نړۍ
چین: د شانګهای په نړیوال هوايي ډګر کې څلور کسان ټپیان شول
چینايي چارواکي وايي، د شانګهای په نړیوال هوايي ډګر کې پرون څلور کسان هغه مهال ټپیان شول چې یوه سړي په لاس جوړه شوې چاودیدونکې وسیله والوزوله.
چارواکي وايي بریدکوونکي وروسته ظاهرا د ځان وژنې هڅه هم وکړه.
د شانګهای سیمه ایزې ادارې پرون وویل، دې سړي یو بوتل چې چاودیدونکي مواد پکې و، ګوزار کړ چې د هوايي ډګر د چک ان د میز مخې ته وچاودیدل.
چارواکي وايي، بریدکوونکي وروسته خپل ستونی په چاړه غوڅ کړ خو روغتون ته ورسول شو او اوس یې صحي حالت د دوی په وینا نازک دی. د بریدکوونکي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ټرمپ استازی د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هڅو کې به د اوکراین ګټې وساتي
د اوکراین لپاره د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی وايي، د ټرمپ له خوا د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په حل لارو کې به د اوکراین ګټې په پام کې ونیول شي.
د هغه په خبره، دا حل لارې به عادلانه وي.
د اوکراین په چارو کې د ټرمپ استازی چې یو متقاعد جنرال دی او کیت کلوګ نومیږي، د چهارشنبې په ورځ فاکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل، " خلک باید پوه شی، چې هڅه نه کوي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او یا روسانو ته امتیاز ورکړي".
د کلوګ په خبره، هڅه يې دا ده چې اوکراین وژغوري او حاکمیت يې وساتي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي و، د واک له ترلاسه کولو وروسته به په ۲۴ساعتونو کې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
خو دا چې څنګه به دا کار کوي، په دې اړه يې جزییات نه و، ورکړي.
دونالډ ټرمپ تازه ویلي، هیله من دی چې په شپږو میاشتو کې د اوکرایین جګړه پای ته ورسوي.
بایډن د لاس انجلس په ځنګلونو کې د اورلګېدو له امله ایټالیا ته سفر لغوه کړ
د امریکا اوسني ولسمشر جو بایډن د لاس انجلس په سیمه کې د ځنګلونو د اورلګیدنې له امله ایټالیا ته خپل پلان شوی سفر لغوه کړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارن جین پییر د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل چې بایډن لاس انجلس ته سفر وکړ ترڅو له پولیسو، اور وژونکو او بیړني پرسونل سره وګوري.
د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې تر اوسه پورې په دغې اورلګېدنه کې لږ تر لږه پنځه کسان مړه شوي دي.
جین پییر زیاته کړه چې بایډن له لاس انجلس څخه واشنګټن ته د راستنیدو سره سم ایټالیا ته خپل سفر لغوه کړی.
ټاکل شوې وه چې بایډن راتلونکې جمعه په واتیکان کې د کاتولیکو عیسویانو له مشر پاپ فرانسیس او د ایټالیا د حکومت له مشرتابه سره وګوري.
سپینه ماڼۍ: بشري مرستې مو طالبانو ته نه، بلکې عامو افغانانو ته استولې
سپينه ماڼۍ وایي، هغه بشري مرستې چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته لېږل کیږي، عام خلک ترې ګټه اخلي، نه طالبان.
دغه خبره د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د چهارشنبې په ورځ ناوخته امریکا غږ ته د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې وکړه.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ په فلوریدا کې یوه خبري کانفرانس ته د خبرو پر مهال ادعا وکړه چې د جوبایډن ادارې طالبانو ته میلیاردونه ډالره لیږلي چې په خبره یې د نه منلو وړ کار دی.
جان کربي بیا امریکا غږ ته ویلي " افغانستان ته چې بشري مرستې رسیدلي، د افغانستان خلکو ته رسیږي، نه طالبانو ته. دا همداسې په میخانیکي ډول تنظیم شوې دي."
د طالبانو حکومت هم د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون ادعا وکړه چې امریکا افغانستان ته لېږل شوې ټولې پیسې پر خپلو اهدافو لګولي او د دوی حکومت ته یې نه دي ورکړي.
په افغانستان کې د امریکا پر مرستو د څار ادارې سیګار ویلي، امریکا د طالبانو له واکمنۍ راهیسې تراوسه څه باندې درې میلیارده ډالر افغانستان ته لیږلي دي.
ایټالیوۍ خبریاله د ایران له زندانه ازاده او روم ته روانه شوه
د ایټالیا چارواکي وایي، د دوی د هېواد خبریاله چچیلیا سالا د ایران له زندانه خوشې او روم ته روانه شوې ده.
د ایټالیا د صدراعظمې جورجا ملوني دفتر نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې میرمن سالا د ډيپلوماتیکو او استخباراتي هڅو په پایله کې خوشې شوې.
د ایټالیا صدر اعظمې جورجا ملوني پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر له هغو ټولو کسانو مننه کړې چې د دغې خبریالې په خوشې کېدو کې یې مرسته کړې.
ایټالیوۍ خبریاله چیچیلیا سالا چې نهه ویشت کاله عمر لري، د لیندۍ یا قوس میاشتې په ۱۹مه ایران کې ونیول شوه.
ایراني چارواکو د دغې خبریالې د نیولو لامل د خپل هېواد د قوانینو نقض بللی دی.
د دغې خبریالې نیولو د ایټالیا سخت غبرګون پارولی و او د دې لامل شو چې ایټالیا په روم کې د ایران سفیر احضار کړي.
اوکراین د روسیې یوه هوایي اډه کې د تيلو زیرمه ویشتې ده
اوکراین وایي، د روسیې په جنوبي سیمه سرتوف کې یې د تيلو یوه ډيپو په نښه کړې ده.
برید نن چهارشنبه ( د مرغومي ۱۹مه) په یوه ستراتیژیکه هوایي اډه کې د تيلو پر زیرمې شوی چې د اوکراین د لوی درستیز په خبره " روسي اشغالګرو" ته یې د لوجستیک په برخه کې ستونزې پیښې کړي دي.
خبر کې راغلي چې دغه برید د یوې اوکراینۍ وسلې په مټ شوی دی، نه د هغو وسلو په مټ چې لویدیځو هېوادونو اوکراین ته ورکړي دي.
روسي چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د اوکرایني چاروکو په خبره دغې اډه کې د چاودنو غږ اوریدل شوی او اور بل شوی دی.
په تبت کې زلزلې له ۱۲۶ ډیر کسان وژلي او ۳۰ زره نور يې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي
چینايي چارواکو ویلي، د همالیه غرونو په لمن کې د زلزلې له کبله د ودانیو تر لاندې د ورکو کسانو د پلټنې عملیات لا هم دوام لري.
د دغو چارواکو په خبره، تراوسه څه باندې څلورسوه کسان ژوغورل شوي دي.
د چین دولتي سي سي ټي وي تلویزیون د راپور له مخې، یوازې په تبت کې ۱۲۶ کسان وژل شوي او ۱۸۸ نور ټپیان دی.
د چین په تبت کې پرون سه شنبې د ایورست غرونو په ۸۰ کیلومټرۍ کې د ریښتر په کچه ۶،۸ درجې زلزله وشوه، چې په وروستیو څو کلونو کې په سیمه کې تر ټولو قوي زلزله وه.
دغې زلزلې په ګاونډیو هیوادونو له هغې ډلې نیپال، هند او بوتان کې هم یو شمیر ودانۍ لړزولي دي.
د دې زلزلې له کبله څه باندې ۳۰ زره کسان د کورونو پریښودو ته اړ شوي.
د چین د زلزلو مرکز نن چهار شنبې اعلان کړی چې له زلزلې وروسته د څه باندې ۵۰۰ د ځمکې ټکانونه احساس شوي چې د ریښتر په کچه شدت يې ۴،۴ درجې و.
برازیل د اذربایجاني الوتکې د سقوط د علتونو په اړه څیړنې بشپړې کړي دي
د برازیل د هوايي ځواکونو څیړنیز مرکز، قزاقستاني چارواکو د الوتکو د پروازونو هغه معلومات سپارلي چې د الوتکو له پروازونو يې ضبط کړي.
دا معلومات د هغه اذربایجاني هوايي شرکت په اړه دي چې تیره میاشت یې یوې الوتکې سقوط وکړ.
دغې څیړنیز مرکز په یو بیان کې ویلي، معلومات يې د امبرایر الوتکې له کابینونو چې په برازیل کې جوړه شوې وه، تکمیل کړي او څیړنیز ټیم ته يې سپارلي دي.
د قزاقستان چارواکو د تیرکال د ډسمبر په ۲۹مه اعلان کړی و چې د دې الوتکې ضبط شوي معلومات د اذربایجان د ولسمشر الهام علي اف د هغوو تورونو له کبله چې ویل یې روسیه هڅه کوي د دې لوې فاجعې دلایل "پټ" کړي او برازیل ته يې واستوي.
کرمیلین ویلي و، د روسیې ولسمشر له اذربایجاني سیاله بښنه غوښتي د الوتکې په سقوط کې يې لاس لرل رد کړي و.
د "اذربایجان ایرلاینز" الوتکې د تیرکال د ډیسمبر په ۲۵مه هغه مهال سقوط وکړ چې له خپلې کرښې ووته.
دغه الوتکه د اذربایجان له پلازمینې باکو د چچنیاي د ګروزني پر لور روانه وه او ۶۷ مسافر په کې سپاره وو.
د دغو مسافرو له ډلې ۳۸ تنه يې ووژل شول.
په لودیزه غاړه کې د اسراییلي پوځیانو په بریدونه کې درې فلسطینیان وژل شوي
پر اشغال شوې لودیزې غاړې د اسراییلو په بریدونو کې درې فلسطینیان چې د اسراییلو پوځ يې "شبه نظامیان" بولي وژل شوي دی.
د اسوشیټدپرس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا بریدونه د سه شنبې په ورځ د جنوري په ۷مه وروسته له هغه شوې چې په لودیزه غاړه کې پرون دوشنبې پر یوه موټر په برید کې درې اسراییلي وګړي ووژل شول.
حماس ډلې په یو بیان کې پر اسراییلي وګړو د برید ستاینه کړې وه، خو د برید مسولیت يې نه و منلی.
حماس وسله واله ډله د امریکا او اروپايي ټولنې له خوا د یو ترهګریز سازمان په توګه پیژندل کیږي.
حماس پرون په یو بیان کې ویلي و، د اسراییلو په بریدونه کې يې یو مهم قومندان د جعفر دبابسه په نوم وژل شوی دی.
که څه هم په غزه کې له څه باندې یو کال راهیسې د اسراییلو او حماس وسله والې ډلې ترمنځ جګړه په شدت روانه ده، خو د اسراییلي یرغمل شویو د خوشي کیدو او په غزه کې د اوربند لپاره خبرې اترې هم روانې دي.
د چین په یوه غرنۍ سیمه کې زلزلې لسګونه کسان مړه کړي
له نيپال سره نژدې د چين په لويديځه غرنۍ سيمه کې کې نن سهار د یوې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۵۳ تنه مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې په داسې حال کې چې له زلزلې وروسته په سیمه کې په لسګونه ټکانونه محسوس شوي، ډیرکسان تراوسه د نړیدلو ودانیو لاندې بند پاتې دي
د اسوشیتید پرس خبري آژانس د راپورله مخې د دغې زلزله له امله ۶۲ کسان ټپیان شوي دي.
د دولتي رسنیو د راپور ونو له مخې شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي دي.
د امريکا د جيولوجيکي سروې ادارې ويلي، د دغې زلزلې چې مرکز يې د تبت په سيمه کې لس کيلومتره ژور و، شدت یې د ريختر په کچه اووه اعشاريه یوه درجې و.
چین وايي چې د ریختر درجه یې شپږ اعشاریه اته درجې ثبت کړې ده.
له زلزلې وروسته په دریو ساعتونو کې شاوخوا پنځوس ټکانونه ثبت شوي او د چین په خوا کې د همالیا د غرونو، ماونټ ایوریست منظره لرونکې سیمه تړل شوې ده.
د پاکستان پلازمینه اسلام اباد کې د یوه جرمن ډپلوماټ مړی موندل شوی
په اسلام اباد کې د جرمني د سفارت دویم سکرتر توماس فیلډر په یوه ډیپلوماټیکه سیمه کې اوسېده، چې ډېر امنیت یې نیول شوی.
د پوليسو يوه چارواکي د دوشنبې په ورځ ناوخته د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي د دغه جرمن ډپلوماټ مړی داسې حال کې موندل شوی چې هغه له دوو ورځو خپلې دندې ته نه وو ورغلی.
پولیسو ویلي د دغه جرمن ډپلوماټ د مړي د عدلي معایناتو لپاره سفارت د هغه له کورنۍ سره په تماس کې دي.
راپورونو کې ویل شوي چې په یاد ډپلوماټ مخکې هم سکته راغلې وه.
د دې خبر تر لیکلو پورې جرمن چارواکو یا په اسلام اباد کې د جرمني سفارت په دې تړاو څه نه دي ویلي.