افغانستان
ولسمشر غني د یو شمېر ولایتونو پر امنیتي وضعیت وغږېد

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د امنیتي او دفاعي ادارو له چارواکو سره د هلمند، کندهار، زابل، ارزګان او یو شمېر شمالي ولایتونو پر امنیتي وضعیت د سې شنبې په ورځ خبرې وکړې.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ښاغلي غني د جنوبي او شمالي سیمو د امنیت په اړه د مسؤلانو راپورونه هم وکتل.
په هلمند کې وروستۍ جګړې په جنوب لویدیځه حوزه کې د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د خلیج هېوادونو شورا؛ طالبان دې د افغان ښځو او نجونو د زده کړې او کار حقونه ورکړي

د فارس خلیج د همکاریو شورا د افغانستان له اوسنیو واکمنو غوښتي چې د ښځو د زده کړو او کار حقونه خوندي او له زیانمنو ډلو ملاتړ وکړي.
دغې شورا د وزیرانو له ۱۶۴مه ناستې وروسته چې په کویت کې جوړه شوې وه، په یو بیان کې له طالبانو غوښتي چې افغانو ښځو او نجونو ته د زده کړې او کار زمینه برابره کړي.
نژدې څلور کاله کیږي چې پر افغانستان واکمنو طالبانو نجونې له زده کړو او ښځې له کار کولو راګرځولي دي.
د خلیج هېوادونو په بیان کې د اقلیتونو د حقونو پر ملاتړ هم تاکید شوی دی.
د خلیج فارس هېوادونو له هغې ډلې عربي متحده امارات، بحرین، قطر، عربستان سعودي، عمان او کویت وړمه ورځ ناسته درلوده چې د بحث اجندا يې په سیمه کې امنیتي او بشردوستانه مسایل وو.
د دې هېوادونو په ګډ بیان کې په افغانستان کې د سولې او ثبات پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.
نن د چاپیریال ساتنې نړیواله ورځ ده، ملګرو ملتونو د پلاستیکي کڅوړو د مصرف په مخنیوي تاکید کړی دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت یوناما وايي، د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې د پلاستیکي کڅوړو پاتې شونې په تدریجي ډول په زیاتیدو دي.
یوناما پرون چهارشنبې د چاپیریال ساتنې نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې فیس بوک پاڼې د چاپیریال ساتنې په موخه د پلاستیکي کڅوړو د مصرف پر مخنیوي تاکید کړی دی.
نن پنجشنبې د جون پنځه د چاپیرل ساتنې نړیواله ورځ ده.
د ملګرو ملتونو په ویب پاڼه کې راغلي، هر کال په نړۍ کې څه باندې ۴۰۰ میلیونه پلاستیکي کڅوړې تولیدیږي چې سمې نیمې يې د یو ځل مصرف لپاره ډیزاین شوي دي.
د دې سازمان په خبره، تخمین کیږي چې هرکال شاخواو یولس میلیونه پلاستیکي کڅوړې سنیدونو او وړو رودونه ته اچول کیږي.
د افغانانو په ګډون امریکا ته د ۱۲هېوادونو د وګړو په سفر بندیز ولګول شو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ امر کړی چې له راتلونکې اونۍ څخه به د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته د داخلیدو اجازه ونه لري.
هغه پرون چهارشنبې د یو فرمان په لاسلیک کولو سره امریکا ته د دغو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز ولګوه.
ټرمپ په خپله لومړي دوره کې هم ورته فرمان صادر کړی و.
ټرمپ په دې فرمان کې ویلي، "ما د امریکا د ملي امنیت، ګټو او د خلکو د ساتنې لپاره دا اقدام کړی دی".
له افغانستان سربیره، د ایران، برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې امریکا ته يې د وګړو په سفر بندیز لګول شوی دی.
تمه ده دا بندیز د جون په نهه د امریکا په وخت دولس بجې عملي شي.
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په لومړی دوره کې ورته یو فرمان صادر کړی و چې له مخې يې تر ډیره د مسلمانو هېوادونو له هغې ډلې د عراق، سوریې، ایران، سوډان، لیبیا، سومالیا او یمني اتباع په سفر بندیز لګول شوی وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ د طالبانو رسیمت پیژندنه د دوی په کړنو پورې اړه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د طالبانو د حکومت په رسمیت پیژندنه او ورسره تعامل د دوی په کړنو پورې اړه لري.
د دې وزارت یو ویاند دا خبره د امریکا غږ د هغه ایمیل په ځواب کې کړی چې د طالبانو له خوا د سختګیرانه کړنلارو په ځانګړې ډول په عام محضر کې پر متهمو کسانو د سزا د تطبیق په اړه شوې وه.
د دې ویاند په ټکو، "ظاهرا طالبان د یو حکومت په توګه پر افغانستان واکمن دي او هڅه کوي چې نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي، امریکا دا واضع کړې چې د تعامل لپاره هر ډول اقدام د طالبانو په کړنو پورې اړه لري".
د طالبانو سترې محکمې ویلي، په تیره یوه اونۍ کې يې له ۶۰ ډیر کسان د بیلابیلو جرمونو په تور په مختلفو ولایتونو کې په عام محضر کې مجازات کړي دي.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې؛ د ایران حکومت دې د افغانانو د اعدامونو لړۍ ودروي

د بشري حقونو څه باندې اتیا نړیوالو ادارو د ایران پر حکومت غږ کړی چې په هغه هېواد کې د افغانانو د اعدامونو لړۍ ودروي.
د ایران او نړۍ د بشري حقونو ۸۳ بنسټونو نن چهارشنبې د (جون څلورمه) په یو بیان کې غوښتنه کړې چې دغه اعدامونه دې سملاسي ودریږي.
په بیان کې وړاندې راغلي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته په ایران کې د افغانانو اعدام د تیر پرتله ډیر شوی او د دوی د شمېرو له مخې د روان ۲۰۲۵کال په لومړنیو پنځو میاشتو کې ۳۲ افغانان اعدام شوي دي.
د بیان له مخې، په ۲۰۲۴کال کې په ایران کې ۸۰ افغانان اعدام شوي وو چې د تیر پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
د ایران د بشري حقونو د سازمان مشر محمود امیري مقدم وايي، "په ایران کې تر ټولو کمروزه وګړي افغانان دي چې د ایران د اسلامي رژیم د اعدام د ماشین تر ټولو ارزانه قربانیان ګنل کیږي".
د مقدم په خبره، د افغانانو پر ضد د کډوالۍ ضد تبلغات دې اعدامونو ته زمینه برابروي.
د خبریالانو ملاتړ سازمان؛ له شرعي محرم پرتله کارځای ته د ښځینه خبریالې پر تګ بندیز معلومات ته د خلکو لاسرسی محدوي

له افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان د طالبانو هغه فرمان غندلی چې پر بنسټ يې په ننګرهار ولایت کې ښځینه خبریالانې نشي کولی له شرعي محرم پرته کارځای ته لاړې شي.
د دغه سازمان د ښځینه خبریالانو د ملاتړ کمېټې په یو بیان کې پرون سه شنبې ویلي، "د طالبانو دا اقدام د اطلاع رسونې په برخه کې د ښځینه خبریالانو ونډې ته سخته ضربه ده او متوازنو او ازادو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدودي".
په بیان کې وړاندې راغلي، ښځینه خبریالانو د ټولو خطرونو په منلو سره د خلکو د غږ په رسونه کې خپله دنده ترسره کړې ده.
د طالبانو حکومت د خبریالانو د ملاتړ سازمان د غبرګون په اړه تبصره نه ده کړې.
د ۲۰۲۱کال د اګست په ۱۵مه پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو راهیسې افغانې نجونې او ښځې له تعلیم او کار سربیره له خپلو ډیرو اساسي حقونو محرومې شوي دي.
طالبانو په لغمان ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، طالبانو د لغمان ولایت په سیمه ییز رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز لګولی دی.
دغه مرکز پرون سه شنبې د (جون دریمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،" د دې بندیز له کبله د هغوو ولایتونو شمیر چې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول په کې په رسمي ډول منعه او عملي شوي ۱۹ ته ورسید".
په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې د دا ډول بندیزونو دوام به د رسنیو ازادي محدوده او معلوماتو ته د خلکو لاسرسی له ګواښ سره مخ کړي.
د طالبانو حکومت د تیرکال راهیسې د امربالعمروف قانون پر بنسټ په ټول افغانستان کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ پیل کړې ده.
امیرخان متقی د پولنډ ځانګړي استازي سره کتلي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د چارو لپاره د پولنډ د ځانګړي استازي ویټولډ سبکو سره د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي د لیدنې خبر ورکړ.
وزارت د سه شنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په دې غونډه کې دواړو خواوو د سیاسي او اقتصادي همکاریو، په اروپا کې او په ځانګړې توګه پولنډ کې د افغان کډوالو د ستونزو او ځینو نورو مسئلو په اړه خبرې وکړې.
اعلامیه زیاتوي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له پولنډ څخه وغوښتل چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره د اړیکو کچه لوړه کړي.
اعلامیه وايی چې د پولنډ ځانګړي استازي ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي پانګونې د انتخابونو په اړه فکر کوي او د افغان کډوالو د ستونزو په حل یې هم ټینګار کړي.
لمر کټوازی د بارسلونا د فوټبال اکاډمۍ ورغوښتی

۱۶ کلن لمر کټوازی چې د اسټرالیا په پلازمینه کنبرا کې اوسیږي له څو کلونو راهیسې په فوټبال او فوټسال کې لوبې کوي او ښې لاسته راوړنې لري.
کټوازي تېر کال د اسټرالیا د تنکیو ځوانانو په لوبو کې د وړتیا په ښوولو سره دوه واره طلايي بوټان ګټلي دي.
لمر یواځینی افغان تنکی ځوان دی چې د بارسلونا د فوټبال په معتبره اکاډمۍ کې د روزنې چانس ورته برابریږي.
له دې اکاډمۍ د نړۍ ځینې ستوري لوبغاړي لکه لیونل مسي هم فارغه او د فوټبال نړۍ ته ورپيژندل شوي.
د بارسلونا اکاډمۍ ته د کټوازي د بللو په اړه ګڼو افغانانو خوښي ښوولې. پخواني ولسمشر حامدکرزي په یوه بیان کې د لمرکټوازي دا لاسته راوړنه ستایلې ده.
د دایکندي سلمانانو ته ویل شوي چې لویدیځ سټایل ويښتان دې نه جوړوي

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف ونهی عن المنکر وزارت وایي چارواکویې د دایکندي ولایت له سلمانانو سره ددوی په وینا " اصلاحی " غونډه کړې ده.
اعلامیه وایي په وروستیو کلونو کې د ویښتانو دکمولو لویدیځ طرزونه د ځوانانو ترمینځ رواج شوي دي .
اعلامیه زیاتوي چې دا ډول طرزونه کیدای سي نوی نسل په آینده کې له خپلو اسلامي ارزښتونو اوملي هویت څخه لیرې کړي.
اعلامیه وايي د دایکندي د امر بالمعروف رئیس عبدالمنان شهید زاده سلمانانو ته ویلي چې د شریعت خلاف د ویښتانو لنډول یو څرګند منکرعمل دی او دمخنیوي لپاره یې ددوی مرسته غوښتې ده.
خو د طالبانو د پالیسیو منتقدین وايي دغه ډول محدودیتونه د ځوانانو روحیه او فردي هویت اغیزمن کوي.
د طالبانو حکومت په تیرو څه کم څلورو کلونو کې پرخلکو ګڼ محدودیتونه لګولي دي .