال په مناسبت په کابل او نورو ولایتونو کې مراسمو ته آمادګی نیولې، د ملګرو ملتونو کارپوهانو په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې ددوی استبدادي واکمني رد کړي.

دکارپوهانو په اعلاميه کې راغلي چې د طالبانو په څلور کلنه واکمنۍ کې افغانان، په ځانګړي ډول ښځې او نجونې،د خپلو اساسي حقونو او ازاديو په وړاندې د پرله‌پسې او زياتېدونکو بريدونو سره مخ شوي دي.

طالبان په افغانستان کې واک ته ستندیل د فتحې ورځ بولي اوټاکل شوې ده نن یې د یو لړ مراسمو په ترځ کې په کابل او ولایاتو کې تجلیل کړي.

بلخوا له هیواده بهر د طالبانو مخالفینو تابیا نیولې ده چې په دې ورځ په څو هیوادونو کې دغونډو په ترځ کې د طالبانو واکمني وغندي.

پاکستان د توغندیزې وړتیا د څارنې یو پوځي مرکز جوړوي

ارشیف
ارشیف

پاکستان به په متعارفو جګړو کې د خپل توغندیزې وړتیا د څارنې لپاره یو پوځي بنسټ جوړ کړي.


دغه اقدام په ظاهره له هند سره د مخامخ کېدو په صورت کې د توغندیزې وړتیا د لوړولو په هدف ترسره کیږي.


د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ ناوخته د " پاکستان د پوځ د توغندیز ځواکونو" د جوړیدو خبر ورکړ.

شریف دغه څرګندونې د پاکستان د خپلواکۍ له اته اویایمې کلیزې یو ورځ مخکې، له هند سره د تیرې مې میاشتې د جګړې په یاد غونډه کې کړي.

د هغه خبرې رسنیو نن راپور کړي دي.

شریف زیاته کړې چې د پاکستان توغندیز ځواکونه به " په نوې ټکنالوژۍ" سمبال وي.

پوتین او ټرمپ یو په یو سره ګوري، یوازې ژباړونکي به ورسره وي

د امریکا او روسیې ولسمشران، ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین
د امریکا او روسیې ولسمشران، ډونالډ ټرمپ او ولادمیر پوتین

مسکو وایي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین به له خپل امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یو په یو وګوري او یوازې ژباړونکي به ورسره وي.

په کریملین ماڼۍ کې د پوتین یوه همکار یوري یوشاکوف نن پنجشنبه ( د زمري ۲۳مه) خبریالانو ته وویل، دواړه دا مشران به سبا په ځایي وخت ۱۱ نیمې بجې د امریکا په الاسکا کې سره وګوري.
ټاکل شوې دواړه مشران د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو پر لارو چارو خبرې وکړي.

د دغو لیدو کتو په درشل کې د اوکراین ولسمشر له اروپایي مشرانو سره لیده کاته کوي او دې ترڅ کې یې نن لندن کې د بریتانیا له صدر اعظم کییر سټارمر سره کتلي دي.

زلنسکي پرون برلین کې د جرمني او یوشمیر نورو اروپایي هېوادونو له استازو سره وکتل.

زلنسکي هڅه کوي چې ټرمپ له هغې خبرې وګرځوي چې ویلې یې دي، د اوکراین د سولې په تړون کې ممکن د ځمکې ورکړه هم شامله وي.

پاریسن-ژرمن د اروپا سوپر جام سیالیو کې تاتنهام ته ماتې ورکړه

ارشیف
ارشیف

د فرانسې پاریسن-ژرمن فوټبال لوبډلې د اروپا د سوپر جام سیالیو له شور او زوږه ډکې یوې لوبه کې انګلیسي سیال تاتنهام ته ماته ورکړه.

په دې سره دغې لوبډلې د ۲۰۲۵ کال پنځمه اتلولي ولمانځله.

په دغې لوبه کې چې ایټالیا کې ترسره شوه، تاتنهام تر ۸۵ دقیقې پورې په دوه ګولونو بریالی و، خو نژدې لسو دقیقو کې پاریسن-ژرمن دوه ګوله ووهل او لوبه د پنالټي ضربو ته ولاړه.

پنالټي ضربو کې بیا پاریسن ژرمن خپل سیال مات کړ.

د هرات د پاشدان د اوبو او برښنا بند نن پرانستل شو

د هرات پاشدان بند، ارشیف
د هرات پاشدان بند، ارشیف

د طالبانو حکومت نن ( پنجشنبه د زمري ۲۳مه) د هرات د پاشدان د اوبو بند د خپلې واکمنۍ د څلورمې کلیزې په مناسبت پرانست.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دوی " اقتصاد محوره" تګلارې لري او دې ډول کارونو ته به دوام ورکوي.

د پاشدان بند د هرات له ښاره ختیځ لور ته په پنځه ویشت کیلومترۍ کې د کرخ په ولسوالي کې دی.

دا بند څلور اویا متره لوړوالی لري او د څلور پنځوس میلیونه مترمکعب اوبو ظرفیت لري چې دوه میګاواټه برښنا به تولید کړي او شاوخوا دیارلس زره هکتاره مځکه به خړوبه کړي.

د پاشدان د بند د جوړیدو چارې په تیر جمهوري نظام کې په دوه زره یولسم کې پيل شوې چې بیا د جګړو له امله یې کله چارې مخته تللي، کله ځنډیدلې خو اوس اوس یې کارونه بشپړ شول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG