تمه ده د اروپا د فوټبال جام سیالیو په پایلوبه کې نن شپه ۱۱:۳۰ بجې د پرتګال او فرانسې ټمیونه سره لوبه وکړي.
د اروپا د فوټبال فدراسیون یا یویفا د معلوماتو له مخې د پنجشنبې شپې په سیالیو کې فرانسې ۲ د صفر پر وړاندې جرمنې ته ماتې ورکړې وه او تر هغې مخکې پرتګال ولز مات کړی و څو فاینل ته ووځي.
د اروپا د فوټبال جام سیالۍ د جون په ۹ په فرانسې کې پیل شوې او نن پای ته رسیږي.