د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

د سترګو په ناروغیو اخته کسان باید کومو ټکو ته پام وکړي؟


سترګې د روح کړکۍ بلل کېږي نو ځکه یې باید په ساتلوکې جدي پاملرنه وشي چې کله سترګې روغې وي نو رڼا ډېره ښه محسوسوي خو چې کمزورې شي هر څه ورته خړ پړ ښکاري، بیا نو هماغه وي چې د دنیا له رنګونو هیڅ خوند نشو اخیستلی.

په افغاني ټولنه کې اکثره کسان په دې باور دي چې سترګې یوازې د ډېر عمر له وجې کمزوې کېږي او یا هم درد کوي، خو داسې ماشومان هم شته چې په کم عمر د سترګو مشکل لري، نظر یې کوږ وي، سترګې یې بریښې اوښکې کوي او یا هم خوږېږي، که د ماشوم د سترګو ستونزه جدي ونه نیول شي، له هغه سره بې پروایي وشي د وخت په تېرېدلو سره له دې لوی نعمت څخه بې برخې کېږي، بیا له یوې خوا خپله په تکلیف وي له بله پلوه په ځینو سیموکې پیغور ورکوي مختلف نومونه ورته اخلي.

په کابل کې امان د سترګو روغتون هغه ځای دی چې هره ورځ تقریباً ۱۵۰ هغه کسان ورځي چې د سترګو تکلیف لري د دې روغتون مسؤل کسان وایي چې په دې شمېر کې هغه ماشومان هم شامل دي چې که یې له اوو کلنې نه مخکې روغتون ته راوستلي وی د سترګو مشکل یې حل کېده خو له اوو کلنې نه وروسته یې درملنه سخته ده دوی باید ټول عمر عینکې په سترګو کړي، موږ د همدې روغتون په انګړ کې له څو تنو هغو کسانو سره غږیدلي یو چې درملنې ته راغلي وو، اکثره دا ناروغان بې وزلي او غریب ښکاریدل د دېوال په خوا کې یوه مېرمن چې چادرې یې په سر، سور کمیس په تن او پلا ستیکي بوټ یې په پښو و له اته کلنې جلۍ سره ناسته وه او هغې ته یې ډاډ ورکاو چې عملیات یې سخت نه دي، نجلۍ ژړل او له مورنه یې غوښتل چې کورته یې بوځي، خو مور یې ويل چې دا ځل پرته له درملنې څخه نه ځي، دا مېرمن فاطمه نومیده، له خوست نه راغلې وه ، ویل یې د نیستي له وجې یې مخکېد لور د سترګو درملنه ونشوی کړی، له فاطمې سره د څو تنو نورو خبرې هم اورو:

د پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:45 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG