د اروپايي اتلولیو د سیالیو په دوام کې تېره شپه درې مسابقې وشوې.
تر ټولو هیجاني او جنجالي لوبه د انګلیستان او روسیې د ټیمونو وه چې یو پر یو مساوي شوه.
په دې لوبه کې چې د فرانسې په مارسې ښار کې وشوه او د تېرې شپې وروستۍ یا درېمه مسابقه وه، د روسیې د ټیم پلویانو پر انګلیسي نندارچیانو حمله وکړه.
خو د پرون ورځې لومړۍ مسابقه د سویس او البانیا ترمنځ وه چې سویس خپل سیال ته یو په صفر ماتې ورکړه.
له دې بریالیتوب سره سویس له فرانسې سره یو ځای د اولې ډلې په سر کې ودرېد.
د تېرې شپې په دویمه لوبه کې د ویلز او سلواکیا ټیمونه مخامخ شول چې دوه پر یو د ویلز په ګټه پای ته ورسېده.