د روسیې د فوټبال ټیم پلویانو پرون وروسته له هغې د انګلند د ټیم پرپلویانو حمله وکړه چې دواړه ټیمونه د اروپا د اتلولۍ لپاره په مسابقه کې یو یو مساوي شول.
د روسیې د ټیم پلویانو په لوبغالي کې د انګلند د ټیم پرملاتړو حمله وکړه او له هغوامنیتي موانعو واوښتل چې د دواړو سیالو ټیمونو پلویان جلا کوي.
د اروپا د فوتبال فدراسیون پرون ناوخته وویل چې د دغه اخ وډب په اړه به انظباطي څیړنه پیل کړي او پر روسیې به په دغه لوبغالي کې د حملې په خاطر قوي بندیزونه ولګول شي.
د روسيې او انګلند ترمنځ پرون د اروپا د فوتبال د اتلولیو دا دریمه لوبه وه.
د پرون ورځې لومړۍ مسابقه د سویس او البانیا ترمنځ وه چې سویس خپل سیال ته یو په صفر ماتې ورکړه.
له دې بریالیتوب سره سویس له فرانسې سره یو ځای د اولې ډلې په سر کې ودرېد.
د تېرې شپې په دویمه لوبه کې د ویلز او سلواکیا ټیمونه مخامخ شول چې دوه پر یو د ویلز په ګټه پای ته ورسېده.