ولې ځینې افغان نارینه دوهم، درېیم او څلورم واده کوي؟
کله چې په ښځې بن راځي نو له کومو ستونزو سره مخامخ کېږي؟
د څو ودونو کول کوم شرایط لري؟
بن هغه نوم دی چې ټولې ښځې ترې وېرېږي او کله یې زړه دا نه مني چې د خپل ژوند شریک له بلې ښځې سره شریک کړي یعني بن ولري،د بنې راتګ ډېر وخت لومړۍ ښځې ته د رټل کېدو،له پامه غورځېدو او بدمرغۍ په معنی دی.
په افغانستان کې د شرعي احکامو او عنعنوي انګېرنو له مخې ځینې نارینه د دوو تر څلورو دودونو فکر کوي چې ځینې خو یې آن هغه شرعي شرایط هم نه شي پوره کولای.
جوړوونکې: مسعوده نیازۍ