د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ وږی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۳

سرنوشت: پر لاریون د برید پړه د چا پر غاړه ده؟


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډېره د پرونۍ خونړۍ حملې ویر او د دغې حملې په اړه راولاړو شویو پوښتنو او اندېښنو ته ځانګړي کړي دي.

سرخط

سرخط ورځپاڼې چې د پرونۍ حملې د ویر لپاره‎یې لومړی مخ له کوم مطلب پرته په تور رنګ چاپ کړی، په خپله سرمقاله کې لیکلي چې له پرونۍ حملې سره باید هوښیارانه چلند وشي.

په سرمقاله کې راغلي، پرونۍ حملې یو ځل بیا وښوده چې ترهګر د تیږې زړه لري او د بې‎ګنا کسانو د وینو په توېیدو هم بند نه‎دي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، پرونۍ حمله د ولس ترمنځ د نفاق او کرکې د رامنځ ته کولو لپاره وشوه، خو چارواکي او په تېره سیاسي ګوندونو او ځوانان باید دغه دسیسه شنډه او په هوښیارۍ سره‎یې پر وړاندې چلند وکړي.

د ورځپاڼې په باور، لومړیتوب باید دا وي چې د پرونۍ پېښې ټپيانو ته رسیده‎ګي وشي او وینه ورکول شي.

کابل پوسټ

کابل پوسټ ورځپاڼې په سرمقاله کې لیکلي، حکومت د حملو د احتمال په اړه د مظاهرې پلانوونکو ته خبرداری ورکړی و، خو د مظاهرې مسئولینو یې پروا نه‎وه ساتلې.

په سرمقاله کې راغلي، هم د مظاهرې مسئولین ګرم دي چې خبرداري ته‎یې پام نه‎دی کړی او هم خپله امنیتي ځواکونه ملامت دي چې یوازې پر سر سري اقداماتو یې اکتفا کړې وه.

د کابل پوسټ په سرمقاله کې دا هم راغلي چې حکومت باید د قربانیانو له کورنیو څخه پوښتنه وکړي چې د کوم دلیل په مقابل کې یې تنکي ځوانان او حتی ماشومان مظاهرو ته بلل شوي و، د سرمقالې لیکوال ویلي، که چېرې د مظاهرې د رابللو دلیل منطقي نه‎وي، باید مسئولین‎یې محاکمه شي.

سرنوشت

سرنوشت ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې پر لاریون د برید پړه د چا پر غاړه ده؟

په سرمقاله کې راغلي، دا زړه بوږنونکی برید هېڅ نه‎شي توجیه کېدای، خو داعش دښمن دی، وحشي دی او کار یې همدا دی چې پر ځمکه وحشت خپور کړي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، د حملې پړه اول پر حکومت او په دویم قدم کې د مظاهرې په تنظیموونکو ده چې امنیتي شرایط‎یې نه‎وو درک کړي او دومره لویه مظاهره‎یې رابللې وه.

انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، په اوسنیو شرایطو کې د خلکو غوښتنو ته د رسېدو یوازنۍ لاره خبرې دي.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت ډېره هڅه وکړه چې د روښنایي غورځنګ له مسئولینو سره خبرې وکړي، خو د سرمقالې لیکوال ویلي، د روښنایي غورځنګ مسئولینو دې خبرو ته پام ونه‎کړ او د نامحدوده مظاهرو په رابللو یې ټینګار وکړ.

XS
SM
MD
LG