د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۱ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۳:۱۱

خبرونه

غور کې د "کورنیو باغچو" پروژه پیل شوه 

په غور کې د ښځو د کورنیو تولیداتو د زیاتولو لپاره د "کورنیو باغچو" پروژه پیل شوه.

په غور کې چارواکي وايي، د ولایت په مرکز او درېیو ولسوالیو کې به ۷۰۰ ښځو ته کورنۍ باغچې جوړې کړي.

په غور کې د کرنې او مالدارۍ ریاست سرپرست فرید احمد فردوس پرون سې شنبې ازادي راډیو ته وویل، ښځو ته به د ګلخانو د جوړولو وسایل او مواد ورکړي او دا پروژه به په دوو کلونو کې بشپړه شي.

په دې پروګرام کې شاملې ښځې کولای شي چې د ترکاري او ګلانو د کرلو زده کړه وکړي او د کال په ټولو موسمونو کې خپل تولیدات په مارکیټونو کې وپلوري.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدنې بهیر نن پيل شو

د حج له مراسمو وروسته کابل ته د افغان حاجیانو د ستنېدنې لومړنی پرواز
د حج له مراسمو وروسته کابل ته د افغان حاجیانو د ستنېدنې لومړنی پرواز

له سعودي‌ څخه د افغان حاجیانو د بیرته ستنېدو بهیر پيل شو.

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت نن چهارشنبه دغه خبر پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی دی.

لومړني پراوز کې ۳۶۰ حاجیان نن سهار کابل ته رسیدلي دي.

سږ کال شاوخوا دیرش زره افغانان د حج مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

په ایران کې د افغان کډوالې کبرا رضایي وژلو ته د غبرګونونو دوام ( عاملان یې باید اعدام شي)

کبرا رضایي، ایران کې وژل شوې افغان کډواله
کبرا رضایي، ایران کې وژل شوې افغان کډواله

په ایران کې د یوې افغان کډوالې کبرا رضایي وژنې ته د غبرګونونو په لړ کې د ازادۍ فانوس په نوم یوه خوځښت د دې پیښې د بیړنۍ، رڼې او بې پلوه څيړنې غوښتنه کړې ده.

دغه خوځښت نن چهارشنبه ( د غبرګولي ۲۱) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قتل عاملان باید وپیژندل شي او له کوم مصونیت پرته باید اعدام شي.

په خبرپاڼه کې دغه وژنه جنایت او د بشري حقونو ښکاره نقض بلل شوی دی.

د هنګاو په نوم د ایران د بشري حقونو د ملاتړ یوه بنسټ تازه راپور ورکړ چې د کبرا رضایي ټوټه شوی جسد د غبرګولي په ۱۳مه د تهران په پیشوا سیمه کې په کثافاتو کې موندل شوی دی.

د هنګاو په خبره دغه نجلۍ د جسد تر موندل کېدو یې پنځوس ورځې مخکې کار ته د تلو پر مهال اختطاف او تري تم شوې وه.

تراوسه چا یا کومې ډلې د هغې د وژنې مسولیت نه دی منلی.

ایران کې میشتو افغان کډوالو هم دا وژنه له دوی سره د سیستماتیکې بې عدالتۍ یوه بیلګه یاده کړې ده.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د سوریې د لوبډلې پر وړاندې ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم له سوریه څخه صفر د یو پر وړاندې ماتې وخوړه.

دا لوبه چې پرون د افغانستان په وخت شاوخوا لس بجې په سعودي عربستان کې وشوه، د سوریې ټیم واتونیده چې د افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړي.

دا لوبه د اسیايي جام د غوراوي د مقدماتي لوبو په ترڅ کې ترسره شوه.

له دې وړاندې افغانستان له میانمار څخه یو د دوه پر وړاندې ماتې خوړلې وه.

د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې بله لوبه به له پاکستان سره د میزان میاشتې په ۱۷مه نیټه ترسره شي.

د ټرمپ په امر په لاس انجلس کې سمندري ځواکونه ځای پرځای شوي څو روان لاریونونه کابو کړي

په لاس انجلس کې پولیس د خلکو د لاریونونو مخه نیسي
په لاس انجلس کې پولیس د خلکو د لاریونونو مخه نیسي

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې د امریکا په لاس انجلس ایالت کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر د ملي ګارډ له ځای پرځای کیدو وروسته پرون سه شنبې په سلګونه سمندري ځواکونه دې ایالت ته رسیدلي، څو لاریونونه کابو کړي.

ولسمشر ټرمپ له دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د وضعیت د کنټرول لپاره به سمندري ځواکونه وګماري.

د رویترز په ټکو، د کلفورنیا والي ګاین نیوسوم په دې ایالت کې د سمندري ځواکونو ځای پرځای کول غیرقانوني او سیاسي کړنه بللې ده.

له تیرو پنځو ورځو راهیسې د ټرمپ د ادارې له خوا د کډوالو پر ضد د عملیاتو له پیل وروسته د لاس انجلس په ګډون د امریکا په ډير شمیر ایالتونو کې پراخ لایونونه پیل شول.

چارواکو رویترز خبري اژانس ته ویلي، ۷سوه سمندري ځواکونه د لاس انجلس په"سیل ساحل" کې په تمه دي څو په سیمه کې ځای پرځای شي.

د لاس انجلس په ګډون د کلفورنیا او یو شمیر نورو ایالتونو والیانو ویلي، پوځي ځواکونه باید یوازې په سختو حالاتو کې وکارول شي خو اوسنی وضعیت داسې نه دی.

ټرمپ؛ د اټومي پروګرام په خبرو اترو کې د ایران دریځ بدل شوی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ایرن د اټومي پروګرام په خبرو اترو کې د تیرو ورځو پرتله بل ډول چلند کوي او دې موضوع هغه حیران کړی دی.

ټرمپ پرون سه شنبې فاکس نیوز سره په خبرو کې ویلي، "ایران په خبرو اترو کې د پخوا پرتله "سخت دریځه" شوی او دې چلند يې حیران کړم یم".

هغه په دې اړه نور جزیات ور نه کړل.

بل پلو، د "اکسیوس" په نوم یوې ویب پاڼې راپور ورکړی چې ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلفوني خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام مخالف دی او غوره ګني چې د اټومي پروګرام د مذاکراتو د پرمختګ لپاره فرصت ورکړل شي.

د امریکايي او ایراني چارواکو ترمنځ د اتومي تړون د ترلاسه کولو لپاره پنځې دورې خبرې اترې د ایټالیايې او عمان په کوربتوب ترسره شوې خو تراوسه يې هیڅ پایله نه درلودله.

دواړو خواوو د شپږمې دورې خبرو لپاره مختلفې نیټې اعلان کړي دي.

امریکايي چارواکو ویلي، شپږم پړاو خبرې به د جوزا په ۲۲مه د پنجشنبې په ورځ وشي، خو ایران بیا د جوزا ۲۵مه د یکشنبې ورځ د دې خبرو اترو د ترسره کیدو نیټه اعلان کړې ده.

جرمني تیرکال نژدې درې لکه کډوالو ته تابعیت ورکړی

جرمني په ۲۰۲۴کال کې د ریکارډ په کچه کډوالو ته د دې هېواد تابعیت ورکړی دی.

د جرمني د احصايې فډرال ادارې نن سه شنبې اعلان وکړ چې دغه هېواد تیرکال ۲۹۱زره کډوالو ته تابعیت ورکړی دی چې د ۲۰۲۳کال پرتله ۴۶سلنه زیاتوالی ښيۍ.

د اعلان له مخې د نوي تابعیت ترلاسه کوونکې تر ډیره سوریایان دي.

په جرمني کې میشت درې سلنه افغانانو هم تیرکال د دې هېواد تابعیت ترلاسه کړی دی.

د تابعیت په قانون کې اصلاحات د دې زیاتوالي عمده لامل بلل شوی دی.

د جرمني حکومت د ۲۰۲۳کال په جون میاشت کې د تابعیت اخیستو لپاره د استوګنې شرط له اتو کلونو څخه پنځو کلونو ته راکم کړ او ان درې کالونه يې د ځانګړو مواردو لپاره ټاکلي وو.

که څه هم تیرکال ډیرو کډوالو د جرمني تابعیت ترلاسه کړی خو د جرمني نوی ایتلافي حکومت غواړي بیرته دغه اصلاحات راونغاړي او د تابعیت لپاره د لږ تر لږه پنځه کلن انتظاره موده بیرته رامنځته کړي.

په اتریش کې د یوه ښوونځي دننه په ډزو سره لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي

اتریش کې د خونړي برید وروسته شېبې
اتریش کې د خونړي برید وروسته شېبې

پولیسو تایید کړې چې پېښه نن په ګراز ښار کې شوې او یوه زده کوونکي دا برید ترسره کړی دی.

د پولیسو په خبره ګڼ کسان ټپيان هم دي چې زده کوونکي او ښوونکي په کې شامل دي.

زده کوونکي او معلمین له ښوونځي ایستل شوي دي.

په اتریش کې داسې پېښې ډېره سابقه نه لري.

یواځې تېره فبروري میاشت د اتریش په جنوب کې یوه بریدګر د چاقو په ګوزارونو سره لږ تر لږه یو کس وواژه او ۵ نور یې ژوبل کړل.

د اسراییلو سمندري ځواکونو په یمن کې د حدیده پر بندر برید کړی دی

د حدیده بندر
د حدیده بندر

د اسراییلو سمندري ځواکونو د لومړی ځل لپاره په یمن کې پر حدیده بندر بریدونه کړې دي.

د اسراییلو پوځ نن سه شنبې ویلي، بریدونه د سمندري ځواکونو توغندي ویشتونکو کښتو کړي دي.

د یمني حوثیانو په واک کې د "المسیره" په نوم یو خبري شبکې هم پر حدیده بندر د بریدونه خبر ورکړی خو په اړه ډیر جزیات خپاره کړې نه دي.

له دې وړاندې اسراییلو د دوشنبې په شپه په انلاین توګه په سیمه کې میشتو یمني وګړو ته خبرداری ورکړی و چې د راس عیسی، حدیده او الصلیف بندرونو څخه ووځي.

د ایران له ملاتړه برخمن د یمن حوثیانو د حماس وسله والې ډلې په ملاتړ په ځلونو پر اسراییلو د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړې دي.

امریکا متحده ایالتونه و اروپايي ټولنه حماس ډله د یو ترهګریز سازمان په توګه پیژني.

د حدیدي بندر له ۲۰۱۴کال راهیسې له کله چې حوثیانو د یمن پلازمینه صنعا نیولې ده، په میلیونو یمني وګړو ته د بشري مرستو د رسولو تر ټولو مهمه لاره ده.

د افغانستان د پاورلفټنګ د فدراسیون مشر نجیب الله ایوبي وفات شوی دی

نجیب الله ایوبي د افغانستان د پاورلفټنګ د فدراسیون مشر
نجیب الله ایوبي د افغانستان د پاورلفټنګ د فدراسیون مشر

د افغانستان د پاورلفټنګ او پیاوړو سړیو د فدراسیون مشر نجیب ایوبي وفات شوی دی.

د افغانستان کورنیو رسنیو نن سه شنبې د ایوبي د زوی ساحل ایوبي په حواله دا خبر ورکړی دی.

ساحل ایوبي ویلي، پلار يې پرون شپه د زړه حملي له کبله د کابل په یو روغتون کې ساه ورکړې ده.

۴۷کلن نحیب الله ایوبي له څو کالونو راهیسې د افغانستان د پاورلفټنګ فدرسیون مشر و.

مکسیکو د لسګونو میلیونو ډالرو په ارزښت مخدر مواد نیولي

د مخدر موادو تجزیه په یوه لابراتوار کې-ارشیف
د مخدر موادو تجزیه په یوه لابراتوار کې-ارشیف

د مکسیکو حکومت وویل چې دوی د مخدره توکو په لابراتوارونو باندې د چاپو په ترڅ کې له ۵۰ ملیونه ډالرو څخه د ډیر ارزښت میتامفیتامین نیولې دي.

د چارواکو په وینا دا مخدر مواد دوه څلویښت ټنه دي.

دا اعلان په داسې حال کې کیږي چې د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې د لاتینې امریکا دغه هیواد د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي لپاره د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زیاتیدونکي فشار سره مخامخ دی.

د مکسیکو حکومت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې مخدره توکي د لویدیځ ایالت میچواکان په پنځو ځایونو کې د عملیاتو په ترڅ کې نیولې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG