د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۵ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۳۵

فوټبال: په پایلوبه کې د چیلي ملي ټیم ارجنټاین ته ماته ورکړه

د امریکايي ملتونو د فوټبال جام (کوپا امریکا) په پایلوبه کې د چیلي ملي ټیم ارجنټاین مات کړ.

د فوټبال نړیوال فدراسیون فیفا د معلوماتو له مخې د چیلي ملي ټيم وتوانید چې د پينالټي په ضربو سره ۴ د ۲ په وړاندې د دغو سیالیو اتلولي ترلاسه کړي.

دا د چلي لپاره د کوپا امریکا د اتلولۍ دویم جام و چې له ځانه سره یې وړي.

له دغې سیالۍ وروسته د ارجنټاین د فوټبال د ملي ټیم نړیوال ستوري او د بارسلونا اتل لوبغاړي لیونل مسي او د هغه بل هم ټیمي ماسکرانو د ارجنټاین له ملي ټيمه د دې لپاره ووتل چې ښې لوبې یې نه وې کړې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG