نړۍ
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر نن بغداد ته ورسېد
د امریکا دفاع وزیر اشټون کارټر له عراقي چارواکو سره د اسلامي دولت ډلې په وړاندې د مبارزې او له دغې سخت دریځې ډلې د موصل د بیرته نیولو د پلانونو په اړه د خبرو لپاره نن بغداد ته ورسید.
کارتر له دغه سفر مخکې ویلي و چې د عراق له صدراعظم او هلته له خپلو قومندانانو سره په لیدنو کتنو به دی د پوځي عملیاتو د بل پړاو په اړه چې د موصل په بېرته نیولو او کنټرولولو به څرخي، خبرې وکړي.
کارتر هغو خبریالانو ته چې له ده سره بغداد ته په لاره په الوتکه کې سپاره وو، وویل:
"موږ د دغه کمپاین په ترڅ کې چې له مختلفو لارو مو کار اخېستی، د هڅو د لاچټک کولو لارې لټوو داسې لارې چې په نتیجه کې یې د اسلامي دولت ډله په سوریه او عراق کې د تل لپاره ماته شي. موږ د زیاتو کارونو د ترسره کولو لپاره د فرصتونو په لټه کې یو او دې ته تیاریو چې زیات څه ترسره کړو. موږ په عراق او سوریه کې د داعش د له منځه وړلو لپاره د فرصتونو په لیدو سره له خپلو د ایتلاف له شریکانو هم وغواړو چې دوی هم زیات څه ترسره کړي."
کارتر دوه ورځې وروسته له هغې بغداد ته ځي چې عراقي ځواکونو د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف په ملاتړ د موصل په جنوب ۶۰ کیلومترۍ کی د القیاره هوايي اډه بیرته ترخپل کنټرول لاندې راوستله.
کارترد دغې اډې بېرته نیول یوه کلیدي ستراتیژیکه بریا بللې او ویلي یې دي چې له دغې هوایي اډې څخه به د موصل د نیولو لپاره په راتلونکو عملیاتو کې کار واخلي. موصل د داعش لوی قوي مرکز دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
«د کراچۍ د حملې د طراح نیونه»؛ پاکستان ادعا کوي چې حمله له افغانستانه تنظیم شوې
د پاکستان پولیسو د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه د یوه کس د نیولو خبر ورکړی چې ویل کېږي، تېره میاشت په کراچۍ ښار کې د پاکستان د رېنجرز ځواکونو پر یوه مرکز د مرګوني برید اصلي طراح و.
پاکستاني چارواکي وايي چې د جون په ۲۷مه نېټه شوی برید چې په کې د رېنجرز ځواکونو درې پوځیان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي وو، له افغانستانه تنظیم شوی او ملاتړ یې شوی و او حمله کوونکي هم د پولې هاخوا روزل شوي او لوژستیکي مرستې یې ترلاسه کړې وې.
چارواکو د یوه بریدګر د ژوندي نیولو خبره کړې او ادعا یې کړې وه چې هغه د افغانستان تبعه دی، خو د طالبانو حکومت دغه ادعا چې دغه برید د افغانستان له خاورې تنظیم شوی، رد کړې ده.
د ایبولا په اړه تازه خبرداری؛ کانګو کې واقعي شمېرې تر رسمي شمېرو زیاتې دي
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي چې په کانګو کې د ایبولا په ناروغۍ د اخته کسانو واقعي شمېر لږ تر لږه دوه برابره او ښايي تر رسمي شمېرو څلور برابره زیات وي.
د دې سازمان د بېړنیو حالاتو د څانګې مشر ډاکټر چیکوي ایهکویازو، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ختیځو سیمو ته له سفر وروسته، د سې شنبې په ورځ د چنګاښ په ۲۳مه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل: "موږ باور لرو چې د ایبولا ناروغۍ د خپرېدو کچه لږ تر لږه له هغو مواردو دوه تر څلور برابره زیاته ده چې تر اوسه مو پېژندلي دي."
ایبولا یوه نادره، خو شدیده او ډېری وخت وژونکې ویروسي ناروغي ده چې د بدن عادي فعالیتونه ګډوډوي او د داخلي یا بهرنۍ وینې بهېدو سبب ګرځي.
د ایران قضاییه قوې نن دوه کسان اعدام کړي
د ایران قضاییه قوې نن سه شنبه دوه کسان اعدام کړل.
د قضاییه قوې په بیان کې د دغو کسانو نومونه محيالدین عبدالهي او حسین پالاني یاد شوي.
د بیان په ټکو، دغه دوه تنه "داعش وسله والې ډلې" سره د اړیکو په تور د ایران او عراق په پوله کې د یوې نښتې پرمهال نیول شوي وو.
هغه مهال په نښته کې د ایران د سپاه پاسدارنو ځواکونو درې غړي وژل شوي وو.
دغه کسان د ایران د "حکومت پر وړاندې د وسله وال بغاوت" په تور اعدام شوي.
پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته د سیاسي زندانیانو په ګډون اعدامونه زیات شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمانونو په ایران کې د اعدامونو د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
پر ایران د امریکا د تازه بریدونو لرۍ پایته رسیدلې
په منځني خیتځ کې د امریکا مرکزي قومندانۍ سنټکام وايي، "پر ایران د تازه بریدونو لړۍ پایته ورسیده".
سنټکام نن سه شنبه د (جولای۱۴مه) په یو بیان کې ویلي،" امریکا د نن شپې په پنځه ساعته عملیاتو کې د ایران په بوشهره، چابهار، جاسک، کنارک، ابوموسی او بندرعباس کې پوځي هدفونه ویشتي دي".
په عین حال کې د ایران مهر خبري اژانس خبر ورکړی چې په بوشهر ښار کې د څو چاودونو غږونه اورېدل شوي دي.
دا دریمه پرله پسې شپه ده چې امریکایي پوځیان پر ایران بریدونه کوي.
بل پلو، د ایران سپاه پاسداران ادعا کړې چې په بحرین کې يې د امریکا پوځي اډې په نښه کړي.
د سپاه په ټکو، "بحرین کې يې د امریکا د وسلو، اړیکو مرکزونه او د امریکايي ځواکونو د اوسیدو سیمې ویشي دي.
په عین حال کې په بحرین کې د هوایي دفاع سیستم هم فعاله شوی دی.
بحرین په سیمه کې د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د امریکا پوځي اډې په کې دي.
بریتانیا «سپاه پاسداران» د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه
د بریتانیا د سکاینیوز د راپور له مخې، د دغه هېواد حکومت د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۲مه، د ایران سپاه پاسداران د ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.
سپاه پاسداران له دې وړاندې د اروپایي اتحادیې د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې شامل شوی و او اسټرالیا هم پاسداران د ایران د حکومت له هغو بنسټونو څخه ګڼي چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي.
له همدې امله، د بریتانیا لومړي وزیر کایر سټارمر په دې وروستیو کې د دې پرېکړې د کولو لپاره له زیات سیاسي فشار سره مخ و.
د بریتانیا حکومتي چارواکو تر دې وړاندې استدلال کاوه چې د دغه هېواد د قوانینو له مخې، د بهرنیو هېوادونو رسمي حکومتي ادارې، لکه سپاه پاسداران، د ترهګرو سازمانونو په نوملړ کې نهشي شاملېدای.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم د تېر لمریز کال د سلواغې په میاشت کې، له کلونو کورنیو او نړیوالو فشارونو وروسته، سپاه پاسداران د ترهګر سازمان په توګه وپېژندل.
سپاه پاسداران ځواکونه ایران کې د ۱۹۷۹ کال د اسلامي انقلاب له بریا لږه موده وروسته تأسیس شول. دا ځواک چې یوازې د ایران د ستر مشر څخه اوامر ترلاسه کوي په خپل جوړښت کې ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه لري.
متحده ایالاتو تر دې وړاندې سپاه پاسداران او د هغه بهرنۍ څانګه، سپاه قدس، د ترهګرو ډلو په نوملړ کې شامل کړي.
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام نیمهپایلوبه؛ د فرانسه او اسپانیه مخامخ کېږي
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د نیمهپایلوبې په لومړۍ سیالۍ کې نن شپه د فرانسې او اسپانیې ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.
دغه لوبه د افغانستان پر وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.
فرانسه او اسپانیه په اروپا کې له پخوانیو او سختو سیالانو څخه ګڼل کېږي، خو د دواړو ترمنځ په مخامخ لوبو کې د اسپانیې د بریاوو شمېر تر فرانسې ډېر دی.
فرانسې نیمهپایلوبې ته د رسېدو لپاره په کوارټر فاینل کې مراکش ته ماتې ورکړه او اسپانیې هم بلجیم ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار وموندله.
د نیمهپایلوبې دوهمه سیالي به د چهارشنبې په شپه ترسره شي چې پهکې د نړۍ اتله لوبډله ارجنټاین له انګلستان سره مخامخ کېږي.
انګلستان په کوارټر فاینل کې ناروې ته ماتې ورکړه او ارجنټاین هم سویس ته په ماتې ورکولو نیمهپایلوبې ته لاره پیدا کړه، څو دواړه لوبډلې د پایلوبې لپاره سیالي وکړي.
ایران وايي که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خپلې ژمنې درناوی نه کوي، تهران هم پر شوې هوکړې عمل نه کوي
ایران د دوشنبې په ورځ وویل چې که واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپلو ژمنو ته درناوی ونه کړي، نو تهران به نور له متحده ایالاتو سره لاسلیک شوی تفاهم لیک مراعت نه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په تهران کې یوې خبري غونډې ته وویل: "هر ځل چې بل لوري خپلې ژمنې نه دي پوره کړې، موږ هم خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. موږ به همدې دریځ ته دوام ورکړو."
بقایي دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستیو شخړو ته په اشاره وکړې. هغه همدارنګه وویل چې ایران هڅه کوي چې په هرمزتنګي کې د یوه ګډ میکانیزم د رامنځته کولو لپاره له عمان سره یوې هوکړې ته ورسیږي خو پرهغه هیواد د امریکا فشارونه د دغو هڅو مخه ډب کړې ده. د دغسې یوه میکانیزم د رامنځته کولو لپاره د هڅو په ترڅ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د جولای په ۱۱ عمان ته تللی او د هغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیرسره یې د دې او د سیمې پروضعیت خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو سره د تیلو بیې هم لوړې شوې
د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د بیا پیل او د دواړو لورو ترمنځ د کمزورې اوربند د راتلونکې په اړه د اندېښنو د زیاتېدو له امله د دوشنبې په ورځ د تېلو بیې څه باندې څلور سلنه لوړې شوې.
د امریکا د اومه تېلو بیه ۴،۳ سلنه لوړه شوه او د هربیرل بیه یې ۷۴ ډالرو او ۴۹ سېنټو ته ورسېده. د برېنټ اومه تېلو بیه هم ۴،۲ سلنه لوړه شوه او د هر بیرل بیه ۷۹ ډالره او ۲۱ سېنټو ته ورسیده.
د تیلو بیې وروسته له هغې لوړې شوې چې د امریکا پوځ د ایران په جنوب کې پر ځینو هدفونو تازه بریدونه وکړل او ایران په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ برید وکړ. د ایران د سپاه پاسداران اعلان کړی چې د هرمز تنګی به تر بلې خبرتیا پورې تړلی پاتې شي، خو د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ویلي چې دغه سمندري لار د هغوکشتیو لپاره پرانیستې ده چې غواړي په قانوني ډول تګ راتګ وکړي.
د ټایلنډ په یوه کلپ کې د اورلګیدنې له امله لږترلږه ۲۷ کسان مړه او شاوخوا ۶۰ نورټپیان شوي
د ټایلنډ د بنکاک ښار په یوه کلپ کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او تر ۶۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. اور د یکشنبې شپې ناوخته هغه مهال ولګېد چې کلپ له خلکو ډک و. عیني شاهدانو ویلي، لومړی د کلپ دننه لوګي راپورته شول او بیا د چاودنې غږ واورېدل شوچې وروسته ودانۍ په چټکۍ سره له لوګیو ډکه شوه. د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ډېرو قربانیانو مړي د کلپ په تشنابونو کې موندل شوي چې هلته بند پاتې شوي وو. ودانۍ د اور له امله په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده. چارواکي د پېښې د لامل او د اور خوندیتوب د مقرراتو د مراعات کېدو په اړه پلټنې کوي.
امریکا پرایران نوي بریدونه وکړل؛ ایران هم په ځواب کې په سیمه کې امریکایي هدفونه په نښه کړي
د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ سینټکام وایي چې نن دوشنبې سهاروختي یې پر ایران نور بریدونه وکړل، ترڅو په هرمزتنګي کې په ازاد ډول د سوداګریزو کشتیو او ملکي کارکونکو پرتګ راتګ د دې هیواد د بریدونو وړتیاوې نورې هم کمې کړي.
سینټکام په یوه اعلامیه کې وویل: "اعلیٰ سرقوماندان (چې اشاره یې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ده) د دغو بریدونو امر کړی، څو ایراني ځواکونه د خپلو کړنو په وړاندې حساب ورکوونکي وګرځول شي."
د سینټکام په اعلامیه کې د بریدونو نور جزئیات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه دي ویل شوي چې آیا دغه عملیات چې نن سهاروختي ترسره شول لاهم د خلیج په سیمه کې روان وو که نه.
په عین حال کې ایراني رسنیو د بندرعباس، سیرک او بوشهرولایت په ګډون هرمز تنګي ته نژدې یوشمیرسیمو کې د چاودنو راپورونه ورکړي دي.
د امریکا د خلیج عربي متحدینو هم راپور ورکړ چې د امریکا د بریدونو په غبرګون کې د ایران له لوري پرې توغندي توغول شوي دي. سپاه پاسداران ویلي چې په بحرین کې یې د امریکا پوځي اډه په نښه کړي دي. کویټ هم ویلي چې ځواکونه یې په هوایي حریم کې د دښمن د توغندیو د شنډولو عملیات مخ ته وړي.