خبرونه
ځواک: د هلمند د خانشین ولسوالۍ مرکز ته نږدې جګړه روانه ده

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي چې د خانشین مرکز ته نږدي د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده چې تر دې دمه شل وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
د والي ویاند عمرځواک نن رسنیو ته وویل جګړه کي چي تېره شپه پیل شوي ده.
نوموړي پولیسو د ډېرو تلفاتو د اوښتو خبره رد کړه ويې ویل هوايي ځواکونو سیمه ترخپل پوښښ لاندې راوستې ده او سیمې ته تازه دمې سرتېري استول شوي دي.
خو د پولیسو یوې سرچیني د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل خانشین ولسوالي د طالبانو د یوه ډلیز برید په ترڅ کي سقوط شوې ده.
سرچینه وايي په دې برید کي ۷ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
طالبانو بیا د ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې ده او ګڼو پولیسو ته يي د مرګ ژوبلي د اړولو خبر ورکړی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
جرمني هغه ادعاوې ردوي چې ګنې د افغان کډوالو د ستنولو په بدل کې یې طالبانو ته پیسې ورکړي

جرمني وايي، د طالبانو حکومت ته یې د هغو افغانانو د منلو په بدل کې پیسې نه دي ورکړي چې له دې هېواده ایستل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند الکساندر دوبرینت دا څرګندونې پرون (د وږي ۱۵) د یوه کیڼپالي ګوند د هغو تورونو په ځواب کې وکړې چې ویلي یې و، د جرمني حکومت طالبانو ته یوه اندازه پیسې ورکړي څو هغه ۸۱ تنه افغانان ومني چې په جرمونو کې د ښکېلتیا له کبله افغانستان ته ایستل شوي وو.
جرمني چارواکو ویلي دي چې دې کسانو په وژنو، جنسي تېریو، تاوتریخوالي او د مخدرو موادو په اړوندو جرمونو کې لاس درلود.
د جرمني حکومت وايي چې په تېره جولای میاشت کې افغانستان ته د دې تورنو په استولو کې د قطر دولت مرسته کړې وه او هېچا ته پسې نه دي ورکړل شوي، خو حکومت د موضوع د محرمیت له وجې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د سېلابونو اټکل شوی

د هېواد د هواپېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلونو د راوتلو اټکل کړی.
د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت په یوه بیان کې وايي، د وږي له ۱۶ څخه تر ۱۷ نېټې پورې په خوست، پکتیا، لوګر، ننګرهار، کونړ او نورستان کې د ورښتونو له کبله د سېلونو د راوتلو او د اوبو د کچې د لوړېدو احتمال شته.
په بیان کې له هغو خلکو چې سیندونو ته نژدې اوسېږي غوښتنه شوې چې له ګواښ څخه ځانونه خبر کړي او د لوړو سیمو اوسېدونکو ته سپارښتنه شوې چې د سېلونو د راوتلو په صورت کې د ټیټو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي.
د هند صدراعظم وايي چې هېواد یې له متحدوایالتونو سره ډېر مثبت اړیکي پالي

وروسته له دې چې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره د شخصي اړیکو خبره وکړه ښاغلي مودي ویلي دي چې نوې ډیلي لاهم له واشنګټن سره ډېر مثبت اړیکي پالي.
ښاغلي مودي نن پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د ترمپ د دې احساساتو ژوره ستاینه کوي او له ده سره د مثبتو اړیکو ارزونه یې تاییدوي.
دواړه مشران دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې واشنګټن د هند پر وارداتو تر پنځوس سلنې پورې تعرفې ولګولې او پر نوې ډيلي یې تور ولګاوه چې له روسیې څخه د تېلو په پیرلو سره په اوکراین کې د روسیې د جګړې اور ته لمن وهي.
ټرمپ مخکې خبریالانو ته ویلي و، چې مودي به یې تل ملګری وي او خپلې هغه تېرې څرګندونې یې بې اهمیته بللې وې چې ویلي یې و، د چین په بدل کې به هند له لاسه ورکړي.
د اسراییلو پوځ د غزې د ښاري ناحیو اوسېدونکو ته له خپلو مېنو د وتلو لارښوونه کړې

د اسراییل پوځ د غزې د پراخې ښاري ساحې د نیولو د عملیاتو په درشل کې د دې ښار اوسېدونکو ته لارښوونه کړې چې له خپلو مېنو ووځي او بشري ساحو ته ولاړ شي.
د پوځ ویاند پر ټولنیزو شبکو په یوه بیان کې د غزې اوسېدونکو ته په خطاب کې ویلي چې له دې فرصت څخه ګټه واخلي او د المواسي په نوم په جوړ شوي بشري زون کې له زرګونو نورو خلکو سره یوځای دېره شي.
ویاند دا نه دي ویلي چې د پوځ عملیات څه وخت پیلېږي خو یوه بل ویاند مخکې ویلي و، چې د عملیاتو وخت به اعلان نه شي او ناڅاپي به وي.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د غزې په ښار او شاوخوا سیمو کې یې شاوخوا یو میلیون خلک استوګن دي او خبرداری یې ورکړی چې که د اسراییلو پوځ له پلان سره سم عملیات وکړي نو یو ناورین به پېښ شي.
سرچینې؛ متحدوایالتونو تراوسه هم د افغانستان له زلزله ځپلو سره د مرستو پرېکړه نه ده کړې

سرچینې وايي چې په افغانستان کې له مرګونې زلزلې نژدې یوه اونۍ وروسته هم معلومه نه ده چې امریکا به د دې زلزلې له زیانمنو سره مرسته وکړي که نه.
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت یوازې پر ایکس شبکې په یوه بیان کې د افغانستان د ختیځ له زلزله ځپلو سره خواخوږي ښودلې؛ خو سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې پرون جمعه (د وږي ۱۴مه) دې وزارت هغه اعلامیه تایید نه کړه چې له افغانستان سره د بشري مرستو د اړتیا یادونه پکې شوې وه، ځکه که یې دا یادونه کړې وای بیا یې نو باید بشري مرستې هم استولې وای.
د بهرنیوچارو وزارت پخوانیو جګپوړو چارواکو او یوې بلې سرچینې رویټرز ته دا خبره تایید کړې ده.
په کونړ او ننګرهار او شاوخوا سیمو کې د یکشنبې ورځې له درنې زلزلې وروسته یوازې څو هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو خبر ورکړ؛ برتانیا د یو میلیون پونډو او اسټرالیا او جنوبي کوریا هر یوه یو میلیون ډالر مرستې وکړې خو متحدوایالتونو چې پخوا د افغانستان تر ټولو لوی مرستندوی هېواد و، د هېڅ راز مالي مرستې ژمنه نه ده کړې.
افغانستان او پاکستان سبا د درې اړخیزې لوبلړۍ په فاینل کې سره مخامخ کېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د شل اووریز کرکټ د درې اړخیزې لړۍ په فاینل لوبه کې سبا له پاکستان سره مخامخ شي.
دا لوبه د کابل په وخت د ماښام په اوه نیمو بجو د شارجي د کرکټ په لوبغالي کې ترسره کېږي. ملي لوبډلې له پاکستان او متحده عربي اماراتو سره د دې لوبلړۍ د ګروپي پړاو وروستۍ سیالي پرون له متحده عربي اماراتو څخه وګټله.
افغان لوبډلې په پوره شلو اوورونو کې د ۱۷۱ منډو هدف ټاکلی و. د اماراتو لوبډلې هدف ته د رسېدو په تکل تر پایه هڅه وکړه خو ونه توانېده او بالاخره یې لوبه د څلورو منډو په توپیر وبایلله.
په بیګانۍ لوبه کې ابراهیم ځدراڼ کپټاني وکړه ځکه کپټان راشدخان او محمد نبي، فضل الحق فاروقي، مجیب الرحمن او صدیق الله اتل ونه لوبېدل او پر ځای یې ځینې نوي لوبغاړي اخیستل شوي وو.
ولادمیرپوتین اوکرایین ته د هر ډول بهرنیو سرتیرو د لېږلو په تړاو خبرداری ورکړی

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د بهرنیو ځواکونو د لیږلو په وړاندې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دوی به "مشروع هدفونه" وي.
د جمعې په ورځ (د سپتمبر په ۵ مه) د ارام سمندر په ساحلي ښار ولادیوستوک کې یوې اقتصادي غونډې ته د وینا پر مهال، پوتین وویل چې "که چیرې کوم سرتیري هلته راڅرګند شي، په ځانګړې توګه اوس چې جګړه وي، موږ ګومان کوو چې دوی به مشروع اهداف وي."
دا څرګندونې یوازې څو ساعته وروسته له هغه وشوې چې د کاناډا، جاپان او اسټرالیا په ګډون د شاوخوا ۳۰ اروپایي هیوادونو د یوې ډلې مشران اوکراین ته د سوله ساتو ځواکونو د لیږلو لپاره د سلامشورو په اړه سره غږېدلي.
د "ارادې د اییتلاف" په نوم د دې ډلې مشرانو د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره لیدلي دي. د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې د خبرو اترو کوربه توب یې کاوه، وویل ۲۶ هیوادونه اوکراین ته د ډاډ د حاصلولو په هدف د ځواکونو د استولو یا په ځمکه، هوا او سمندري قلمرو کې د عسکرو ځای پر ځای کولو ته ژمن دي.
تېره شپه په کونړ او شاوخوا سیمو کې یو وار بیا زلزله شوې

د امریکا د جیولوژیکۍ سروې ادارې د دې زلزلې شدت د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه دوه بللی دی.
د دې ادارې په اساس د دې زلزلې مرکز د اسعداباد لویدیځ ته څلوېښت کیلومتره لرې وو چې عمق یې لس کیلومتره بلل شوی.
د جرمني خبري اژانس راپور ورکړی چې د زلزلې ټکانونه ان په کابل کې هم حس شوي دي.
لا د احتمالي اوښتو زیانونو او تلفاتو په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر دې مخکې هم د پنجشنبې په شپه او د جمعې سهار وختي په کونړ او ننګرهار کې پرله پسې زلزلې شوي چې لږ تر لږه څلوېښت کسان پکې ټپیان شوي دي.
دا زلزلې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې څخه وروسته رامنځته شوي.
د طالبانو حکومت تایید کړې چې په هغې زلزله کې لږ تر لږه ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ کسان ټپيان دي.
د راپورونو له مخې د کونړ په ځینو لرو پرتو سیمو کې لا هم خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او ویره یې شته چې مړي تر خاورو لاندې بند پاتې وي.
پاکستان ملګروملتونو ته؛ دا پرېکړه چې څوک به له دې هېواده وځي او څوک به پاتې کېږي، موږ کوو

وروسته له دې چې ملګروملتونو له پاکستانه د افغان کډوالو د بهیر د درولو غوښتنه وکړه، اسلام آباد وویل، دا پرېکړه پاکستان کوي چې څوک باسي او څوک پرېږدي.
ملګروملتونو په روانه اونۍ کې د هېواد د ختیځ له مرګونې زلزلې وروسته پر پاکستان غږ وکړ چې په ډله ایز ډول د افغان کډوالو د ایستلو بهیر ودروي.
د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت ویاندشفقت علي خان نن یوې خبري غونډې ته وویل چې ټول هغه کسان باید ووځي چې په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسناد نه لري. هغه وویل دا هغه کار دی چې پاکستان یې کوي او د اروپا په ګډون بل هر هېواد به یې هم وکړي.
شفقت علي خان زیاته کړه چې دا خاوره د پاکستان ده او دا پرېکړه به موږ کوو چې څوک وځي او څوک پاتې کېږي.
د دوشنبې په ورځ په پاکستان کې د POR په نوم د افغان کډوالو د استوګنې د کارتونو اعتبار پای ته ورسېد او له دې سره د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړ.
د جرمني یوې محکمې لسګونو افغانانو ته د ویزې د صادرولو امر کړی

د برلین اداري محکمې د کډوالۍ د لسګونو عاجلو قضیو په برخه کې د افغانانو په ګټه پرېکړه کړې ده.
د محکمې یوه ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د قاضیانو دا پرېکړه د لږ تر لږه ۳۲ قضیو سره تړاو لري.
په دې اساس اکثرو دغو افغان ښځو او سړیو ته د جرمني ویزې ورکول کېږي.
د جرمني د کډوالۍ د منلو فدرال پروګرام په اساس چې دا افغانان ترې ګټه اخلي هغو خلکو ته ویزې ورکول کېږي چې خپل هېواد کې له خطر سره مخ وي.
لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغانانو د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه کړې او د جرمني د ویزو په تمه دي.
د جرمني لخوا د کډوالو د منلو له ژمنې سره سره، پاکستاني چارواکو پدې وروستیو کې یو شمیر دا افغانان نیولي او ځینې یې افغانستان ته استولي دي.