ویل کيږي چې په سوریه کې په زرګونو افغانان د دې هېواد د ولسمشر بشارالاسد د رژیم په ملاتړ په جګړو کې برخه لري.
پر سوریې سربیره د سیمې په یو شمېر نورو هېوادونو کې په روانو جګړو کې هم د افغانانو د ګډون مسئله له یوې مودې راهیسې ډېره په رسنیو کې راپورته شوې ده.
که دا د افغانانو په ګډون نیابتي یا د پردیو جګړې نن له افغانستانه په ډېر لېرې واټن کې دي ایا په اوږد مهال کې به د افغانستان لپاره ناوړه نتیجې ونه لري؟
افغانستان چې له څه کم څلورو لسیزو راهېسې په خپله د جګړو په مختلفو بڼو کې راګیر دی او دوه نسلونه یې په جګړو کې را لوی شوي، د سیمې د بل هر هېواد په نسبت د جګړو له ترخې تجربې څخه برخمن دی.
ډېر ځلي افغان چارواکو په افغانستان کې روانه جګړه پر دې هېواد د بهرنیانو له خوا تپل شوې یا په بل عبارت نیابتي جګړه بللې او د سیمې یو شمېر حکومتونه یا ځینې کړۍ یې تورن کړي چې د دغې جګړې پر مخ بیولو ته لمن وهي.
که د افغانستان په روانه جګړه کې ځیني لوري له افغانانو خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره کار اخلي، تر شاه یې یو اساسي علت پر دې هېواد د نفوذ زیاتول دي خو دا چې ولې افغانان په تېره بیا ځوانان که هغه په ګاونډیو هېوادونو لکه ایران او پاکستان کې د کډوالو په توګه اوسي یا نور په هېواد کې دننه د پردیو په لمسون له دې هېواده په ډېر لېرې واټن کې د نورو لپاره په نیابتي جګړو کې ګډون کوي؟بې وزلي، بې روزګاري، مذهبي احساسات، د افراطي مفکورو خپلول او د ځینو بهرنیو دولتي او غېر دولتي کړېو له خوا د امتیازاتو وړاندې کول او ځیني نور هغه عمده لاملونه بلل کیږي چې د چارو د کار پوهانو په وینا افغانان یې په دغسې جګړو کې ګډون ته هڅولي دي.
د سیاسي چارو کارپوه او د افغانستان د ولسي جرګې غړی احمد بهزاد هم ورته نظر لري او وایي، بې وزلي، د کورنیو ناوړه اقتصادي وضعیت او مذهبي احساسات اکثره افغانان په تېره بیا ځوانان دې ته اړ کوي چې په دغسې جګړو کې برخه واخلي.
ښاغلي بهزاد له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دغې ستونزې نورو اړخونو ته په اشاره وویل:
"زما په نظر لومړنۍ مسئله بې وزلي ده، په کورنیو کې اقتصادي ستونزې شته، ډیرې ناخوالې چې نن ورځ یې موږ په افغاني ټولنه کې شاهد یو او هم هغه ستونزې چې له افغانستان بهر افغان کډوال ورسره مخامخ دي او موږ یې شاهد یو، اساسي عامل یې بې وزلي او اقتصادي تنګدستي ده.
دوهمه مسئله افراطي مذهبي باورونه دي چې په خواشینۍ سره په وروستیو کلونو کې په اسلامي نړۍ او په اسلامي ټولنو کې تزریق شوې او خلک ورته تشویق شوي دي چې په نتیجه کې یې تکفیري ډلو سر راپورته کړی دی. په ځوانانو کې دغه افراطي مفکورې هم هغوی ځیني وختونه دې ته هڅوي چې لوی تاوتریخوالي ته مخه کړي او هغو جګړو کې برخه واخلي چې د ځیني سیاستوالو او حکومتونو له لوري د سپیڅلو جګړو نوم ورکول کیږي."
په دې اړه چې د سیمې د کومو هېوادونو حکومتونه یا نورې بهرنۍ او داخلي کړۍ او ډلې د دغو افغانانو له ناوړه وضعیته استفاده کوي، ښاغلي بهزاد په دې مسئله کې د ښکیلو هېوادونو نومونه وانخېستل خو زیاته یې کړه چې دغو پردیو جګړو ته اکثره له هېواده بهر په ګاونډیو هېوادونو کې میشت افغانان استول کیږي خو هغه دا خبره رد کړه چې ګواکې دغه بهیر دې د افغانستان د خاورې دننه په ځینو ځایونو کې په منظم ډول مخ ته وړل کیږي.
ښاغلي بهزاد زیاته کړه:
"د افغانستان دننه موږ د داسې فعالیتونو شاهد نه یو چې وښیي چې دا ډول اقدامات د افغانستان په داخل کې تنظیږي. تر اوسه دلته د سیاسي پیژندل شوېو حرکتونو یا د پیژندل شوېو سیاسي مشرانو او د ټولو قومونو د مخورو له خوا داسې ویناوې نه دي شوي چې هغه دې ان داسې وانګیرل شي هغه په یو ډول ځوانان له افغانستانه بهر جګړو کې ګډون ته تشویقوي. په خواشینۍ سره اکثره زموږ ځوانان د افغانستان له پولو بهرد هغو ډلو ښکار کیږي چې دوی دغو جګړو ته ثوقوي."
د افغانستان د بهرنیو چارو وزرات هم دا تاییدوي چې یو شمېر افغانان په په تېره بیا د سوريې جګړې ته استول شوي خو د افغانستان حکومت د دغې ستونزې د له منځه وړلو لپاره خپلې ډیپلوماتیکې هڅې تیزې کړې دي.
د دې وزارت ویاند شکیب مستغني آزادي راډیو ته وویل:
"د افغانستان اسلامي جمهوريت له دې خبر دی چې په خواشینۍ سره زموږ کډوال هېوادوال په کوربه هېوادونو کې د افغانستان د دولت له کنټروله لرې په مختلفو بڼو او شکلونو منجمله په زور او تهدید د غیر دولتي سازمانونو او ځیني وختونه هم د حکومتونو له لوري د ملګرو ملتونو د منشور او حقوقو خلاف اقداماتو ته اړ ایستل کیږی یا هم تشویقیږي."
د مستغني په وینا د دغې ستونزې د هواري لپاره د افغانستان حکومت ډیپلوماتیکې هلې ځلې پیل کړي، له هغو هېوادونو سره یې چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي او ورڅخه دغسې جګړو ته د افغان کډوالو د استولو راپورونه ورکول کیږي تماسونه ټینګ کړي دي او هم يې دا مسئله د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنیرۍ سره شریکه کړې ده.
که څه هم مستغني د هغو هېوادونو نومونه چې اکثره دغه افغانان ورڅخه په تیره بیا د سوريې جګړې ته استول شوي مشخص نه کړل خو د راپورونو له مخې ایران دغه پروسه په جدیت مخ ته وړي.
د سوریې په جګړه کې یوه ښکیل لوري د بشارالاسد د رژیم ضد اییتلاف هم په دې وروستیو کې په دې اړه خپله اندیښنه د افغانستان حکومت ته په یوه استولي لیک کې مطرح کړې او غوښتنه یې کړې ده چې د دغو افغانانو د بهیر د مخنیوي لپاره هڅه وکړي.
په دغه لیک کې د راپورونو له مخې د سوریې رژیم د مخالفانو د ایتلاف د قانوني کمېټې مشر هیثم المالح ادعا کړې ده چې شاوخوا اته زره افغانان د ایران له لوري د بشارالاسد د رژیم په ملاتړ دغې جګړې ته استول شوي او له افغان حکومته غواړي دغې جګړې ته د افغانانو د ورتګ مخه ونیسي.
ښاغلي مستغني د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغو راپورونو ته په پام سره د بهرنیو چارو وزارت له ډیپلوماتیکو لارو څه مشخص اقدامات کړي.
ښاغلي مستغني زیاته کړه:
"په دمشق کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت نه لري، خو دغه مسئله مو د سیمې په هېوادونو لکه ایران، اردن او عراق کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارتونو له لارې تعقیب کړې او هغه تعقیبوو. د هغو راپورونو پر اساس چې د همدغو رسمي مراجعو له لارې مو ترلاسه کړي، د افغانستان د اسلامي جمهوریت نن تاکید کوي چې دا زموږ لپاره ډېره د اندیښنې وړخبره ده چې د سورېې په جګړه کې ډېر افغانان برخه لري."
ناتایید شوي راپورونه وایي چې د سوریې جګړې ته اکثره افغانان د ایران د اسلامي جمهوریت د ځینو دولتي ادارو او غیر دولتي کړېو له خوا استول کیږي.
ویل کیږي اکثره استول شوي افغانان شیعه مذهبه او په ایران کې میشت دي خو په دې وروستیو کې د افغانستان له هرات او ځینو نورو سیمو هم د یو شمېر ایراني کړېو له خوا د خلکو جلب او جذب راپورونه ورکول کیږي.
که څه هم افغان چارواکي دا مسئله رسماً نه تاییدوي چې ګواکې دا دې د یوه منسجمه او پلان شوې پروسه وي خو له دغې ستونزې په یو ډول په د ناټو چارواکو هم په دې وروستیو کې سرټکولی دی.
د افغانستان په لویدیځ کې د ناټو د روزنې د ماموریت مرستیال قوماندان سټیف لوتسکي وایي، په هرات او ورسره څنګ ته په لویدیځو ولایتونو کې چې امنیتي وضعیت یې هم بد نه دی.
د افغان امنیتي ځواکونو لیکوته د جلب او جذب شمېره ښکته ده چې یو علت یې هم ښایي پر دغه بهیر د ده په وینا د ایران د هغو خوزښتونو اغیز وي چې افغانان د داعش پرضد په سوریه کې د جګړې لپاره جلبوي.
هغه دا خبره په دې وروستیو کې د ستارس این سترایپس خپرونې ته کړې او ویلې یې دي چې ده ته د سیمې ګڼو خلکو دا خبره کړې ده.
د دې امریکایي پوځي چارواکي په باور ایران په سوریه کې د جګړې لپاره افغانانو ته تر دې ډیرې پیسې ورکوي چې افغان ځواکونه یې په افغانستان کې ترلاسه کوي.
د ولسي جرګې غړی احمد بهزاد وایي، د دغې ستونزې په هواري کې د افغانستان د حکومت د هڅو ترڅنګ قومي او مذهبي مشران مهم رول لوبولی شي.
ښاغلي بهزاد زیاته کړه:
"د افراطي او تکفیري مفکورو او د شدیدو مذهبي انګیزو په برخه کې عالمان او مذهبي مشران کولای شي ډېر ښه رول ولوبوي. د دواړو لورېو، حکومت او د مذهبي او قومي مشرانو رول زه مثبت بولم. هغه کسان چې کولای شي د ټولنې پر روح او روان مثبت تاثیرات ولري. هغه زده کړې چې ځوانانو ته یې ورکوي او هغه اسلام او مذهب چې ځوانانو ته یې تبلیغ کوي کولای شي چې د ډېرو فجایعو مخه ونیسي."
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان دغه بهیر د افغانستان د راتلونکې لپاره خطرناک بولي او وایي، د اتیایمي لسیزې جګړو ته په پام سره چې افغانانو پر افغانستان د شوروي د یرغل لپاره جهاد کاوه، نړیوال په تیره بیا د عربي هېوادونو جهادیانو دې جګړې ته مخه کړې وه چې نن ورځ همدغو جهادیانو خپلو هېوادونو ته ستونزې را ولاړې کړې دي.
یو له دغو کارپوهانو د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزې دی چې وایي، که د افغانستان حکومت دغه ستونزه جدي ونه بولي او د هواري لپاره یې جدي اقدامات ونه کړي د دې خطر شته چې دغه پدیده په راتلونکې کې د افغانستان لپاره نورې ستونزې وزیږوي.
ښاغلي ستانکزي زیاته کړه:
"هغه افغانان چې دغو جګړو ته د جهاد په دوران کې او څه اوس جذبیږي، اکثرا له ایډیالوژیک پلوه دغو جګړو ته جذبیږي او دوی هغه فدایان دي چې د معینې ایدیالوژۍ لپاره ځان فدا کوي. په یقیني ډول چې دا دوه حالته لري، په خواشینۍ سره د دوی یو شمېر د نورو هېوادونو د ګټو لپاره ځانونه له لاسه ورکوي او بل شمېر به یې بېرته هغو هېوادونو ته راګرځي چې دوی یې دغو جګړو ته استولي دي. دغه هېوادونه به بیا هغوی د خپلو اهدافو لپاره بېرته افغانستان ته استوي چې په دې صورت کې به دوی د معینې ایدیالوژۍ تر عنوان لاندې د ځانګړو هېوادونو اهداف او ګټې په افغانستان کې تامینوي. په یقیني ډول چې دا به یوه خطرناکه بله لوبه وي چې د افغانستان لپاره به یې لکه چې په وروستیو کلونو کې القاعدې یا په دې هېواد کې نورو افراطي ډلو د همدغو یا هم د خپلو ایډیالوژیک بهرنیانانو په واسطه پر ابلمونه ایجاد کړي، پیلوي. دوی به هم دا توانایي ولري چې په راتلونکې کې افغانستان له ورته ستونزو سره مخامخ کړي."
د سوريې په ګدون هغه نیابتې جګړې چې دغه افغانان په کې ونډه لري، فرقه یي بڼه لري.
افغانستان د تیرو څلورو لسیزو په جګړو کې له ټولو لوړو ژورو سرسره له فرقه پالنې په امن پاتې شوی خو دا احتمال شته چې یوه ورځ همدغه په پردیو جګړو کې ښکیل افغانان په خپل هېواد کې دننه د فرقه پالنې اور بل کړي.