د اروپا د فوټبال اتحاديې خبردارى ورکړى که د روسيې او انګلستان د فوټبال ټيمونو مينه وال بيا تاوتريخوالى وکړي، دغه دواړه هېوادونه به د ٢٠١٦میلادي کال د اروپا د اتلولۍ جام له مسابقو وباسي.
دغه مسابقې په فرانسه کې روانې دي.
پرون سهار د اروپا د فوټبال اتحاديې وويل، د فرانسې په جنوبي ښار مارسې کې د روسيې او انګلستان د ټيمونو د مينه والو ترمنځ يې له تاوتريخوالي وروسته د روسيې پر ضد انضباطي اقدامات پيل کړي دي.
د مارسې په سټوډيوم کې د شنبې په ورځ وروسته د روسيې د ټيم مينه والو د انګلستان د ټيم پر ملاتړو يرغل ور وړ چې په هغه ورځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د فوټبال مسابقه يو د يو په مقابل کې مساوي پای ته ورسېده.