د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۷ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

د قدر د شپې په اړه د ولس باورونه


کائناتو کې د الله جل جلاله دا پرېکړه ده چې هغه ځیني انسانانو ته یې په ځینو نورو غوره والی ورکړی دی، د ځمکې ځيني برخې يې د نورو څخه غوره کړي دي او ځيني میاشتې يې د نورو په پرتله غوره ګرځولې دي.

دغه راز ځینو شپو ته یې په ځینو نورو غوره والی ور په برخه کړی دی چې له همدغو شپو څخه یوه د قدر شپه ده.

د قدر شپه الله جل جلاله د دې لپاره ټاکلې ده چې په اوږدو کې یې په بندګانو خپله مهرباني او بخښنه لا زیاته کړي او ډېر شمېر بندګان د دوزخ له اوره وژغوري.

له یوې خوا د قدر شپه په خپله مبارکه شپه ده او له بلې خوا دغه شپه د روژې په مبارکه میاشت کې ځای لري او دغه راز په همدې شپه کې الله جل جلاله انسانانو ته وروستی لارښود قران کریم را نازل کړی دی چې د قدر شپې ته یې لا زیات ویاړ په برخه کړی دی.

داسې ویل کیږي چې کله روژه له شلو ورځو واوړي، نو د قدر شپه یې په طاقو شپو کې راځي او قوي احتمال بیا دا دی چې دا شپه د روژې په اوه ویشتمې شپې راځي.

موږ نننۍ خپرونه همدغې موضوع ته ځانګړې کړې ده، دا خپرونه دلته اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:13:14 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکی: محبوب شاه محبوب

XS
SM
MD
LG