د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۳ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

افغانستان

کریو: تر راتلونکو ۲میاشتو به د کجکي بند ۳ توربین هم فعال شي

د امریکا نړیواله پراخیتایي اداره وایي چې تر راتلونکو نږدې دوو میاشتو به د کجکي د بند دریم توربین هم فعاله شي.

د یو. اس. اې. آی. ډی د بنسټیزو چارو مسؤل جرمي کریو نن په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له امنیتي ننګونو سره سره د دغې پروژې عملي کېدو ته خوشبین دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې دغه پروژه ۷۵ میلیونه امریکایي ډالر لګښت لري چې په ۲۰۱۳ کال کې یې د رغولو تړون شوی و.

د افغانستان برېښنا شرکت هم وایي چې د کجکي بند د دریم توربین په فعالیدلو سره به په کندهار او هلمند کې زرګونه کورنۍ له برېښنا برخمني شي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

ایران ۲۵۰ تنه غیرقانوني کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي

د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د انسانانو د قاچاق سرحدي لاره
د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ د انسانانو د قاچاق سرحدي لاره

یو ایرانی چارواکی وايي هغه۲۵۰ تنه افغانان یې بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي چې قانوني اسناد یې نه درلودل او په ګډ سرحد کې په واورو او توپان کې ګیر پاتې وو.

د تایباد ښار عمومي څارنوال حجت صدیقي پرون (د سلواغې ۲۲مه) وویل چې دې افغان کډوالو هڅه کوله له غیرقانوني لارو ایران ته ننوځي. هغه زیاته کړه چې دا د ایران قلمرو ته د ننوتو پرمهال په درنو واورو کې بند پاتې شول او د ایران امنیتي ځواکونو له پېژندنې وروسته وژغورل.

په عین حال کې د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د سیستان- بلوچستان ولایت د زابل سیمې د پولیسو قوماندان علي اکبر حبیبي ویلي دي چې په تېره یوه اونۍ کې ۱۷۲ تنه افغانان چې قانوني اسناد یې نه لرل، نیول شوي دي.

ایران په دې وروستیو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده چې دوی یې غیرقانوني کډوال بولي.

په کندز کې د کابل بانک مخې ته چاودنې مرګ ژوبله اړولې ده

په کندز کې د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، د کابل بانک د ودانۍ مخې ته په یوه ځان وژونکې حمله کې پنځه کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د امنیه قوماندانۍ د ویاند جمعه الدین خاکسار له قوله راپور ورکوي چې نوموړی وايي په وژل شویو کې د طالبانو وسله وال او ملکي وګړي شامل دي.

د رویټرز په راپور کې د ښاغلي خاکسار له قوله راغلي دي چې بریدګر خپل چاودېدونکي مواد د کابل بانک د ودانۍ مخې ته والوزول. د دې برید پړه تراوسه کومې ډلې نه ده منلې.

دا حمله یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د ملګروملتونو امنیت شورا په یوه غونډه کې په افغانستان او سیمه کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د ګواښونو په اړه بحث وکړ.

په ملګروملتونو کې د امریکا د استازولۍ مرستیالې "دوروتي شي" بېګانۍ غونډې ته وویل چې متحدایالات په افغانستان او پاکستان کې، داعش ډلې ته د خلکو د استخدام له پلوه اندېښنه لري.

داعش ډلې په تېرو څه باندې دریو کلونو کې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي دي، د لیندۍ په ۲۱مه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو د سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د وژنې په ګډون د ګڼو هغو حملو پړه منلې ده چې ډېره انساني مرګ ژوبله یې اړولې ده.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وايي په افغانستان کې امریکايي وسلې د داعش لاس ته لوېدلي

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا

په ملګرو ملتونو سازمان کې د روسیې سفیر وایي افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د داعش خراسان ولایت څانګې فعالیتونه تصادفي او بې علته نه دي.

واسیلي نابینزیا امنیت شورا ته د افغانستان په اړه په بیګانۍ غونډه کې ادعا کړې چې نړیوالې ټولنې افغانستان کې امریکايي وسلو ته د داعش په څېر د ترهګرو ډلو د لاسرسي مخه سمه نه ده نیولې.

هغه زیاته کړه چې له افغانستانه د ناټو ګډوډ وتل د دې لامل شول چې ګڼې وسلې پاتې شي او بالاخره د داعش لاس ته ولویږي. د روسیې سفیر وویل شرایط باید له پامه ونه غورځول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرون د افغانستان په اړه په ځانګړې غونډه کې په دې بحثونه وشول چې داعش افغانستان او سیمه کې یو ترهګریز ګواښ دی.

په کندز کې یوه درنه چاودنه شوې

د کندز نقشه
د کندز نقشه

په کندز کې نن سهار یوه درنه چاودنه شوې ده. په دغه ولایت کې د طالبانو امنیې قومنداني رسنیو ته دا پېښه تایید کړې.

د قومندانۍ د ویاند جمعه الدین خاکسار په حواله راغلي چې چاودنه په کندز ښار کې د کابل بانک ودانۍ ته څېرمه شوې.

د پېښې د احتمالي تلفاتو په اړه لا څه جزییات نه دي خپاره شوي خو ویره یې شته چې خلکو ته به مرګژوبله اوښتي وي.

د راپورونو په اساس چاودنه داسې وخت شوې چې ګڼو خلکو د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره د کابل بانک دباندې انتظار کاوه.

کومې ډلې سمدستي د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

له چین څخه افغانستان ته د کارګو رېلګاډی افغانستان ته روان شوی

له چین څخه یو کارګو یا باروړونکی ریلګاډی پرون (دوشنبې) د دغه هیواد له چونګ‌چینګ ښاره د افغانستان په لور روان شو.

د چینايي رسنیو د راپور له مخې، په دې ریلګاډي کې مخابراتي تجهیزات او نور وسایل بار دي او تمه کېږي چې له ۱۲ تر ۱۵ ورځو پورې به افغانستان ته ورسېږي.

چینايي چارواکو دا افغانستان ته د ریلګاډي په وسیله په مستقیم ډول د سوداګري وسایلو د لېږدولو یوه نوې لار بللې او ویلي چې ریلاګاډی به یې له قزاقستان او ازبکستان څخه په تېریدو چونګ‌چینګ او افغانستان سره ونښلوي.

په دې ریلګاډي کې د چین د "ZTE" مخابراتي شرکت له خوا جوړ شوي مخابراتي وسایل به د افغانستان د مخابراتي شبکو د پراختیا لپاره وکارول شي.

په فراه کې د ماین چاودنې ۵ تنو مرګ ژوبله واړوله

د فراه ولایت په ابونصرفراهي بندر کې د یوه موټر په لاره کې د ماین د چاودنې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د ایران په پوله کې د ابونصرفراهي بندر کمیشنر محمد اسماعیل زاهد، وویل چې دا پېښه پرون (دوشنبې) ماسپښین هغه مهال وشوه، چې یو موټر د دې ولایت په سرحدي سیمو کې پر خښ شوي ماین وخوت.

د ده په وینا، ماسن په پخوا کلونو کې خښ شوی و.

طالبانو د دې پېښې د قربانیانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې، افغانستان لا هم د نړۍ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې ډېر ماینونه او ناچاودې مرمۍ پکې پاته دي او د هغو د چاودنو له کبله هر کال سلګونه انسانان په تیره بیا ماشومان وژل کېږي.

د سره صلیب کمېټه وايي، د افغاني سره میاشت ټولنې په همکارۍ یې مرستندویې چارې پراخې کړي

د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) وايي چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له سخت بشري بحران سره مخامخ و.

دې کمېټې پرون (دوشنبې) په یوه راپور کې ویلي چې میلیونه افغانان د اقتصادي ستونزو، لسیزو جګړو او طبیعي ناورینونو له امله روغتیا، خوراکي توکو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخو کې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان وو.

دې ادارې ویلي چې له افغاني سره میاشت ټولنې سره په همکارۍ یې خپلې مرستندویې چارې پراخې کړي، څو د افغانانو لپاره طبي خدمات، مالي مرستې او مهم اساسي خدمتونه مهیا کړي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور له مخې، دوی د افغاني سره میاشت ټولنې په همکارۍ نژدې یو میلیون افغانانو ته؛ چې ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان وو—په ۴۷ کلینیکونو کې لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي. همداراز یې څه باندې ۳۱۲ زره ډوزه واکسین تطبیق کړی، او ۸ زره ۷۸۸ ماشومانو، چې د خوارځواکۍ له ستونزې سره مخامخ وو، د دوی د تغذیې له پروګرامونو څخه ګټه اخیستې ده.

ازبکستان وايي ۶۰۰ کیلو چرس یې کشف او ضبط کړي

د منځنۍ اسیا رسنیو پرون د ازبکستان د امنیتي چارواکو په قول وویل چې د دغه هیواد د دولتي خدماتو ادارې او د ګمرک کمېټې د سرخان‌دریا په سمه کې ۶۰۰ کیلو چرس کشف او ضبط کړل.

د ازبکستان د ګمرک کمېټې ویلي چې دا چرس، چې ارزښت یې ۱۶.۵ میلیون ډالرو ته رسېږي، غالباً له افغانستان څخه ازبکستان ته قاچاق کېدل.

د چارواکو په وینا، دا چرس د جاروګانو د لاستو په منځ کې پټ کړل شوي وو.

دوی وايي چې جاروګان، چې شمېر یې ۵۰۰ ته رسیده، په یوه لارۍ کې وړل کېدل.

د خوړو نړیوال پروګرام، په افغانستان کې ۲۵ زره ټنه حبوبات وېشلي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) د دوشنبې په ورځ د حبوباتو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې تېر کال یې ۲۵ زره ټنه لوبیا، نخود، دال او نور یې تر اوو لکو څخه زیاتو افغانانو ته وېشلي دي.

دې ادارې د دوشنبې په ورځ په یوه خبرلیک کې، چې په خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی دی، زیاته کړې چې دا مرسته د اروپايي اتحادیې، جرمني، جاپان او امریکا په مالي ملاتړ شوې ده.

WFP وايي، دا حبوبات د ژوند ژغورونکې مرستې په توګه وېشل شوي دي.

د ماش، لوبیا، عدس، دال او نخود په څېر حبوبات، چې په افغانستان کې یې بیه نسبتاً ارزانه ده، ډېر پروټین او معدني مواد لري.

فراه کې چاودنې دوه کسان مړه او درې ټپيان کړي

په چاودنه کې د تخریب شوي موټر عکس - پخوانی
په چاودنه کې د تخریب شوي موټر عکس - پخوانی

د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

د فراه ولایت د ابو نصر فراهي بندر د طالبانو کمیسار ویلي چې بندر ته په لاره کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

محمد اسماعیل زاهد وویل چې د دغو کسانو موټر د دوشنبې په ماسپښین هغه مهال د سړک غاړې په ماین ور برابر شو چې دوی د بار لپاره فراه ته روان وو.

د هغه په وينا، ماین له پخوا څخه پاتې و.

د افغانستان د پرځول شوي جمهوریت چارواکو پر طالبانو تور لګولی چې په هیواد کې واک ته له رسیدو دمخه یې د سړک غاړې ماینونه ښخ کړي وو.

په هغه وخت کې، د ځمکنیو ماینونو چاودنو ډیری ملکيانو ته تلفات اړول.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG