د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

نړۍ

اوباما: امریکا له روسیې سره ګډو هڅو ته تیاره ده

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي، په سوریه کې د افراطي ډلو پر ضد په مبارزه کې د روسیې پر همکارۍ پر حساب کولو شک لري خو غور ورباندې کوي.

ولسمشر اوباما پرون د امریکا په دفاع وزارت پنټاګون کې خبریالانو ته وویل:

"امریکا له روسیې سره ګډو هڅو ته تیاره ده څو په سوریه کې د القاعده او داعش پر ضد زموږ فعالیت لا پیاوړی شي."

خو د ولسمشر اوباما په وینا، روسیه د ډېرو ضروري ګامونو په پورته کولو کې ناکامه شوې او په سیمه کې د وضعیت خرابېدو ته په اشاره یې ټینګار وکړ چې روسیه باید په دې برخه کې خپل جدیت څرګند کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د ناروې شورا د امریکا د مرستو د ځنډېدو په خاطر افغانستان کې خپل فعالیت وځنډاوه

د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه
د ناروې د کډوالو شورا د پروګرامونو یوه برخه

د ناروې د کډوالو شورا، نن اعلان کړی چې د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډ له امله یې د افغانستان په ګډون په څو هیوادونو کې خپل بشري فعالیتونه وځنډول.

دې شورا په یوه بیان کې ویلي دا لومړی ځل دی چې دوی اړ شوي چې د جګړې، ناورینونو او بې ځایه کیدو څخه اغیزمن شوي نږدې ۲۰ هیوادونو کې د سلګونو زرو خلکو لپاره روان او بیړني بشري فعالیتونه وځنډوي.

په بیان کې ویل شوي چې د ناروې د کډوالو شورا اړ ده د افغانستان په شمول په ګڼو هېوادونو کې خپل مرستندویه کارکونکي له دندو ګوښه کړي، او ډیر ژر به په بورکینا فاسو او د سوډان په دارفور سیمه کې د امریکا لخوا تمویل شوي مهم بشري پروګرامونه وځنډوي.

دې شورا ویلي چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د امریکا متحده ایالتونو په مالي مرستو یو میلیون او شپږ لکه کسانو سره مرستې کړې دي.

د امریکا ولسمشر په یوه اجرايي فرمان سره د دغه هېواد بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډولې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي د امریکا هر ډالر چې مصرفیږي باید د امریکا د امن، سوکالۍ او پياوړتیا لپاره وي.

طالبانو د سعودي په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د سعودي عربستان په خاوره کې د فلسطیني دولت د جوړولو وړاندیز وغانده.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ، په یوه بیان کې وویل چې دوی دا "ناممکن، د منل شویو حقایقو سره په ښکاره تضاد کې، او د سعودي عربستان د حاکمیت سرغړونه ګڼي."

په دوام کې دا هم راغلي چې "فلسطین د فلسطینیانو خاوره ده، او تر هغه چې اشغال دوام ومومي او د فلسطیني خلکو حقونه تر پښو لاندې شي، غزه او سیمه به بې ثباته پاتې شي، او دا ډول وضعیت د هیچا په ګټه نه دی."

د اسراییلو صدراعظم، د امریکا متحده ایالتونو ته د خپل وروستي سفر په ترڅ کې وویل چې ریاض کولی شي د سعودي عربستان دننه یو فلسطیني دولت جوړ کړي.

نتانیاهو دا تبصره وروسته له هغه وکړه چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندیز وکړ متحده ایالات د غزې کنټرول په لاس کې واخلي او خلک یې بل ځای کې هستوګن شي.

د امریکا ولسمشر د روسیې له ولسمشر سره تلیفوني خبرې کړي

د امریکا او روسیې ولسمشران - عکس ارشیف
د امریکا او روسیې ولسمشران - عکس ارشیف

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تایید کړه چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیرپوتین سره یې ټلفوني خبرې کړې دي او ویې ویل، دی باور لري چې دوی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په برخه کې پرمختګ کوي.

ښاغلي ټرمپ پرون خبریالانو ته د خبرو پرمهال په دې اړه جزییات څرګند نه کړل او دا یې هم ونه ویل چې چې دا خبرې د ده له لوړې مخکې وې که وروسته خو څرګنده یې کړه چې په راتلونکي کې به بیاهم له پوتین سره خبرې وکړي.

دې خبر په کییف کې داسې اندېښنې پارولې دي چې ګنې اوکراین د سولې د خبرو له بهیر څخه څنډې ته شوی دی.

دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه

افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره
افغان کرکټر ګلبدین نایب د نړیوال تجارتي لیګ له کپ سره

دوبۍ کپټلز ټیم د افغان لوبغاړو په مرسته د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ وګاټه. په دې ټیم کې د افغانستان څو لوبغاړي له هغې ډلې ګلبدین نایب او قیس احمد هم شامل دي.

ګلبدین نایب تر پایلوبې د دوبۍ د ټيم د رسولو په برخه کې ډېره ونډه درلوده داسې چې څو واره یې د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ګټلې.

دوبۍ ټیم د ډیزرټ وایپرز له خوا د ۱۸۹ منډو هدف پوره کړ او پایلوبه یې د څلورو وېکټو په توپیر وګټله.

د متحده عربي اماراتو په تجارتي لیګ کې ګلبدین نایب د مینه والو له خوا د ټورنمنټ اغېزناکه لوبغاړی بلل شوی.

بل افغان لوبغاړی فضل الحق فاروقي بیا د متحده عربي اماراتو نړیوال تجارتي لیګ کې په ۲۱ ویکټو مخکښ بالر شوی.

د امریکا ولسمشر بیا د غزې د مالکیت پر خپلولو ټینګار کړی

عربي هېوادونو د ولسمشر ټرمپ ددې وړاندیز سخت مخالفت کړی چې وايي د غزې اوسیدونکې به بل ځای ولېږدول شي
عربي هېوادونو د ولسمشر ټرمپ ددې وړاندیز سخت مخالفت کړی چې وايي د غزې اوسیدونکې به بل ځای ولېږدول شي


د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ يو ځل بيا د غزې تړانګې د اخيستلو او مالکيت پر ژمنه ټینګار کړی دی.
هغه ويلي چې ډېر ژر به د عربو له مشرانو سره وګوري او تمه لري چې هغوی د فلسطينيانو د منلو سره موافقه وکړي.
د يکشنبې په ماښام (د فیبرورۍ ۹مه) ډونالد ترمپ ايرفورس ون د الوتنې پر مهال خبريالانو ته ويلي، دوی د غزې تړانګې اخيستلو او مالکيت ته ژمن دي او کېدای شي دا د منځني ختيځ نورو هېوادونو ته وسپاري چې د هغې ځينې برخې ورغوي.
د امريکا د ولسمشر دغه وړانديز له پراخو مخالفتونو سره مخ شوی، په ځانګړي ډول د عربي هېوادونو له لوري.
مصر اعلان کړی چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ترمپ د طرحې په غبرګون کې به د عربي هېوادونو د مشرانو يوه بيړنۍ غونډه جوړه شي.
دغه هېواد د يکشنبې (د فیبرورۍ ۹مه) په اعلاميه کې ويلي چې د فیبرورۍ په ۲۷مه به د يادې ناستې کوربه وي.
مصر زياته کړې چې په دې ناسته کې به د "نويو او خطرناکو بدلونونو" په اړه بحث وشي چې د امريکا د ولسمشر ډونالد ترمپ د وړانديز پر بنسټ، فلسطينيان به د غزې تړانګې څخه بل ځای د مېشتېدنې لپاره انتقالېږي.

ایلن ماسک د امریکا دفاع وزارت لګښتونه څېړي

د امريکا ولسمشر ډونالد ترمپ وايي، تمه لري چې اېلان ماسک، چې د "دولت د کارامدۍ وزارت" مسئوليت لري، د پنټاګون د حسابونو د څېړنې پر مهال د ميلياردونو ډالرو درغلۍ او ناوړه استفادې موارد ومومي.


ډونالد ټرمپ د يکشنبې په ورځ (د دلو ۲۱مه) په يو مرکه کې چې د فاکس‌نيوز شبکې خپره کړې، د امريکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په اړه وويل چې هغوی به د ميلياردونو ډالرو درغلۍ او ناوړه استفادې موارد رابرسیره کړي. پنټاګون یا د امریکا د فاع وزارت ددې هېواد تر ټولو لويه فدرالي اداره ده.


ترمپ زياته کړه چې ډېر ژر، ښايي د راتلونکو ۲۴ ساعتونو په لړ کې، به ايلان ماسک ته ووايي چې د پوهنې وزارت ته لاړ شي او له هغې وروسته د اردو چارې وڅېړي.


د پنټاګون کلنی بوديجه نږدې يو ټریليون ډالره ده.


د امريکا پخواني ولسمشر جو بايډن د تېر ډیسمبر په مياشت کې يو لايحه لاسليک کړه چې د روان مالي کال لپاره د ۸۹۵ ميليارډه ډالرو دفاعي لګښت اجازه ورکوي.


روان مالي کال د سپټمبر په ۳۰مه پای ته رسېږي.

ډونالډ ټرمپ وايي له پوتین سره د اوکراین د جګړې په تړاو خبرې کړي

د امريکا ولسمشر دونالد ترمپ تأييد کړې چې د اوکراين د جګړې په تړاو يې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره خبرې کړي دي.
د ازادې اروپا/ازادي راډيو د خبر مرکز د راپور له مخې، ترمپ د فیبرورۍ په ۸مه د نيويارک پوسټ سره په مرکه کې ويلي چې له پوتين سره يې خبرې کړي او باور لري چې هغوی "د اوکراين د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پرمختګ" پر لار روان دي.
نوموړي ويلي تمه لري چې د دې موضوع په اړه به له روسي ولسمشر سره نورې خبرې هم وکړي.
د امريکا ولسمشر د دې موضوع له څرګندولو ډډه کړې چې له پوتین سره یې دا خبرې د هغه د ولسمشرۍ د پيل (د جنورۍ ۲۰مه) څخه دمخه شوي او که وروسته.
ټرمپ ټينګار کړی چې اداره‌ يې د اوکراين له چارواکو سره هم په اړيکه کې ده او له دواړو خواوو سره خبرې کوي.

ټرمپ تایید کړه چې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه یې له پوتین سره خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تایید کړه چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ده وویل، نه غواړي څرګنده کړي چې دا خبرې یو ځل شوي او که څو ځله، او د مشخصې نېټې یادونه یې هم ونه کړه.

ښاغلي ټرمپ "نیویارک پوسټ" ورځپاڼې ته وویل چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره مشخصه طرحه شته، خو نور جزییات یې ورنه کړل.

وروستی ځل چې د امریکا یوه ولسمشر له خپل روسي سیال سره خبرې کړې وې، درې کاله وړاندې د روسیې د یرغل تر پیل لږ مخکې و، کله چې جو بایډن له پوتین سره خبرې وکړې، خو پوتین بیا هم پر اوکراین برید وکړ.

د کرملین ویاند، دیمتري پسکوف، د یکشنبې په ورځ (د سلواغې ۲۱ مه) وویل چې د ولادیمیر پوتین او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ټیلیفوني خبرې نه تاییدوي او نه یې ردوي.

ډونالډ ټرمپ په تېرو دریو کلونو کې څو ځلي ویلي چې که دی په واک کې پاتې وای، روسیې به هېڅکله پر اوکراین برید نه وای کړی.

نوموړي د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې که واک ته ورسېږي، په یوه ورځ به د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

اسراییلي ځواکونه د غزې له مرکزي لارې، د نتساریم له دهلیزه شاتګ کوي

د غزې د اوربند د موافقې له مخې، اسراییلي ځواکونه به د غزې د تړانګې له مرکزي لارې، د نتساریم له دهلیزه، شاتګ وکړي.

د اوربند د موافقې له مخې، اسراییلي ځواکونه باید د اوربند په یوویشتمه ورځ ووځي.

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی چې د دغو ځواکونو شاتګ له تېرې شپې (د یکشنبې، د سلواغې ۲۱مې، د سهار لومړیو ساعتونو) راهیسې روان و او تمه ده چې تر نن (یکشنبې) سهاره به بشپړ شوی وي.

د اسراییلي پوځ له خوا تر اوسه په رسمي ډول د دې شاتګ په اړه څه نه دي ویل شوي.

اسراییلي پوځ د نتساریم دهلیز شمالي برخه تیره اوونۍ پرېښوده، او فلسطیني کډوالو ته اجازه ورکړل شوې وه چې د غزې تړانګې شمال ته ستانه شي.

سره له دې، اسراییلي ځواکونه لا هم اسراییل ته په نژدې سیمو کې حضور لري.

عراقچي وايي، ایران د ولسمشر ټرمپ د فشار تر ستراتیژۍ لاندې خبرې نه کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، ایران چمتو و چې له متحدو ایالتونو سره خبرې وکړي خو نه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سختې ستراتیژۍ تر فشار لاندې.

ښاغلي عراقچي د شنبې په ورځ پر ټلګرام چینل په یوه بیان کې وویل چې د خبرو لپاره اړتیا ده چې بندیزونه لیرې شي، خو نه دا چې هغه دې د سختې ډیپلوماسۍ تر فشار لاندې ترسره شي چې د هغه په خبره دا به د تسلیمۍ په معنا وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د ایران ستر مشرایت الله علي خامنه یي له حکومت څخه وغوښتل چې له واشنګټن سره خبرې ونه کړي او دا ډول یوه تګلاره یې بې پروایي وبلله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له ایران سره د تایید شوي سوله ییز اټومي تړون غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې ایران باید اتومي وسلې ترلاسه نه کړي. خو تهران تل ټینګار کړی چې اتومي پروګرام یې سوله ییز دی. ولسمشر ټرمپ د جمهوري ریاست په مخکینۍ دوره کې په ۲۰۱۸ کال کې واشنګټن له هغه تړون څخه وایست او پر ایران یې بیرته سخت بندیزونه ولګول چې متحدو ایالتونو، فرانسې، جرمني، بریتانیا، چین او روسیې له ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک کړی و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG