افغانستان
کامهوال: اختر شپو او ورځو کې کندز کې امنیتي تدابیر جدي دي

د کندز ولایت چارواکي وايي، د اختر شپو ورځو کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.
د سپین زر د۸۰۸ زون عمومي قوماندان شیرعزیز کامهوال پرون ډاډ ورکړ چې خلک کولای شي د امن په فضا کې ژوند وکړي.
ښاغلي کامهوال زیاته کړه:
"موږ د ولایت قوماندانیو ته یوه ځانګړه طرحه سپارلې، څو زموږ خلک د امن په فضا کې د اختر مراسم له خپلو کورنیو سره ولمانځي."
مخکې ښاغلي کامهوال د قلعهزال، درشت ارچي او امام صاحب په ولسوالیو کې د پراخو تصفیوي عملیاتو خبر ورکړی وو.
د کندز ولایت ځیني سیمې له هغو ډلې د خان آباد ولسوالۍ په تېرو اونیو کې د افغانستان د امنیتي ځواکونو او وسلهوالو طالبانو د سختو نښتو شاهده وه.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پاکستان: د تورخم دروازه تر هغې نه خلاصوو څو طالبان په سیمه کې د مورچلو جوړولو مخه ونیسي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی، چې د تورخم لاره به تر هغو خلاصه نه کړي، څو چې طالبان په پوله کې د مورچلو د جوړولومخه ونه نیسي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې چې پرون خپره شوې په ې راغلي چې د دې پولې د تړلو علت چې ۲۲ ورځې تېرې اوړي، دطالبانو لخوا د پاکستان په خاوره کې د امنیتي پوستو د جوړولو لپاره د هڅو مستقیمه پایله ده.
پاکستان ادعا کوي چې د دې لارې د خلاصون غوښتونکي دي خو په خبره یې په دې خاوره کې به د افغانستان مورچلو جوړولو ته اجازه ورنهکړي.
پاکستان دغه راز ادعا کړې چې د افغانستان له لوري دغه ډول اقدامات مخکې هم شوي او پاکستان په ځلونو ورته په دې اړه خبرداری ورکړیدی.
خو طالبان ادعا کوي چې دا مورچلې د افغانستان خاوره کې جوړوي.
جرمني، هالنډ، کاناډا او استرالیا غواړي طالبانو سره د افغانو ښځو د حقونو په اړه خبرې وکړي

جرمني هالند، کاناډا او استرالیا غواړي د طالبانو له حکومت سره په افغانستان کې د بشري او ښځو حقونو اړوند خبرې وکړي.
د هالند د حکومت د چارواکو ویلي چې دا خبرې د پنجشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په ناسته کې مطرح شوې دي.
په ملګرو ملتونو کې د هالند د بشري حقونو استازې کاتیا لازیو katja Lasseur وویل، دا وړاندیز د عدالت په نړیواله محکمه کې د یو بالفعله بهیر په لور لومړنی ګام دی.
مېرمن لازیور «له افغانستانه تر نیویارکه، افغان ښځې د عملي اقداماتو غوښتونکې دي.» په نوم ناسته کې وویل چې دوی د دې مذاکراتو د پیلغوښتنه کړې او دا د عدالت نړیوالې محکمې (ای سي جي) د بهیر پر لور لومړنی ګام دی
نوموړې زیاتې کړه که خبرې اترې کومې پایلې ته ونه رسېږي دوی به منځګریتوب ته مخه کړي او په خبره یې که د منځګړیتوب نه هم کومه هوکړه ترلاسه نه شوه، موضوع به د عدات نړیوالې محکمې ته وسپاري.
یو شمېر هېوادونو هم په همدې غونډه کې وړاندیز وکړ چې له طالبانو سره هر ډول ډیپلوماټیکه اړیکه باید په ټولنه کې د ښځو د حقونو او رول سرهتړاو ولري.
په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په ښوونځیو کې له شپږم ټولګیو پورته او روغتیایيانسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه د پوهنتونونو دروازې یې پرې وتړلې او ښځې یې هم له کاره راګرځولي دي.
د طالبانو په یوې امنیتي غونډه کې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني حضور نه درلود

د طالبانو امنیتي غونډه د دوی د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني له ګډون پرته ترسره شوه.
د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمیسیون په ایکسپاڼه کې لیکلي دي چې د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمیسیون مسوول او د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ په کندهار کې ناسته ترسره شوه چې په دې غونډه کې د کورنیو چارو د وزارت په استازیتوب د دې وزارت مرستیال ملا محمد ابراهیم صدر، د مشرتابه د دفتر استازي مولوي نذیر احمد ناصر او د کندهار والي ملا محمد شیرین اخند په شمول د کمیسیون ټولو غړیو ګډون کړی وو.
د طالبانو د امنیتي او تصفیوي چارو د کمیسیون په وینا دا غونډه د پنجشنبې په ورځ د امنتي چارو د لا پياوړتیا په هدف په کندهار کې ترسره شوه.
د طالبانو حکومت له عمان څخه د مستقیمو الوتنو د پيل او د افغان بندیانو د سزا کمولو غوښتنه وکړه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د عمان له چارواکو وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو زمینه برابره کړي او د هغو افغانانو د بند موده دې راکمه کړي چې د دغه هیواد په زندانونو کې بندیان دي.
تر اوسه معلومه نه ده چې په عمان کې څه شمیر افغانان بندیان دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوه، راغلې دي چې امیرخان متقي د عمان له ګڼو چارواکو سره د جلا جلا غونډو په ترڅ کې دا غوښتنې کړې دي.
ښاغلي متقي د یکشنبې په ورځ عمان ته ولاړ.
په عمان کې د افغانستان د سفارت چارې د وږي د میاشتې له وروستیو راهیسې طالبانو ته سپارل شوې دي.
په یوه جومات کې د چادونې له کبله د جمعیت علمای اسلام یو مشر ټپي شوی دی

پولیس وایي، د پاکستان په شمال لویدیځ کې په اعظم ورسک کې نن د جومات دننه چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام یو مشر سخت ټپي شوی دی.
په جنوبي وزیرستان کې رویټرز اژانس د پولیسو د مشر اصف بهادر په وینا خبر ورکړ چې په دې چاودنه کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې سیمه ییز مشر عبدالله ندیم سخت ټپي شوی دی او دوه تنه ماشومان هم د چاودنې له امله زخمیان شوې دي.
په اعظم ورسک کې پروسږکال د نومبر په میاشت کې هم له یوه جومات سره نژدې چاودنه شوې وه چې په هغې کې د جمعیت علمای اسلام فضل الرحمان ډلې یو بل سمیه ییز مشر مولانا شهزاده خان ترابي ټپي شوی و.
اوچا: هره میاشت تر پنځوس ډیر کسان د ماینونو د چادونو له کبله ټپیان کیږي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره( اوچا) وایي، هره میاشت په افغانستان کې تر پنځه پنځوس پورې کسان د ماینونو او ناچاودو موادو د چادونو له امله ټپيان کیږي.
اوچا تیره شپه په ایکسپاڼه کې دا هم وویل چې د افغانستان له څلور سوه یو ولسوالیو دوه پر دریمه برخه لاهم پر ماینونو او ناچاودنو موادو ککړې دي.
اوچا د ملګرو ملتو د ماین پاکۍ د پروګرام د معلوماتو له مخې څرګنده کړې ده چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا درې دیرش لکه کسان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې په یوکیلومترۍ کې یې سیمې پر ماینونو او ناچاودنو موادو ککړې دي.
د ماین پاکۍ د موسسو مسوولین وایي چې د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته له دوی سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي.
د ایراني ځواکونو په ډزو یو افغان کډوال وژل شوی دی

د حال وش په نوم د بشري حقونو يو سازمان ويلي، د کډوالو پر یوه موټر د ايراني ځواکونو په ډزو کې يو افغان وژل شوی دی.
دې سازمان د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ايکس پاڼې/پخواني ټويټر د پېښې له ځایه د يوې ويډيو په خپرولو سره ويلي، پېښه د سيستان بلوچستان په بمپور ولسوالۍ کې شوې ده.
په ويډيو کې عيني شاهدان وايي، امنيتي ځواکونو د کډوالو د موټر د درولو په خاطر، د دې پر ځای چې پر ټايرونه يې ډزې وکړي په موتر کې ناست خلک يې په نښه کړل.
تراوسه د وژل شوي افغان هويت معلوم نه دی.
اروپایي ټولنه: د رواني روغتیا او ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې مو، ښځینه طبي پرسونل روزلی دی

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د طبي پرسونل د روزنې په برخه کې ۵۸۱ ښځې د رواني روغتیا او ۴۱نورې د ساري ناروغیو د مخنیوي په څانګو کې روزلي دي.
دغې ټولنې د دې ښځینه طبي پرسونل د روزنې خبره د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر کړې ده.
د اروپايي ټولنې په ټکو، دا ښځینه طبي پرسونل به د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په کیفیت کې مرسته وکړي.
اروپايي ټولنه په داسې حال کې د ښځینه پرسونل د روزنې خبره کوي چې طالبانو تیرکال په طبي انیستیتونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوه.
طالبانو له دې وړاندې د ۲۰۲۲کال په ډیمسبر کې نجونې له پوهنتوني او د همدې کال په مارچ میاشت کې نجونې په ښوونځیو کې له زده کړو محرومې کړې وې.
ایران: په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلې کیدو کې مرسته کوو

په کابل کې د ایران سفیر وايي، هوډ لري له افغانستان سره د اوبو او انرژۍ د پراختیايي پروژو په پلي کولو کې مرسته وکړي.
علي رضا بیکدلي د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر عبداللطیف منصور سره د پنجشنبې په روځ په یوې کتنې کې دا خبره کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د اوبو او انرژۍ وزارت په یوې خبرپاڼه کې د دې کتنې په اړه ویلي، دواړو چارواکو په افغانستان کې د اوبو د کمښت او اوچکالي په اړه هم خبرې کړي دي.
ایران په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ په برخه کې د همکاري خبره په داسې حال کې کوي چې له مودو راهیسې د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو پر ویش جنجال دی.
طالبانو د پاکستاني پوځ ادعا رد کړه چې ګواکي د بلوچستان د بریدکوونکو مشران په افغانستان کې دي

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ هغه ادعا چې په بلوچستان ایالت کې پر مسافر وړونکي ریلګاډي برید د هغو ترهګرو له خوا تنظیم شوی وچې مشران یې په افغانستان کې دي، په کلکه رد کړه.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې لیکلي چې دوی د پاکستان د پوځ د ویاند هغه بې اساسه تورونه چې د پیښې په تړاو یې پرافغانستان لګولي، په کلکه ردوي او له پاکستاني لوري غواړي چې د داسې غیرمسولانه څرګندونو پرځای خپل امنیت او د داخلي مشکلاتو حل ته پام وکړي. هغه ویلي چې د هیڅ بلوڅ مخالفې ډلې غړي په افغانستان کې نشته او له دې ډلې سره نه دوی پخوا او نه هم اوس اړیکې لرلې دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر پرون چهارشنبې په یوه خبرپاڼه کې ادعا کړې چې استخباراتي راپورونه په څرګنده تاییدوي چې په بلوچستان کې د مسافرو پر ریلګاډي وروستی برید د هغو ترهګرو ډلو د مشرانو لخوا تنظیم شوی چې له افغانستان څخه فعالیت کوي او زیاتوي چې د د دغې پیښې په اوږدو کې هغوی له بریدګرو سره مستقیم تماس درلود. د خبرپاڼې له مخې پاکستان تمه ښودلې چې د طالبانو سرپرست حکومت خپل مسؤلیتونه پوره کړي او ترهګرو ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه په استفادې، پرپاکستان بریدونه ترسره کړي. پوځ همدارنګه ویلي چې پردغه ریلګاډي ټول ۳۳ بریدګر یې وژلی او له ۲۱ یرغمل شویو پرته چې د ژغورنې په عملیاتو کې له څلورو سرتیرو سره یوځای ووژل شول، نور ټول یرغمل ژغورل شوي دي. خو بېلتونپالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي يا بي اېل اې نن پنجشنبې د مارچ پر ۱۳مه مهال په یوه بیان بیان کې د پوځ دغه ادعا ناسمه بللې ده او ویلي یې دي چې په سیمه کې یې له سرتېرو سره نښتې اوس هم دوام لري او یوشمیرکسان تراوسه ورسره یرغمل دي.