افغانستان
وزیري: د حافظ محمد سعید د وژلو په اړه راپورونه ترلاسه شوي
![](https://gdb.rferl.org/5d7ba32a-9857-4257-b540-9ff6e643f5dc_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د خراسان لپاره د داعش د ډلې د مشر د وژل کېدو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي او هغه څېړي.
جنرال دولت وزیري پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل چې د حافظ محمد سعید د وژل کېدو په اړه اسناد او شواهد هم وړاندې شوي چې له څېړلو وروسته به یې نتیجه اعلان کړي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان جنرال زمان وزیري د دوشنبې په ورځ د ننګرهار په اچېن ولسوالۍ کې خبریالانو ته وویل چې حافظ سعید د هغو دیرشو وسله والو په ډله کې دی چې په اچېن ولسوالۍ کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
مخکې هم د سعید د وژل کېدو خبر ورکړل شوی وچې وروسته رد شوې و.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
پولیسو ته د پېښور د محکمې امر، افغانستان ته له تلونکو لاریو غیرقانوني پیسې مه اخلئ
![د پېښور لوړه محکمه](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-7f5e-08dc11d56096_w250_r1_s.jpeg)
د پېښور لوړې محکمې د خیبر پښتونخوا او مرکزي حکومتونو او د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو له لېږدونکو موټرو څخه غیرقانوني پیسې وانه خلي او یوازې په هغو امنیتي پوستو کې یې تلاشي واخلي چې له کراچۍ څخه تر تورخم پورې پر ملي لویو لارو جوړې شوي دي.
دا پرېکړه د قاضي شکیل احمد او قاضي ثابت الله خان، له خوا د افغان ټرانسپورتي اتحادیې (ATU) د مشر محمد نور احمدزي د غوښتنې پر بنسټ وشوه.
نوموړي په خپله عریضه کې ویلي چې پولیس او نورې امنیتي ادارې د امنیت او مخدره موادو په پلمه باروړونکي موټر تلاشي کوي او له چلوونکو څخه په غیرقانوني ډول پیسې اخلي.
د نورستان په نورګرام کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژل شوي
![Afghanistan -- North East Afghanistan province Nuristan full map نقشه نورستان graphic, 26 October 2016](https://gdb.rferl.org/B3AB29A1-EA5C-4811-9AAF-8276F6470CB0_w250_r1_s.png)
وسله والو کسانو د نورستان ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې پر یوه کور په برید کې د یوې ښځې په ګډون ۳ تنه وژلي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د نورګرام ولسوال په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه نن یکشنبه (د سلواغې په ۲۱) په میري کلي کې شوې ده.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د یادې ولسوالۍ طالب چارواکي د پېښې ځاي ته تللې او هڅه کوې چې د وژونکو او وژل شوو کسانو د کورنیو ترمنځ د نور تاوتریخوالي مخه ونیول شي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې پېښې انګېزه خپل منځي اختلاف دی.
د ترکیې پولیسو ۲۴ بې اسناده افغان کډوال نیولي
![](https://gdb.rferl.org/1c168631-5939-44a3-a6f7-770510394260_w250_r1_s.jpg)
د ترکیې پولیسو نن (یکشنبې) په اماسیا ښار کې د یوه باروړونکي موټر تر پلټنې وروسته ۲۴ بې اسناده افغان پناه غوښتونکي وپېژندل او ونیول.
دغه کسان په هغه لارۍ کې پټ شوي وو، چې خام ربړ یې لېږدول.
د پولیسو د راپور له مخې، لارۍ، چې اصلاً د روسیې وه، او له ۸۰۰ کیلومتره سفر وروسته د اماسیا ښار ته رسېدلې وه.
د ترکيې رسنیو راپور ورکړی چې دا لارۍ له روسیې ترکیې ته داخله شوې وه او سوداګریز توکي یې لېږدول، خو د پولیسو له خوا ودرول شوه.
پولیسو د موټر چلوونکی د غیرقانوني کډوالو د لېږدولو په تور نیولی دی.
یونسیف په جنورۍ کې د ۲۱۳ خواځواکو افغان ماشومانو درملنه شوې
![](https://gdb.rferl.org/269eced5-4588-4549-81ac-83024dbc3e1d_w250_r1_s.jpg)
یونسیف وايي، د سږ کال د جنورۍ په میاشت کې یې د ۲۱۳ افغان ماشومانو، چې خوارځواکۍ اخته وو، درملنه کړې ده.
په افغانستان کې د یونسیف استازي تاج الدین (Tajudeen Oyewale) پرون (شنبې)، په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې دا ټول ماشومان له پنځو کلونو څخه کم کشران وو.
د یونیسف د استازي په وینا د دې ماشومانو درملنه د آسیایي پراختیایي بانک په همکارۍ شوې ده.
مرستندویو ادارو له امریکا څخه غوښتي چې په خپله هغه پرېکړه کې، چې پر اساس یې د ۹۰ ورځو لپاره د امریکا مرستې ځنډوي، افغانستان استثنا کړي.
افغانستان ته تر ټولو ډېرې بشري مرستې امریکا کوي.
د م.م. د خوړو نړیوال پروګرام په نورستان کې سلګونه شنې خونې جوړې کړې
![](https://gdb.rferl.org/4A9F4DA5-A481-453E-9AE5-2BE9DA9FCECD_w250_r1_s.jpg)
د ملګروملتونو د خوړو او کرڼې اداره، FAO په نورستان کې د ۲۵۰ شنو خونو د جوړولو خبر ورکوي.
د دې ادارې د افغانستان څانګې نن یکشنبې په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي چې شنې خونې د نورستان له کروندګرو سره لوی کومک کوي.
د دې ادارې په خبره شنې خونې بوټو ته د څاڅکو اوبو په ورکولو سره د اوبو اغیزمنتوب زیاتوي، په ټول کال کې سبزیجات تولیدوي، عواید زیاتوي او واردات کموي او همدارنګه بزګرو ښځو ته فرصتونه رامنځ ته کوي.
په افغانستان کې چې اقتصاد یې ترډیره پرکرنې او مالدارۍ ولاړ دی، د ملګروملتونو دا اداره هڅه کوي چې په کلیوالي سیمو کې د بزګرو په لاسنیوي سره، هغوی د کرنیزو محصولاتو له لارې په خپل ځان بسیا شي.
امنیت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه جوړوي
![د امنیت شورا یوه غونډه](https://gdb.rferl.org/f7a6d946-1f4e-4be6-87b9-b0130db93335_w250_r1_s.png)
تمه ده د ملګرو ملتونو امنیت شورا له افغانستانه د ترهګرۍ په تېره بیا د داعش د ګواښ په اړه ځانګړې غونډه وکړي. دا غونډه به د دوشنبې په ورځ ترسره شي.
د امنیت شورا په خبره په دې غونډه کې به د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي راپور وړاندې شي.
په دې راپور کې راغلي چې داعش یا اسلامي دولت ډله د افغانستان دننه او ورهاخوا سیمو کې لوی ترهګریز ګواښ دی.
طالبانو په وار وار ویلي چې دوی د داعش یا اسلامي دولت ډلې ګواښ تر ډېره له منځه وړی دی.
د راپورونو له مخې افغانستان کې ګڼ بریدونه د داعش یا اسلامي دولت ډلې له خوا ترسره شوي چې پکې د طالبانو ځینې جګپوړي چارواکي هم په نښه شوي دی.
د روان کال لیندۍ/قوس په ۲۱مه د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه انتحاري برید کې ووژل شو. د هغه برید مسوولیت داعش یا اسلامي دولت ډلې په غاړه واخیست.
په ګڼو ولایتونو کې د بارانو او واورو اټکل شوی
![د افغانستان واورین انځور](https://gdb.rferl.org/1a949291-7fe5-43e0-810b-5bf44a983809_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د یکشنبې په ورځ د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د واورې، باران او تیزو بادونو وړاندوینه کړې ده.
دې ادارې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د یکشنبې په ورځ په هرات، فراه، نیمرو، هلمند، کندهار، زابل، ارزګان، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بامیان، میدان وردګ، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، جوزجان، بلخ، پروان، بغلان او پنجشیرو کې واورې یا بارانونه اوریږي.
په ځینو سیمو کې د باران کچه د ۱۵ څخه تر ۳۵ ملي میتره او د واورې کچه بیا د ۱۰ څخه تر ۴۰ سانتي مترو پورې اټکل شوې.
د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د سالنګونو په ګډون په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د قوي بادونو تمه کیږي، چې سرعت یې په ځینو سیمو کې په ساعت کې له ۵۰ څخه تر ۸۰ کیلومترو پورې وي.
راشدخان د ممبۍ انډینز کېپ ټاون ټیم اتلولۍ ته ورساوه
![راشدخان - د افغانستان د کرکټ نامتو لوبغاړی](https://gdb.rferl.org/178865c9-1a85-4cde-8b7b-2dde41fa502d_w250_r1_s.jpg)
د راشدخان په لوبډلمشرۍ ممبۍ انډینز کېپ ټاون لوبډله د جنوبي افریقا د شل اووریز لیګ اتلولي وګټله.
د کېپ ټاون ټيم د شنبې په شپه د جنوبي افریقا په شل اووریز تجارتي لیګ کې له سنرایزر ایسټرن کپ سره مخ وو.
د راشدخان ټیم خپلې سیالې لوبډلې ته په شلو اوورونو کې د ۱۸۲ منډو هدف ټاکلی وو.
ایسټرن کېپ لوبډله هدف ته په رسېدو پاتې راغله. دغه ټیم د ۷۶ منډو په توپیر لوبه وبایلوده او ټول لوبغاړي یې په ۱۰۵ منډو وسوځېدل.
د جنوبي افریقا د شل اووریز تجارتي لیګ کې شامل ټیمونه د هند د کرکټ د غوره لیګ آی پي ایل د لوبډلو د مالکانو دي چې د نړۍ مشهوره لوبغاړي پکې لوبیږي.
په همدې سبب هم د دغو ټيمونو د نومونو په سر کې د هند د غوره لیګ د شاملو ټيمونو نومونه راځي.
د راشدخان تر څنګ په ممبۍ انډینز کېپ ټاون ټيم کې د افغانستان دوه نور لوبغاړي صدیق الله اتل او عظمت الله عمرزی هم لوبېدل.
د پاکستان پوځ ادعا کوي په ترهګریزو فعالیتونو بوخت افغان یې وژلی
![د پاکستان پوځیان](https://gdb.rferl.org/3d918b90-eda8-48cd-af0a-f534233465e1_w250_r1_s.jpg)
د پاکستان پوځ ویلي ادعا کړې چې په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل یو افغان تبع یې وژلی دی. د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو دفتر آی اس پي آر د شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي چې په شمالي وزیرستان کې يې پوځيانو عملیات کړي او دا افغان تبع یې چې د خوست اصلي اوسیدونکی وو وژلی دی.
آی اس پي ار ادعا کړې چې دا افغان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل وو او مړی یې د طالبانو حکومت ته سپارل کېږي.
د پاکستان د پوځ ادعا کړې چې افغان اتباع هلته په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دي او دوی د طالبانو له حکومت غواړي چې له افغان خاورې د پاکستان ضد فعالیتونو مخه ونیسي.
طالبانو بیا په وار وار دا رد کړې چې افغانان دې په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه وکړي یا له افغان خاورې د پاکستان ضد ګټه واخیستل شي.
د پاکستان له زندانونو ۴۲ تنه نور افغان بندیان خوشې شول
![په پاکستان کې افغان کډوال (آرشیف)](https://gdb.rferl.org/01000000-c0a8-0242-5753-08dc6aa9c6cd_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې ۴۲ تنه خوشې شوي افغان بندیان پرون (د سلواغې ۱۹مه) د تورخم له لارې بیرته افغانستان ته ستانه شول.
په تورخم کې د طالبانو سرحدي پولیسو ویلي چې دا کسان د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې نیول شوي او له دوو څخه تر پنځو ورځو پورې په حاجي کمپ کې توقیف شوي وو.
د ملګروملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ UNHCR د جمعې په ورځ په یوه راپورکې وویل چې پاکستان د ښځو او ماشومانو په ګډون د مختلفو اسنادو لرونکو افغانانو د نیونو بهیرچټک کړی دی او په تیره جنوري میاشت کې یې افغانستان ته په جبري ډول د استول شویو زرو افغانانو له ډلې یوازې شاوخوا اته سوه له اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ډیپورټ کړي دي.