فرانسې د روسيې د فوټبال يو مينه وال الکساندر شپريګين په یوه اوونۍ کې د دوهم ځل لپاره له لوبغالي ايستلی.
فرانسوي چارواکو نن وويل چې دغه کس د يورو ۲۰۱۶میلادي سياليو پر مهال له تاوتريخوالي کار اخېست چې د دې سياليو پيل يې اغېزمن کړ.
پوليسو شپريګين د دوشنبې په ورځ په تولوز ښار کې وينوه چېرته چې د روسيې ټيم د وېلز پر وړاندې لوبه کوله.
دی مخکې د جون په اتلسمه د انګلستان او روسيې د لوبې پر مهال له فرانسې ايستل شوی وو خو بېرته دغه هېواد ته په ننوتلو کې بريالی شو.
دا ځل فرانسوي چارواکو ويلي شپريګين يې د پاريس په هوايي ډګر کې په الوتکه کې کښېنوه چې مسکو ته روانه وه.
د مينه والو د تاوتریخوالي له کبله د اروپايي فوټبال تنظيموونکې اداره اړه شوه چې انګلستان او روسيې ته له سياليو د ايستلو ګواښ وکړي. روسیه وروسته له سیاليو ووته چې له وېلزه يې لوبه وبايلله.
په دې وروستیو کې ډېرځلي ناکرارۍ رامنځته شوي خو پرون پوليسو اوښلن ګاز، د مرچو سپرې او لکړي وکارولي چې د فوټبال د پولنډي مينه والو تر منځ جګړه ودروي. د دغې نښتې په پايله کې دوولس کسان ونيول شول.