د اروپايي فوټبال د جام لپاره په روانو مسابقو کې به نن دوشنبې د چک جمهوریت او هسپانیې، د سویډن او ایرلنډ او د ایټالیا او بلجیم د فوټبال لوبډلې سره مخامخ شي.
دا مسابقې به د افغانستان په وخت د مازدیګر له پینځه نیمو بجو پیل شي.
د فوټبال علاقمندانو د لوبو په سیمه کې د امنیتي تدابیرو د زیاتیدو هرکلی کړی دی.
د اوکرایین د ټیم یو پلوی اندرې بونیاک وايي:
"زه خوشاله یم چې دلته امنیتي ځواکونه لیدل کیږی ځکه خلکو ته تر یوه حده د ارامۍ احساس ورکوي. موږ نه غواړو چې د انګلیس او روسیې د لوبډلو ترمنځ د نښتې په څير پيښه بیا تکرار شي. "
د اروپا د فوټبال لوبډله خبرداری ورکوي چې که د روسیې او انګلستان د فوټبال لوبډلې بیا تشدد ته مخ کړي، دواړه هېوادونه به د اروپايي فوټبال د جام لپاره له سیالیو وایستل شي.
د روسیې د فوټبال لوبډلې علاقمندانو د شنبې په ورځ د فرانسې د مارسي ښار په سټیدیوم کې د انګلستان د ټیم پر پلویانو حمله وکړه.
د روسیې او انګلستان لوبډلو یو - یو ګول ووهل او سابقه مساوي پاي ته ورسیده.