د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو د میاشو او غوماشو د سرتاسري اتحادېې له مشر "بنګ بنګي" سره مرکه کړې ده.
بنګ بنګي له ښاروالۍ او د حکومت له نورو ارګانونو څخه ډېره خوښي څرګنده کړې ده او وايي چې ډېره مرسته ورسره کوي! نو له دې امله مننه او تشکر ورڅخه کوو!
ورپسې مو د "ولې؟... ځکه چې!" د اچارو وړوکی بوتل مخې ته ږدو.
په پای کې مو د فیسبوک د نوي افغاني ډول له کارولو خبروو!
اوس چې د چا چرګه هګۍ هم واچوي نو سمدستي ېې خبر فیسبوک ته پورته کړی وي!
همدغه مطلب مو د ګوړې اچارو مرتبان ته اچولی او ښه خوندور اچار مو درته ترې جوړ کړي دي.
که دا هرڅه واورئ نو خندا په دغه لاس راڅخه واخلئ!
جوړوونکی : ننګیارنااشنا